سینما او موسیقي

سلمان خان غواړي سدهو بیا د کپل شو ته راولي

د هند په زړه پورې ټلویزیوني پروګرام (دې کپل شرما شو) پروډیوسر او تکړه فلم جوړونکی سلمان خان هیله لري چې د دغه شو مهمه برخه نوجوت سنګ سدو به بېرته خپرونې ته راولي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ځواکونو تر برید وروسته د دغه هېواد پخواني کرکټر او سیاست پوه نوجوت سنګ خبرې نرمې وې او څه نا څه د پاکستان په ګټه ښکارېدې نو هماغه وه چې تر هغې وروسته هندوان د نوجوت په وړاندې راپاڅېدل او د (کپل شرما) له شو یې د نوموړي د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

دوی نه یوازې غوښتنه وکړه بلکې اخطار یې هم ورکړ که د خپرونې ترتیبونکې ډله نوموړي له خپرونې لرې نه کړي نو ټوله خپرونه به بنده کړي.
هماغه وه چې نوجوت سنګ له خپرونې لري او پر ځان ارچنا پورن سنګ د کپل شرما د شو غړی شو.

د نوجوت سنګ سدهو په لرې کیدو خپله کپل هم خفګان ښکاره کړی وه او ویلي وه چې د سدهو پاجي سره چې څه وشوه ښه نه دي شوي، نوموړي زیاته کړې؛ سدهو د ترهګرۍ خلاف دی او په دغه برخه کې د خپل دولت له پالیسۍ هم ملاتړی دی په خبره یې چې سدهو له شو ویستل د دغه مسئلې د حل لاره نه ده.

بل لور ته:
د نوجوت سنګ سدهو په ویستلو سره د (کپل شرما شو) په خپرونه کې کوم تغیر نه دی لېدل شوی، د مینوالو په کموالي کې هم کوم کمی نه دی حس شوی او د سدهو پر ځای تر اوسه ارچنا سنګ مینوال له ځانه سره ساتلي.

مګر د دغه مزاحیه خپرونې مینوال او خپله کوربه کپل شرما وایي چې د نوجوت سنګ سدهو شاعري یې په خپرونه کې ډېره یادیږي، ممکن همدا لامل وي چې سلمان خان غواړي سدهو بېرته ژر خپرونې ته راولي.

د یادولو ده چې په دغه خپرونه کې د ارچنا پورن سره یوازې د ۲۰ برخو کې د کار کولو تړون لاسلیک شوی، یعنې د سدهو بېرته راتلل هم دغه خپرونې ته ژر کېدونکې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی