سپورټ نړیوال کرکټ

بنګلادیشی ځوان توپ اچوونکی د اېم اېس ډوني مینوال دی

اعلان

لیکنه: بهار سمسور

د بنګلادېش نوی چټک توپ اچونکی ۲۲ کلن محمد سیف الدین چې په تېر ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې ښه وځلیده او په اته لوبو کې یې ۱۳ ویکټې تر لاسه کړې، په یوه مرکه کې یې د دوني سره بې کچې مینه ښودلې ده.سیف الدین سره له دې چې یو غوره توپ اچونکی دی،تر څنګ یې یو ښه توپ وهونکی هم یادیږي.
سیف په نړیوال جام کې د هندۍ لوبډلې خلاف نیمه سلیزه جوړه کړه،کیسه هم له همدې ځایه پیلیږي.

دی وایي، هغه دوني چې نوموړي به یې لوبه پر تلویزیون ننداره کوله،په دې ورځ د نوموړي شاته د ده خلاف په ویکټ کیپېنګ کې ولاړ و،چې دا د نوموړي لپاره د ژوند غوره شیبه وه.
سیف الدین په دې مرکه کې وایي، دا به د نوموړي لپاره د ویاړ ځای وي،چې په هند غوره لیګ کې ولوبیږي او هغه هم د چنای سوپر کېنګز لپاره،دی هیله لري، چې د دوني تر لوبډلمشرۍ لاندې ولوبیږي.

«زما لپاره به دا ویاړ وي،چې د دوني په لوبډلمشرۍ کې ولوبېږم،که داسې ونه شي،نو بیا د خوښې د هند ښار کلکتې لپاره لوبیدل به هم زما لپاره غوره وي.»

FB_IMG_1563766458570.jpg
د انګلېنډ په ایبګاسټن کې د هند خلاف تر لوبې وروسته له اناندابازار پاتریکا نومي رسنۍ سره په خبرو کې په پرله پسې ډول د هندي پیاوړي ویکټ ساتونکي پخواني کپتان اېم اېس دوني له توصیف نه مړیږي.

«زه له ماشومتوبه د دې په لټه کې وم، چې د ډوني د بریا راز په څه کې دی، هغه یو غوره رهبر دی. کله چې د ویکټو تر شا ولاړ وي، ښې ښې مشورې توپ اچونکو ته ورکوي، د نوموړي اشارې د توپ اچونکي سره پوره همکاري کوي. کله چې زه د هند خلاف توپ وهنې ته ولاړ وم، هارډېک پنډیا توپ اچونه کوله، ما د نوموړي څو توپونه ښه ولوبول، خو وروسته مې ډوني ولیده،چې نوموړي ته یې د اوږې په څنډلو اشاره ورکړه او هغه بونسر توپ ګزار کړ. دوني د لاس، ګوتو او باډي په څنډلو توپ اچونکو ته لار ښونه کوي.»

د بنګلادېش دا ځوان لوبغاړی له ډوني پوره ځان متاثره ښکاري او د نوموړي لپاره د یو غوره لارښود خطاب کوي. ډوني د نړیوال کریکټ وروستي ګامونه اخلي،خو ممکن په تجارتي شل اوریزه لوبو کې تر ډېره پاته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی