ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

د خپګان پریښودو لپاره دا ۶ حللاري عملي کړئ!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

خپګان یا ډپرېشن نن سبا په اکثرو ټولنو کي یوه له خورا جدي ناروغیو څخه ده. د څېړونکو په خبره لاندي حللاري کولای سي چي تاسي په خپګان له آخته کېدو څخه وساتي.

پلی تګ وکړئ

که مو خپګان شدید سوی نه وي، کولای سئ چي په پلي تګ کولو سره مو عادي حالت ته راوګرځئ. څېړونکي وايي پلی تګ کول په خاصه بیا د هغو کسانو له پاره چي غم او خپګان ورباندي راغلی وي مثلاً کوم دوست یا ملګری ئې مړ سوی وي، بېکاره سوی وي یا ئې طلاق اخیستی یا ورکړی وي – خورا ګټور دئ او که ستاسي خپګان له دغسي دباندینیو پېښو له وجهي وي، کولای سي چي ستاسي سره مرسته وکړي.

البته څېړونکي باور لري چي شدید خپګان هم کېدلای سي چي د دوا او درملو سره په څنګ کي په پلي تګ سره د خپلو ځانو د بهبود سره مرسته وکړي، خو هغه کسان چي د ور پېښو سوو پېښو په خاطر د شدید غم او خپګان سره مخامخ وي، له درختو څخه په یوه ډک طبیعي محیط کي په قدم وهلو، له غره څخه په راکښته کېدلو، یا د ساحل او ردوخانې پر غاړه په پلی تګ کولو سره کولای سي چي له دارو او درملو پرته خپل رواني صحت بیاځلي ترلاسه کړي.

ویټامین ډي واخلئ

د ویټامین ډي کمبود مو په وجود کي یوازي هډوکي نه کمزوري کوي، بلکي څېړونکي وايي چي کولای سي ستاسي په خپګان او ډپرېشن باندي هم تمام سي. څېړونکي د هغو څېړنو په ارزیابي کولو کي چي د ښځو په مورد ئې ترسره کړي دي، دا معلومه کړې ده چي د ښځو په وجود کي د ویټامین ډي کمبود د هغوی انرژي کموله او دوئ ئې په خپګان او ډیپرېشن آخته کولې. دا په داسي حال کي ده، چي خپه ښځو په ویټامین ډي سره د یوې دورې درملني وروسته ډېري کمي د ډيپرېشن نښانې لرلې او له رواني حالته ډېري ښې سوي وې.

رئیسان کېږئ مه

کېدای سي داسي تصور وکړئ چي په کار کي ارتقاء کولای سي چي تاسي رواني حالت بهتر کړي او هيلو او آرزوګانو ته ستاسي په رسېدو سره تاسي ته د خپه کېدو چانس په لاس در نه کړي. خو څېړونکو دغسي تصور غلط ښوولی دئ. هغوی وايي چي ښځي رئیساني تر ډېره په ديپرېشن او خپګان اخته کېږي.

د څېړونکو مطالعاتو ته په پاملرني سره، په هغو کارکوونکو ښځو کي د خپګان خپرېدا چي د استخدام، شړلو، یا د کارمندانو د معاشاتو او حقوقو اختیارات ورسره دي؛ یعني رئیساني دي د نورو ښځو په نسبت زیاته ده. دا په داسي حال کي ده چي د نارينه وو رئیس کېدل پر هغوی باندي برعکس تاثیر لري او نارینه چي دغسي یوه مقام ته رسېږي، ډېر کم په خپګان او افسردګۍ باندي آخته کېږي.

آسپرین Aspirin وخورئ

آسپرین او آیبروفین د خپګان او افسردګۍ ضد درمل نه دي خو د څېړونکو له نظره د خپګان مریضۍ تداوي آسانه کوي. د څېړونکو په وینا، التهاب کېدای سي چي رواني ناجوړۍ تر تاثیر لاندي راولي او په همدې خاطر د التهاب ضد درمل کولای سي چي د خپګان او افسردګۍ د درملني جریان آسانه او چټک کړي. د څېړونکو مطالعاتو ته په کتلو سره، هغه درمل چي په ورځ کي کارول کېږي لکه آسپرین او آیبروفین د بدن د التهاب په کمولو سره کولای سي د مریضانو پر روان باندي دغسي تاثیر وښندي او د هغوی رواني حالت بهتر کړي.

ایمان او باور ولرئ

حتمن به مو اورېدلی وي چي ټینګ باور او ایمان لرونکي کسان ډېر کم ناهیلي کېږي او د ژوند د سختیو په وړاندې همېشه ملا نېغه نیولې وي. د متحده ایالاتو د مک لین روغتون څېړونکي دغه ادعاء تائیدوي. هغوی په یوه څېړنه کي، په خپګان او افسردګي باندي مبتلا کسانو کي پر خدای باندي د ایمان او باور تاثیر وڅېړی او دا ئې معلومه کړه چي ایماندار او د عقیدې څښتنان ډېر کم په خپګان اخته کېږي او یا تر مریضۍ وروسته ډېر ژر بیرته سمېږي.

په دغه تحقیق کي چي پایلې نشر سوي دي معلومه سوه چي پر خدای ج باندي باور کولای سي چي د طبي درملنو نتایجو ته بهبود ورکړي. د یاد روغتون د دغه تحقیق څېړونکو په وینا، هغه کسان چي پر خدای ج باندې باور له متوسط څخه لوړ ته ارزیابی سوی دئ، د درملني په ډېرو کمو او لنډمهالو دورو کې خورا ښې پایلي ترلاسه کړي دي او د مریضانو حال ئې ډېر ژر سم سوی دئ.

ځانونه ډنګر کړئ

د ځانونو ډنګرول مو یوازي دا نه چي روغتیا تضمینوي او پر نفس مو زیاور زیاتوي؛ څېړونکي وايي چي ځان ډنګرول مو خپګان هم ختموي او په قلبي مریضو او د مغزي په سکتې د اخته کېدو د خطر د کمولو پر څنګ مو رواني سلامت هم زیاتوي. د دوئ په څېړنه کي تر ۶ میاشتو تېرېدو وروسته د وزن کمولو له پروګرامه او په سلو کي د ۸ سلني وزن په کمولو سره، د دې څېړني د برخوالو خپګان ډېر زیات را کم سو. نو که تاسي هم چاغ یاست او ورسره خپګان لرئ، د خپلي اضافي غوښتي او وازدي په لېري کولو سره د خپل خلق لوړولو له پاره کوښښ وکړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي