ټولنیز ژوند روغه سټه

له خفګان داسې ځان وساتئ او خوښ ژوند تیر کړئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د روغتیاپالانو په وینا ژور خپګان بېلابېل لاملونه لري، چې له ډلې یې جسمي، بیولوژیکي، کیمیاوي، رواني او ټولنیزو عواملو دي. ددې ترڅنګ ژور خپګان د مور، پلار او داسې نورو نږدې خپلوانو له لاسه ورکول له امله هم پیدا کیږي.

همدا راز په کورنۍ کې د ژور خپګان د جنیټیکي یا وراثتي مخینې شتون، روحي فشارونه، تهدیدونه، وهل ټکول، فقر، بېوزلي او ورته نورې ناخوالې هم هغه علتونه دي چې د ژور خپګان سبب کیدل، بلل شوي.

د ژورخپګان نه د خلاصون لپاره دا لارې چارې عملي کړئ
۱- واقع بین اوسئ، تل هڅه وکړئ چې په صداقت او راستۍ سره ژوند تیر کړئ. که چا درباندې نیوکه وکړه او پوه شوۍ چې خبره یې سمه ده ویې منئ.

۲- په ژوند کې د غم، خپګان او اندېښنې یو لامل له نورو د لوړو هیلو لرل دي، د دې کار لپاره له نورو کسانو خپلې هیلې صفر ته ورسوئ.

۳- له نورو ډېره توقع مه لرئ، د توقع لرل مو ځوروي، روحي او رواني ځور درته پیدا کوي.

۴- عربي مقوله ده: خیر الامور اوسطها، په ژوند کې متوازن اوسئ مه له چا ډېره هیله لرئ او مه هم چاته ډېره مینه ورکوئ.

۵- ښې خاطرې مو در په یاد کړئ، کله چې له ځان سره کېنئ او یوازې کیږئ نو هغه صحنې در يادوئ چې خوند ترې اخلئ او ښه اغېز درباندې کوي.

۶- له فکر کولو مه ډارېږئ، له واقعیتونو سره مخامخ شئ، واقعیتونه ومنئ او په دې باور اوسئ، تر هغو درواغو چې تاسې ته سملاسي خوښي در بخښي هغه رښتیا ډېر ښه دي چې اوس مو خپه کوي ځکه د وخت په تېرېدو سره همدا خپګان په خوښۍ اوړي.

۷- هېڅکله مو روحي او رواني ستونزې بابېزه مه ګڼئ، حل لاره ورته پیدا کړئ، ځکه همدا ستونزه په راتلونکې کې په لوی سرخوږي اوړي.

۸- ښه دوستان یا ملګری وټاکئ، انسان یو ټولنیز موجود دی چې له نورو سره له اړېکې پرته یې ژوند ممکن نه دی.
هڅه وکړئ داسې دوست وټاکئ، چې رښتیا درته وايي، ژوند کې اساني کوي، په مهربانۍ درسره چلند کوي، همدارنګه د یو مخلص او لوراند په څېر تعامل لري.
بلخوا له درواغجنو، فرېبکارو او ناوړو دوستانو څخه لرې اوسئ.

۹- په یاد ولرئ چې سلیم عقل په سالم بدن کې دی، نو تل هڅه وکړئ چې ښه غذايي رژیم ولرئ، ورزش وکړئ او په دې ډول د ژور خپګان مقابلې ته چمتو شئ. د ښه غذايي رژیم لپاره کولی شئ له متخصصو ډاکټرانو سره مشوره وکړئ.

۱۰- هېڅکله خبره په زړه کې مه غوټه کوئ، ستونزې، مشکلات او نورې ناخوالې مو له دوستانو سره شریکې کړئ.
د دې کار لپاره لومړی خپلې خبرې ور واوروئ، وروسته بيا د ملګرو خبرې واورئ. هره ستونزه حل لاره لري، هېڅکله خبره ځان ته مه غټوئ.

یادونه: که چیرې دا خبرې عملي کړئ، نه یوازې دا چې په ژورخپګان به اخته نشئ، بلکې له ژوند نه به هم خوند واخلئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي