بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له خفګانه د ځان ژغورنې لپاره ګټوره لیکنه

لیکنه: ياران

ليکه: محمد ياسين اديــــــــــــب

خفګان هغه اور ته ورته دی، چې لرګي سوځوي او هغه تېزاب دی چې زړه شړوي او له منځه يې وړي.

يو زوړ روايت دی چې وايي غم انسان اوبه کوي. هېڅ انسان نه شته چې له دې ويروس نه په امان وي هر انسان چې د ژوند خوند څکي نو د خفګان تريخ خوند يې تل په خوله کې وي.

انسانان تل په دې مرض اخته دي ځينې په ماضي پسې خفه دي چې ولې مې هغه کار په پلانکي وخت کې ونه کړ، ولې مې پرون دغه کار له لاسه ووت. بيا ځينې د راتلونکي په اړه تل له خفګان سره ملګرتيا نيولي وي، چې سبا به څنګه شم څه وخورم. په عمومي توګه ویلی شو انسانان د خپلو هغو غوښتنو لپاره خفګان کوي، چې غواړي يې خو په لاس نه ورځي او يا هغه کارونه يې چې په ماضي کې نه دي کړي او اوس په دې پوه شوي دي چې د هغه کار ترسره کول ما ته څومره اړين و.

د خفګان له مرضه هېڅوک نه دي په امان، مشران، ځوانان، ښځې، نارينه، ټول ورسره لاس او ګرېوان دي.

خصوصا زموږ د اوس وخت هغه ځوانان چې د مينې په نړۍ کې يو ځل سفر کړي؛ خو اوس بېرته خپلې ساده نړۍ ته راګرځيدلي دي، د دوی له زړه نه کله هغه خوږې شېبې او يادونه وځي. دوی تل د مينې شيبې په خپل لاشعوري دنيا کې انځوروي او ځانونه ځوروي. لنډۍ کې راځي.
چې کله کله راپه ياد شې
دېوال ته شاه کړم زړه ته ورکړم ځنګنونه

ایا له دغه خفګان څخه د وتو امکان شته؟ هو شته خو که موږ يې وغواړو!
له خفګانه د وتو په اړه ارواپوهان ډېرې لارښوونې لري او ډاکټران خو تل دا نارې وهي، چې ( خفګان د ناروغيو مور ده) که غواړئ چې له نورو ناروغيو په امان شئ له خفګانه ځان وساتئ.

څه چې تېر شوي هغه په ماضي کې خښ کړئ وايي ( ماضي هېره کړه، چې له ماضي سره زړه تړل لېونتوب دی). د راتلونکي په اړه فکر مه کوئ ځکه هر څه چې راځي هغه راتلونکي ده؛ ستاسې په خفګان هغه له تاسې نه ګرځي (له مستقبل سره زړه مه تړه، ځکه چې هغه لا راغلې نه ده) نو خفګان د څه لپاره؟

له خپګانه د وتلو يو مهمه چاره هغه د الله تعالی ياد دی، الله ج په قرانکريم کې فرمايي( الا بذکرالله تطمين القلوب)
ژباړه: همدغه د الله ياد هغه شی دی، چې په هغې سره زړونو ته اطمينان ور په برخه کيږي.

کله چې د غم او خپګان په دام کې ښکېل شوئ الله ياد کړئ؛ تر څو ستاسې غم محوه شي او زړونه مو روښانه شي.

وړو خبرو پسې مه ګرځه او په عادی چاره خپل زړه نه د غمونو صندوق مه جوړوه .( ډېر خلک وړې وړې خبرې، چې له سره د يادولو وړو نه وي، زړه ته نیسي او په دې سره ډېر دروند غم پر خپلو اوږو باروي. په وړو وړو خبرو خپل ژوند مه تباه کوه، په وړو خبرو پسې مه ګرځه ، دا پرېږده، خپله موخه ستره کړه، په ارزښتناکو کارونو ځان بوخت کړه او بیا وګوره چې غمونه دې درنه په کوم لوري مخه کوي او له څومره خوښيو سره مخ کېږې)( مه خفه کېږه، ۷۹ص )

بېکاره کېناستل هم غم او خفګان ترموږ رسوي وايي: ( د بېکاره انسان ماغزه د شیطان کور وي) انسان چې کله بېکاره شي؛ نو غم او خفګان ته مخه کوي شیطان هم ورته وسوسې اچوي او هر لور ته يې بيايي د نورو بد کارونه، چې ده سره يې کړي ور يادوي او د غچ په فکر کې کيږي او وايي هر رقم چې کيږي بايد غچ ترې واخلم همدا وي، چې ددې په اړه سوچ او خفګان کوي چې پايله يې په فساد بدليږي. تل ځان بوخت وساته. ځانته کار وګوره او په نېکو او له ګټو مالامال کار کې ځان مصروفه کړه ترڅو غمو نه خلاص شې. بزر جمهر وايي ( که کار کول زيار ګالل دي، نو وزګارتيا فساد دی).

ژوند چې څنګه دی هماغسې يې ومنه؛ ناکرارئ، انديښنې او خپګانونه د ژوند ملګري دي. انسان تل د دوی له لاسه خپه او زړه خوړينه وي. له حقايقو سره ژوند وکړه او خيالي پروازونه مه کوه نړۍ چې څه ډول ده هماغسې يې ومنه که غريب يې د شتمن کېدو لپاره غم او خپګان مه کوه، يواځې هرڅه ومنه او په تقدير باور ولره او کوښښ کوه نور هرڅه الله سموي.

يواځې ته نه يې چې غمځپلی او خپه يې، خپل شا او خوا هم وګوره ډېر غمځپلي به وګورې. په هر کور کې غوغا ده، هره سترګه نمجنه او هر کلي کې غم دی، څومره غم ځپلي دي او څومره صبر کوونکي، څومره ناروغان به داسې وي، چې له کلونو راهيسې له دردونو په بستره اوړي را اوړي او د درد له امله فرياد کوي! څومره بنديان به وي چې له کلونو راهيسې يې لمر نه دی ليدلی. دوی ته وګوره او زړه ته ډاډ ورکړه چې تر تا ډېر غم ځپلي او مصیبت وهلي شته، له ستونزو سره ځان داسې عادت کړه، لکه اوښ چې د صحرا له مزل سره عادت وي. نو د خپګان او خپه کېدو پرځای د الله شکر ادا کړه او ځان صبور که.

کله چې مصیبت درباندې راغلو نو ددې پرځای چې خپه شې او خپګان ته لاس واچوې، الله ته لاسونه لپه کړه او دعا وکړه ځکه ستا خپګان دغه مصیبت نه شي محوه کولی يواځينی څوک چې تا له دې مصیبته خلاصولی شي هغه الله دی، ځکه د مصیبت په وخت کې د عا قبليږي.

ایا ستاسې په خفګان سره دنيا ته کوم زيان رسيږي؟ که تاسې شپه او ورځ خفه وئ هغه کس ته چې تاسې يې دې حالت ته رسولي ياست څه ضرر ورسيږي ؟

ايا ستا خپګان به زمانه ودروي او لمر به له حرکت نه منع کړي، د ساعت ستنې به په شا تګ ته اړې کړي او سیند به خپلې سرچينې ته بېرته ستون کړای شي؟

مشر او کلاسيک شاعر خوشال خان په خپل يوه قطعه کې د خفګان د ختمولو لپاره څومره ښه ويلي دي چې د هر ارواپوه خبره او د هر ډاکټر نسخه به له دې خبرې خالي نه وي.
غم په زړه کې بد غليم دی
څو توانيږې خواروه يې
يا تيره توره واخله
خو چې وي همواروه يې
يا غمخوار چېرته پيدا کړه
ورته کېنه ښکاروه يې
يا فرياد فرياد فرياد کړه
ژاړه تار په تاروه يې
يا خوشال غوندې زړه راوړه
ځای یې کړه انباروه يې

چې خفګان هېڅ کار نه شي شوني کولی او هېڅ درد نه شي دوا کولی او هېڅکله درته څوک نه شي درکولی ولې يې په زړه کې ساتې؟ همدا نن دې ورځ ده خوشاله يې تېره کړه ‎، ځکه پرون تېر شو او سبا نه نه ته خبر يې او نه زه، نو خفګان د څه لپاره.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران