سفر

څه وکړو څو یو ارزانه سفر ولرو؟

اعلان

په سفر تلل او له بېلابېلو ځایونو څخه لیدنه د انسان په تجربو کې زیاتوالی راولي او په هر اړخیزه توګه یې فکر ژور بدلون کوي. ځکه سفر کول د دې لامل کېږي، چې تاسو نوي ځایونه وګوری، له نویو خلکو سره وپېژنی او اړیکه ور سره ټینګه کړی، فکر مو بدل کړئ او خپل ورځني تکراري ژوند کې یو څه بدلون راولئ. دغه څه په ژوند کې ډېر مهم دي. خو څه وکړو چې هم نورو ځایونو ته سفر وکړو او هم راته ارزانه پرېوځي.

کېدای شي کله چې په ټولنیزو شبکو کې د خلکو عکسونه ګوری، چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته سفر کوي او له ژوند څخه خوند اخلي، فکر کوی دوی ټول بډای خلک دي؟ نه! دوی ټول شتمن نه دي. ځینو یې خپل فکر په کار اچولی او داسې ځایونو او کارونو ته یې لومړیتوب ورکړی دی، چې سفر کول ورته ارزانه تمام شي.

۱- له تخفیف لرونکو او وړیا ورځو ګټه واخلئ

هغه فکر چې تل تاسو ته ګټه رسوي، هغه له داسې سوداګریزو مرکزونو څخه لیدنه کول دي، چې په ځینو ځانګړو ورځو کې تخفیف په کې اعلانېږي او یا له داسې ځایونو څخه لیدنه چې سیل یې لګښت نه لري. هڅه وکړئ سفر مو داسې تنظیم کړئ، چې په هغه هېواد کې دغه ډول ورځې له لاسه ورنه کړی. دغه معلومات کولی شی له اړوندو وېبپاڼو په لاس راوړی.

۲- د هغه ځای له اوسېدونکو سره په اړیکه کې شئ

هغه هېواد ته چې تاسو غواړی سفر ورته وکړی، کولی شی دوستان او ملګري په کې پیدا کړی، ځکه له هغوی سره اوسېدل درته ارزانه تمامېږي او کولی شی هغه پیسې چې تاسو یې باید په هوټل کې ورکړی، پر نورو د خوښې وړ کارونو باندې ولګوئ.

۳- په لږو ځایونو کې ډېر وخت تېر کړئ

د دې پر ځای چې په دوو اونیو کې ټوله اروپا وګوری، ښه ده چې یو څه زیات وخت په یوه ځانګړي ځای کې تېر کړئ او له هرې برخې یې ښه خوند واخلئ. په الوتکو، ګاډیو او یا هم بس موټرونو کې سفر کول کېدای شي ګران درته پرېوځي او جېب مو ژر خالي شي، نو ښه ده چې په یوه ځای کې ډېر وخت تېر کړئ او له هغو سیمو یې خوند واخلئ، چې لیدل یې وړیا دي او یا هم لږ لګښت غواړي.

۴- د الوت ټکټونه په مناسب وخت او یا هم له سفره وړاندې واخلئ

که وتوانېږی چې سفر مو داسې تنظیم کړی، چې په هغه وخت کې د الوتکې پروازونه ارزانه وي او یا یې هم یوه میاشت مخکې له حرکت څخه واخلئ، نو ډېرې پیسې به مو سپما کړې وي. کولی شی دغه بیې د ټکټ د خرڅلاو په انلاین پلورنځیو کې سره پرتله کړی او یا داسې پرواز وي، چې ارزانه وي. ځینې الوتکې د شپې ناوخته حرکت کوي او یا دا چې یوه ځای ته له بېلابېلو لارو په څو الوتکو کې ځي، نو نرخونه یې تر ډېره کم وي.

۵- ټکټونه په مستقیم ډول له هوایي شرکتونو وپېرئ

له هغه وروسته چې د ټکټونو په اړه مو انلاین معلومات تر لاسه کړل، د هوایي شرکتونو د انلاین ټکټ خرڅلاو مرکزونو ته ورشئ او په مستقیم ډول ترې ټکټ واخلئ، ځکه هغه شرکتونه چې د پرواز ټکټونه پلوري، ارو مرو یې بیې له اصلي ځای څخه لوړې وي.

۶- په هوټل کې له یوې شپې زیات پاتې شئ

ډېری هوټلونه د هغو کسانو لپاره چې له یوې شپې ډېر په هوټل کې پاتې کېږي، د مسافرو لپاره ښه تخفیفونه په پام کې لري. په دې اړه هم کولی شی بیې په وېبپاڼو کې سره پرتله کړئ او له هغه وروسته ګام پورته کړئ.

۷- له هوټلونو سره مخامخ په اړیکه کې شئ

ډېر کله په وروستۍ اړیکه هم د هوټل څښتنان مسافرو ته تخفیف ورکوي. دوی هېڅکله هم نه غواړي چې یوه کوټه یې هم تشه پاتې شي.

۸- کور یا اپارتمان کرایه کړئ

هغه کسان چې له ټولې کورنۍ سره یو ځای په سفر ځي او تر ډېره یې بیا پخلنځي ته هم اړتیا پیدا کېږي، نو ښه خبره دا ده چې د ځان لپاره کور یا اپارتمان کرایه کړي. په دې ډول به مو ډېرې پیسې سپما کړې وي.

۹- د سیل او چکر له ځایه لرې خواړه وخورئ

دا په ټوله نړۍ کې دود دی، په هغو ځایونو کې خوراکي توکي ډېر ګران دي، کوم چې د سیل او چکر لپاره نږدې دي. ښه خبره دا ده چې له دغو ځایونو یو یا دوه کوڅې هاخوا ولاړ شئ او د خپلې خوښې وړ خواړه په ارزانه بیه وخورئ. که مو د ځان لپاره اپارتمان نیولی وي، نو ښه خبره ده چې خواړه خپله پاخه کړئ او یا یې له ښاره در سره یوسئ.

۱۰- بانکي کارت مو مه در سره وړئ

سفر ته په کتو ټاکلې اندازه پیسې در سره یوسئ. د پېر په وخت کې چنې ارو مرو ووهئ، ځکه چنې وهل لکه د افغانستان په څېر په ډېری هېوادونو کې دود دي. که تاسو له ځان سره بانکي کارت یوسئ، کېدای شي ډېر داسې شیان مو خوښ شي، چې ورته اړتیا نه لرئ، نو که مو کارت در سره وي، کېدای شي ورته ټینګ نه شی. ځکه کله چې په فزیکي ډول یو څوک پیسې مصرفوي، زړه یې پرې سوزي، خو د بانکي کارت له لارې د شیانو اخیستل ورته هسې خیالي کار ښکاري، چې کېدای شي بیا پرې پښېمانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.