کلتور او هنر

فلمي نړۍ د سیف علي خان د زوی راتګ

د هندوستانۍ سینما د مشهور فلمي ستوري سیف علی خان زوی ابراهیم خان په بالیوډ کې د قدم کېښودو لپاره تیاری نیسي.

تر دې وړاندې د سیف علي خان لور سرا علي خان هم په فلمي ډګر کې خپل بخت ازمایلی خو دا ځل یې ورور د خپل پلار او خور په قدم قدم ږدي او فلمي نړۍ ته راځي.

د ابراهیم علي خان د راتګ خبر بالیوډ د هغه پلار سیف علی خان ورکړی، خو دا لا معلومه نه ده چې په کوم فلم یا د چا په فلم کې به نوموړي ته موقع ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هندۍ سینما کې فلمي ستوري او د فلمونو مینوال په دغه سینما یا بالیوډ کې د خپلولۍ پاللو خفه کړي، څو ورځې وړاندې هم شاهد کپور په دغه موضوع د رسنیو سره خبرې کړې وې.

تر شاهد کپور وړاندې نورو فلمي لوبغاړو او فلم مینوالو خواشیني ښودلې وه چې په سینما کې به د خپلولۍ پالل د نویو استعدادونو د پیدا کېدلو مخه ونیسي.

خو دا ځل سیف علي خان وروسته تر هغې چې لور یې سارا علي خان په فلم ډګر ته راغله دغه ډګر ته یې د خپل ځوی ابراهیم د راتګ خبر هم ورکړ.

هندۍ رسنۍ وایې، سیف علي خان د خپلې لور سارا سره یو ځای د کرن جوهر په یوه ټلویزیوني پروګرام(کافي ود کرن) کې ګډون کړی وه او هلته یې د خپل زوی ابراهیم د راتلوونکي په تړاو خبرې کړي دي.

ویلي یې دي دا یې د زوی غټ ارمان وو چې یوه ورځ دې د خپل پلار په قدم قدم کيږدي او د فلم ستوری دې شي.

سیف علي خان وایي، خلک فکر کوي چې فلمي نړۍ ته د فلمي ستورو د بچیانو راتګ ډېر اسان دی خو وایي همېشه خپل زوی ته لارښوونه کوي چې فلمي دګر ته په پوره سوچ او فکر ولاړ شي. په خبره یې ډېر کم خلک دي چې په دغه برخه کې یې هڅو ځای نیولی او یو مقام ته رسیدلي.

د دې سربېره سیف علي خان وایي د خپل زوی راتلوونکي ته خوشبینه دی او دا چې راتلوونکی یې په تړاوو څه فیصله کوي نو دی به یې تل څنګ کې وي.

دغه راز یې د خپل لور په تړاو ویلي؛ په خپله لور ویاړي چې ډېره ښه او د نرم زړه مېرمنه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی