افغانستان ځوانان او زده کړې

د افغانانو د تعلیمي وضعیت په اړه د کم عمره، سباوون ننګرهاري لیکنه

لیکنه: ياران
اعلان

لیکنه: سباوون ننګرهاری

‎په هجرت او جلا وطنۍ کې د افغان مهاجرينو د ښوونې او روﺯنې پر وړاندې پراته خنډونه او ستونزې:

‎له تېرو څلورو لسیزو راپدېخوا مونږ افغانان که له یوې خوا په داخل کې د راتپل شوې جګړې قربانيان يوو؛ بله خوا د هجرت په ډګر کي مو هم ژوند د ډېرو ستونزو او کړاونو سره لاس او ګريوان دی

افغان حکومت ته پکار ده، چې په پاکستان او یو شمېر نورو هغو هېوادونو کې چې ډېری افغانان پکې د مسافرۍ شپې او ورځې تېروي، جدي پاملرنه وکړي، تر څو په نورو هېوادونو کې راغټیدونکي کوچنیان په علمي برخه کې هم سمبال وي.

‎که اوسنی حکومت په ریښتني توګه غواړي، چې راتلونکي نسل ته خوښي او هوساینه ورکړي او دغه راز د جګړې له سیوري خلاص، د امن او ورورولۍ ډالۍ په میراث کې پریږدي؛ نو دا لازمه ده، څو د معارف سکتور ته تر هر څه لومړیتوب ورکړي.

‎که څه هم له تیرو کلونو راوروسته د معارف په برخه کې یو څه پرمختګ شوی، ځینې پلانونه طرحې او تطبیق شوي؛ خو بیا هم د افغانانو تعلیمي سکتور له سختو ننګونو سره مخ دی.

‎ په تعلیمي ډګر کې مونږ د کمیت له لحاظه ښه پرمختللي یو؛ خو د کیفیت له لوري په ډیر بد وضعیت کې قرار لرو.

‎زه یې ځینو مشکلاتو ته په اجمالي بڼه ګوته نیسم چې په لاندې ډول دي:

‎لومړی: دننه په افغانستان کې د شته ناکراریو او جګړو له امله یو زیات شمیر ښوونځي تړل شوي. د راپورونو په اساس ویل کیږي، چې روان تعلیمي کال کې شاوخوا یو زرو شل ښوونځي تړل شوي، زده کوونکي یي د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي.

‎دویم: د ښوونې او روزنې کیفیت ډیر ښکته دی. زمونږ زده کوونکي چې له دولسم ټولګي څخه فارغ شي، یو شمېر یې دې اندازې ته رسیدلي، چې کتاب به له مخه هم نشي ویلی، املا یې نه وي زده؛ نور ساینسي او اجتماعي مضامین خو لا پریږده.

‎دریم: ځینې هغه زده کوونکي چې له یوې نه، یوې لارې لوړې زده کړې د سختو کړاونو سره سرته رسوي؛ خو د فراغت څخه وروسته ورته زمینه نه برابریږي.

‎دلته زه دا ویلی شم، چې دا لامل د دې کیدی شي، چې د زده کوونکو موخه د شهادت نامې تر لاسه کول وي، نه د تعلیمي کیفیت سره برابري، ځکه اکثره یې په دې باور دي، چې پوهنتون وایم نو څه به وکړم، ځکه چې کار اهل کار ته نه سپارلی کیږي او د حکومت چارې یې د ضوابطو په ځای په روابطو باندې استوارې دي. په دې سره د ځوانې طبقې ضمیر مجروح شي او له تعلیمي ډګر څخه یې زړه موړ شي او بیا خامخا ځان ته یوه بله لاره انتخابوي، چې هغه نه یواځې د ده د ژوند، بلکې د هیواد د تباهۍ لامل ګرځي.

‎څلورم: هغه ښوونځي چې کمپیوټر، لابراتور، کتابتون، د لوبو میدانونه، د څښاک پاکې اوبه، تشنابونه، چوکۍ، مېزونه او نورو اړونده اړتیاو ته لاس رسی لري، د ګوتو په شمیر دي؛ خو د هجرت په ډګر کې بیا بیخي صفر دي.

‎مونږ د افغانستان له حکومت، او د پوهنې په برخه کې له اړونده موسساتو او مسوولینو څخه په کلکه غوښتنه کوو، تر څو د تعلیم ډګر ته خپل پام را واړوي او په برخه کې ټول د یو واحد چتر لاندې همغږي ولري.

د نورو ښوونځیو جوړول، مسلکې ښوونکي روزل، ښوونکو ته که هغه نارینه وي یا ښځینه، د ښه امتیازاتو او معاشونو ورکول، د ښوونکو هر ډول اقتصادي ستونزو ته د حل ټټر وهل او د شته ظرفیتونو لوړوالي لپاره پلان جوړول هغه غوښتنې دي، چې پرځای کول یې اړین دي. که څه هم ستونزې زیاتې دي؛ خو حل یې ناممکن نه دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران