sad-woman-umbrella-rainy-day

ژمنی خپګان، نښې یې او ترې د خلاصون لارې

ژمنې خپګان چې په لویدیځو هیوادونو کې یې موسمي خپګان هم بولي تر ډیره هغه افغانان متاثره کوي چې له لمرین افغانستان څخه اروپا او نورو هغو هیوادونو ته تللي چیرې چې لمر کم ، ورځې لنډې او وریځې زیاتې دي .

دا د موډ ( مزاج ) یو ډول ناڅاپي بدلون دی چې عمومي توګه په مني کې پیلیږي او د ژمي په لومړیو څو ورځو کې دوام کوي چې وروسته ورو ورو خپله راکمیږي .

په ځینو کسانو کې چې د ” ژور خپګان “ یا ډیپریشن نور ډولونه ولري تر پسرلي دوام کوي او ځینې وختونه ډیر ځورونکي وي .

مخکې له دې چې ددې رواني بې نظمۍ سره د مبارزې او درملنې پر لارو چارو وغږیږو ، راځئ علایم یې وڅیړو .

دا چې ژمنی خپګان د د ډیپریشن یا ژور خپګان یوه بڼه ده نو د ژور خپګان ځینې علامې د ژمني خپګان پر مهال لیدل کیږي .

ټوله ورځه بې دلیله خواشیني، اضطراب ، اندېښنه ، بې انرژيتوب له ژمنۍ مزاج بدلۍ سره تړلي دي . خو ځینې ځانګړي نښې یې په دې توګه دي .

خوب زیاتیدل :

کله چې د ژمې نښې پیل او ورځې په لنډیدو شي ، هغه خلک چې د ژمنۍ مزاج بدلۍ ستونزه ولري ، عموما یې خوب زیاتیږي ، سهار وختي ورته له خوبه پورته کیدل ستونزمن وي . او د ورځې په جریان کې هم د کسالت او بې خوبۍ احساس کوی .

ستوماني او کمه انرژي

د ژمي په پیل سره د ژمني خپګان لرونکي د ورځې په بهیر کې د کمزورۍ ( کمې انرژۍ ) ستړیا او ستومانۍ احساس کوي . په مټو او ورونو کې د درندوالي او ستومانۍ احساس هم ورسره مل وي .

له خلکو لرې او کم فعالیته

هغه کسان چې د ژمني خپګان ستونزه ولري عموما د ژمې په راتلو او د ورځو په لنډیدو له خلکو او دوستانو ورو ورو په ناخوداګاه توګه ځان راټولوي او له ډیرو هغه فعالیتونو چې د مزاج او طبعې ښه کیدو کې مرسته کوي لکه له دوستانو سره ناسته ولاړه ، بهر قدم وهل ، ټولنیزو غونډو ته تلل او نورو لاس اخلي .

عموما په دې وخت کې د ژمني خپګان لرونکي کسان یوازې هغه کارونه کوي چې ترې ډير غوښتونکي وي او یا پرې بل څوک فشار راولي . نور خپل خوښې فعالیتونه یې کمیږي .

بدخويي

عموما د ژمي په راتلو دا ډله کسان چې له ژمنۍ مزاج بدلۍ کړیږي ، بدخویه کیږي ، په وړو خبرو غوسه ، یا خپه کیږي او په وړو مسلو یې طبعه خرابیږي .

په اشتها کې ګډوډي

د ژمني خپګان لرونکي د ژمي په راتلو د خوړو لپاره د اشتها ګډوډۍ سره هم مخ کیږي . دوی ځینې ډیرخوره او یا هم کمخوره کیږي . خوږو ته یې ډیر زړه کیږي همدارنګه په ځینو نورو کاربوهادریت لرونکو خوړو پسې یې هم زړه سولیږي .

وزن اخیستل

د ژمني خپګان لرونکې عموما د ژمي په څو میاشتو کې ډیر وزن اخلي او د وزن اخیستلو دا بهیر تر پسرلي پورې ورسره مل وي .
لاملونه یې

د موسم او فصل په بدلیدو د وجود د بیولوژیکي ساعت بدلون ، د ورځو په لنډیدو د لمر او روښنايي کمیدل، د وریځو او بارانونو دوام ، په مغزو کې د سروتونین په نوم د هغې کیماوي مادې کمیدل چې مزاج او د انسان موډ ( طبعه ) تنظیموي ، هغه عوامل دي چې د ژمني خپګان د رامنځ ته کیدو سبب کیږي.

همدارنګه په ګڼو افغانانو کې ددې مزاج بدلۍ یو علت د( ویټامین ډي ) کمي هم وي په ځانګړې توګه اروپا میشتو افغانانو کې چیرې چې لمر کم دی او د غنم رنګه پوستکو لرونکي کسان د ګڼو ډاکترانو په وینا ژمي کې پوره ویټامین ډي نه شي اخیستلی .

که څه هم ټول خلک له دې فصلي خپګان سره نه مخ کیږي خو هغه افغانان چې په اروپا او نورو کم لمرو هیوادونو کې اوسي او همدارنګه هغه کسان چې نورې روانې ستونزې ، د خپګان کورنۍ تاریخچه او ځینې ټولنیزې او اقتصادي ستونزې ولري له دې خپګان سره ډیر مخ کیږي . همدارنګه د ژمني خپګان مسله په ځوانانو کې د مشرانو په مقایسه زیاته وي .

له ژمني خپګان څخه څنګه ځان وژغورو

که ډاکتر ته لاس رسۍ لرئ تر ټولو غوره داده چې له خپل ډاکتر سره مشوره وکړئ. ډاکټران عموما د ژوندبڼې د بدلون او په ځینو مواردو کې د خپګان ضد درمل ورکوي چې تر ډيره مرسته کولی شي .

خو پر دې سربیره څو داسې لارې چارې شته چې د ژمني خپګان لرونکو سره د ژمې په اوږدو کې د خوښ ، فعاله او هوسا اوسیدو کې مرسته کوي .

روښنايي او رڼا زیاته کړئ

هڅه وکړئ خپله شا او خوا روښانه وساتئ . هغه پردې او موانع کمې کړئ چې کور ته د روښنايي د ننوتلو مخه نیسي .
په کور کې څراغونه زیات کړئ او عموما داسې څراغونه وکاروئ چې ښه او زیاته روښنايي ورکوي . دا کار که افغانستان کې د بريښنا د کموالي له کبله ستونزمن دي په اروپايي هیوادونو کې د میشتو افغانانو لپاره چې ژمني خپګان هم په کې زیات دی ډیر ستونزمن نه دی . تاسو د څراغونو د پلورلو دکان کې داسې څراغونه په اسانۍ موندلی شئ چې روښنايي یې تر عادي څراغونو زیاته وي . دا روښنايي ستاسو مزاج په حیرانونکي توګه ښه کولی شي .

له کور او بندو ودانیو بهر ووځئ

ان که وریځ هم وي او لمر نه ښکاري د ورځې په بهیر کې د ورځې روښنايي ته له کوره بهر لږ تر لږه یو ساعت قدم وهل ستاسو د روښنايي اړتیا پوره کولی او موډ مو بدلولی شي . په ځانګړې توګه سهار له خوبه تر پورته کیدو سمدستي وروسته که بهر قدم ووهئ ډیر ښه اغیز لري .
ښه او پر وخت خواړه وخورئ

ښه او پر وخت خواړه د موډ په ښه کیدو کې مرسته کوي . د خوړو له وختونو مه تیریږئ او هڅه وکړئ چې پر ټاکلي وخت مناسب او ښه خواړه وخورئ . کافي اوبه هم د ورځې په اوږدو کې وڅکئ .

منظم ورزش وکړئ

تجربو ثابته کړې چې د ورځې لږ تر لږه دیرش دقیقي ورزش ستاسو د موډ او مزاج په ښه ساتلو کې تر بل هر څه زیاته مرسته کولی شي .

اړینه نه ده چې کوم کلب ته ورشئ او یا هم پرلپسې د فوټبال یا ولیبال لوبې وکړئ . خو که په منظمه توګه هره ورځ لږ تر لږه دیرش دقیقي قدم ووهئ او وجود مو په حرکت روالئ دا مو د ژمني خپګان او همدارنګه نورو رواني ستونزو علامې تر ډیره راکمې کړي .

 

beating-winter-blues

منظم او پر وخت خوب وکړئ

خوب هغه څه دي چې د انسان د روانۍ نظم تر ټولو مهمه برخه جوړوي . په خوب کې هر ډول بې نظمې ستاسو روانې سلامتي ډیره سخته ننګولی شي . په بیلابیلو وختونو ویده کیدل او ویښیدل تاسو د ژمني خپګان علامې پیاوړې کولی شي . هڅه وکړئ په یو ټاکلي وخت ویده او په ټاکلي وخت هره ورځ له خوبه ویښ شئ . د لویانو لپاره له اتو څخه تر نهو ساعتونو پورې خوب حتمي ګڼل کیږي .

کله چې ورځې لنډې وې سهار په داسې حال کې چې لا بهر تیاره وي له خوبه پورته کیدل اسانه نه وي . که د ویده کیدو کوټه کې مو څنګ ته څراغ وواوسي ښه ده چې له پورته کیدو نیم ساعت مخکې دا څراغ روښانه کړئ . په اروپا او امریکا کې میشت کسان کولی شي له بازاره داسې څراغونه واخلي چې په ټاکلي وخت خپله بلیږي . تجربو ښودلې چې سهار تر پورته کیدو مخکې کوټه کې روښنايي ستاسو د مزاج په ښه کیدو او د ورځې د چارو لپاره د طبعې په جوړیدو کې ډیره مرسته کولی شي .

ټولنیزې اړیکې او ناستې ولاړې زیاتې کړئ

له ملګرو دوستانو سره ناستې ولاړې ، په ټولنیزو غونډو کې برخه اخیستل او ځان په نورو ورځینو چارو کې فعال او بوخت ساتل هم د ژمني خپګان په له منځه تللو کې ډيره مرسته کوي .

د ژمني خپګان او موسمي مزاج بدلۍ سره پرې مبارزه وکړئ او د ژوند په چارو کې فعال ، بریالي او خوښ اوسئ .

له نورو سره مرسته وکړئ

له نورو سره مرسته نه یوازې تاسو بوخت او فعال ساتي بلکې سکون او حیرانونکې خوښې دربښلی شي .

دا چې له نورو سره مو مرسته کړې وي نو لیکنه له نورو دوستانو سره شریکه کړئ .