ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

له دېرش کلنۍ لوړ عمر لرونکو د سلامتیا رازونه

اعلان

ژباړه: نسیمه محمدي

۱: د ورزش ګټو ته پاملرنه: د ورزش ګټې له پامه غورځول تاسې له  مادام العمر ستونزو سره مخ کوي. د ژوند په دوهمه لسیزه کې که تاسې اونۍ، اونۍ هم ورزش ونکړئ امکان لري بدن مو دا کړنه نادیده ونیسي، مګر د عمر په لوړېدو مو وجود تاسې نشي بښلی. اوس نو د شپې ناوخته او ډېر خوراک کول ستاسې په بدن ډېر فشار راوړي ځکه د میتابولیزم چټکتیا اوس د شل کلنۍ په څېر نده.

۲: ورځني ورزش ته لومړیتوب ورکول، نه یواځې په اوسني عمر کې ستاسې د سلامتیا او روغتیا لپاره ښه ده بلکه د جوړ او روغ اوسېدلو لپاره په لوړ عمر کې هم اړین دی. پروا نلري چې څومره بوختیاوې ولرئ، تل باید د ۳۰ دقیقو پلې تګ یا نژدې پارک ته د منډې وهلو لپاره وخت ومومئ.

۳: کاذب مړښت: دا ډوډۍ خوړل مه حسابوئ؛ د بدن لپاره مو زهر دي. د یو چا لپاره چې ځوان وي ماښام فسټ فوډ خوړل هغه هم درې ځله په اونۍ کې، کېدای شي ساده وي. مګر کله چې لویېږئ پوهېږئ چې بدن ته مو څه زیانونه لري او د روغتایي خوړو له ارزښت چې بدن ته یې لري خبرېږئ. د چپسو د یوې لویې کڅوړې د خوړلو پر ځای د یو دانه کچالو پخولو پسې ورشئ. هغه تلوسه چې مخکې مو د خوړو خوړلو په وخت درلوده اوس نلرئ، خو په راتلونکې کې به مو بدن ستاسې څخه منندوی وي.

۳: رواني روغتیا ته جدي پاملرنه: د رواني سلامتیا هېرول د ژوند په ټولو اړخونو اغېز لري. د یو څو ويشت کلن ځوان لپاره د استرس او خفګان څخه خلاصېدل ډېر آسان دي د یو چپس بستې په خوړلو یا د یوې ټلوېزیوني خپرونې په لیدو له منځه ځي! مګر د پوخ عمر لرونکو کسانو ژوند د استرس پارونکي لاملونو څخه ډک وي. اوس دېرش کلن فرد په توګه پوهېږئ چې د ژوند د ستونزو او کړاوونو سره د روغې جوړې څومره او غوره لارې چارې شتون لري؛ لکه په سهار کې د څو د قیقو لپاره مدېتېشن یا په اونیزه توګه لیدنه یا مشاور سره کتل دي.

۴: نه پرتله کول: د نورو سره ځان پرتله کول پرته د بې ارزښتۍ له احساس څخه نور څه نه دي. د شل کلنۍ یو له زهرجنو عادتونو څځه، مدام له نورو همزولو سره ځان پرتله کول دي، څه مجازي او څه هم په حقیقي بڼه. ټول پوهېږو چې فېسبوک او انستاګرام ته ورته رسنۍ تر کومه حده مضرې دي او کله چې د نورو د ژوند په اړه چې په ښکاره ډول په کومه اندازه بې عیبه او بشپړې دي. د خپل ځان مخنیوې وکړو. اوس نو پوهېږئ د نورو سره ځان پرتله کول د لا ډېر درد او رنځ لامل شوې او تر ټولو مهمه تاسې په دې پوه شوئ چې د هېچا ژوند بشپړ ندې، حتی که سترګې مو په انستاګرام پرته له دې څه وویني!

۵: تاسې کولای شئ: خجالت اوسېدل له دې بابته چې تاسې د خپلو خوبونو په پوره کولو کې بې وسه یې. په شل کلنۍ کې، تاسې دا احساس درلود د بدن هغه برخه مو چې احتمالا د ټولڼې د خوښې وړ نه وه، پټّ کړئ، لکه د ډاکټر یا انجینر کېدو پر ځای، لیکوال شئ. ډېری خلکو د خپلې خوښې مسلک کې د لېوالتیا له امله لوړو پوړیو ته رسېدلي او په خپله ټاکنه هم خوښ دي. اوس پوهېږئ ژوند لنډ دی او دهغه څه په اړه چې باور لرئ ډېر ارزښت لري، مهمه نده ټولنه څه فکر کوي.

۶: له موخو دفاع کول: له ځانه دفاع کول یعنې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره خنډونه ايښودل. د شل کلنۍ په عمر کې، ډېر وخت شوي چې کله تېر ته فکر کوئ هېله لرئ چې کاش ځواکمن وای، څه په کاري برخه کې او یا هم په شخصي ژوند کې. په هغه وخت کې وېرېدو چې اشتباه خبرې وکړو او له خجالته به یې مړه شو، مګر اوس پوهېږو چې خبرې وکړو او خپلې عقیدې بیان کړو. تاسې د یو دېرش کلنې په څېر پوهېږئ چې باورونو بیانول څومره مهم دی، په ځانګړې توګه دا چې نور مهمه نده چې دا کړنه ستاسې لپاره تر سره شي او نور ستاسې غږ واوري.

۷: له لنډ مهاله او سر سري ملګرتیا تېرېدل: سر سري دوستي یواځې ستاسې وخت او انرژي ختموي. د شل کلنۍ عمر په شاوخوا کې مو یوه لویه ټولنیزه کړۍ درلوده چې په زړه پورې او د خوښې وړ وه، حتی که احیانا ټول غړي مو نه خوښېدل هم. مګر په دېرش کلنۍ کې د څو ریښتینو ملګرو درلودلو په ارزښت او اعتبار پوه شوي یئ. په دې عمر کې په ریښتیني ډول درک کېږي چې د ملګرو کیفیت له کمیت څخه غوره دی او د څو ریښتیني ملګرو درلودل د ډېر او لنډ مهاله دوستانو په پرتله ډېر غوره دی.

۸: ارزانه بیه توکي نه پېرل: د څو ګرابیه څیزونو نه اخیستل تاسې هغه ځای ته رسوي چې ووینئ ستاسې شاوخوا څومره ارزانه څېزونو نیولې ده. په شل کلنۍ کې، صرفه جویي او د ارزانه څېزونو اخیستل منطقي په نظر راځي. خو اوس چې ډېرش کلنۍ ته رسېدلي یئ. د څو با کیفیته څېزونو اخیستلو په ارزښت او دا چې د ډېر وخت لپاره ترې ګټه اخلي پوهېږئ. د ارزان بیه څېزونو اخیستل ښه دي، خو کله چې پوهېږئ له څه وخت یا میاشت وروسته چې بله جوړه ځای ناستي کوئ، غوره کیفیت ته پامرنه وکړو.

۹: پخلی: پخلی نه پوهېدل مو مجبوروي مېلمانه د ماښامنۍ خوړلو لپاره له کوره بهر یوسئ. د یو څو ویشت کلنې ځوانې لپاره چې یواځې د ماکروني پخول یې زده وي آسانه ده خپل ملګري رستورانت ته یوسي، خو اوس مو چې عمر لوړ شوی ډېر سالم او مناسبو خوړو پخول زده کړئ، ترڅو نه یواځې روزانه خوړنیز مهال وېش مو رنګارنګ وي بلکه هغه ملګري مو چې ماښام ډوډۍ خوړلو ته راځي هم کولای شئ ښه مېلمه پالنه وکړئ. هېڅ څېز د یو وخت کورني خوړو په اندازه ارزښت نه لري ځکه دا هغه څه دي چې تاسې پرې د یو کوربه په توګه ویاړ کولای شئ.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.