کلتور او هنر

سیف علي خان په خپل راتلوونکي فلم کې منفي رول لوبوي

د هندۍ سېنما کشري خان او مشهور فلم ستوری سیف علي خان هم په خپل راتلوونکي فلم کې د ویلن یا منفي رول لوبوي.

سیف علی خان هم منلې چې په راتلوونکي فلم کې به منفي رول لوبوي او په خبره یې چې چمتوالی یې هم ورته نیولی.

د هندوستاني رسنیو د رپوټ له مخې، سیف علي خان په نوي کال کې د یوه نوي رول سره راځي چې په کې به د یوه تاریخي او جنګیالي شخص ((تاناجي مرسوري) په ژوند جوړیدونکي فلم کې د تاناجي رول یا ویلن رول ادا کړي.

په دغه فلم کې به د سیف علي خان په وړاندې د هندۍ سېنما بل فلم ستوری اجی دیوګن مرکزي رول کې راښکاره شي.

د فلم مشهور لارښود اوم راوټ هم څو ورځې وړاندې لومړی پوسټر خپوړ کړی وه.

د خپل رول په تړاؤ سیف علي خان منلي چې په دې فلم کې به د بدمعاش یا منفي رول ولوبوي په خبره یې چې دغه فلم کې به د احساساتي ویلن ادهي بان سنګهـ راټهور رول ادا کړي.

د یادولو ده چې فلم (تاناجي) د ټي سریز د بینر لرونکی فلم دی چې په کې اوټ راؤټ د فلم د لارښود دنده پر غاړه لري.

اټکل دی چې دغه فلم به راروان ۲۰۲۰ کال د نومبر په میاشت کې د سېنما پردې ښکلي کړي.

تر اوسه د هندۍ سېنما ډېر کم فلم ستوري دي چې د فلم مرکزي رول څخه وروسته د منفي رول یا ویلن رول ته زړه ښه کړي.
خو تر دې وړاندې هم ځينې هغه فلم ستورو چې په لومړیو کې مرکزي رول لرونکي دي وروسته د کار نه موندلو له امله او یا د شوق او علاقي له مخې په فلم کې د منفي رول لپاره میدان ته دانګلي دي.

سنجي دت، رشي کپور، ویکي اوبرائي تر څنګ ځینې نور فلم لوبغاړي هم شته چې د مرکزي کردار سره سره منفي رول هم لوبوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی