سینما او موسیقي

کرینه کپور ته د سیف علي خان د واده وړاندیز داسې و

د بالیوډ ښایسته او تکړه فلم لوبغاړې کرینه کپور د رسنیو سره هغه یادونه تازه کړي چې لا یې د سیف علي خان سره واده نه ؤ کړی.

دې په دغه خبرو کې ویلي چې د هندي سینما کشر خان یا سیف علي خان دې ته د واده وړاندیز څنګه وکړ؟

نوموړې دغه راز دا هم ویلي چې نوموړې لا له وړاندې خبره وه چې سیف یو بل واده لري او زلمکیو بچیانو پلار هم دی.

دغه ممثیلې مېرمن کپور همدارنګه ویلي باور یې هم نه کاوه چې دومره ناڅاپه دې ورته د واده وړاندیز وشي.

کرینه کپور د هندي سینما د تکړه فلم جوړونکي او فلم لارښود کرن جوهر سره په یوه ټلویزیوني خپرونه کې دغه خبرې کړي دي.

کرینه زیاته کړې؛ په یونان کې فلم (ټینشن) په جوړولو بوخته وه او وایي هغه مهال چې نوموړې د یوې سندرې لپاره د عکس جوړولو باندې لیګا وه، سیف علي خان تر څنګ ورغی.

هغه زیاتوي چې نوموړی یې یو دم مخامخ ورته ودریده او زیاته یې کړه چې واوره! واده کوې، ځکه چې زه غواړم واده وکړم.

کرینه کپور وایي د سیف علي د واده په دغه ډول وړاندیز یې فکر وکړ چې نوموړی لیونی شوی، خو همدغه مهال یې له نوموړي سره واده لپاره راضي او واده وکړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی