ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د صبر او ارامتیا په اړه د پوهانو خوږې خبرې

لیکنه: ياران

ژباړن: ذبیح الله رحیمزی

صبر
خدای(ج) صابران خوښوي. (قران کریم)

تر صبر پرته بریا نه شې تر لاسه کولای! (اسحق نیوتون)

که څه هم صبر ډېر تریخ وي، خو پایله یې خوږه وي. ( الفونس لامارتن)

په بلاګانو صبر د ژغورنې سبب ګرځي. ( ابن خلدون)

نېک کارونه دې هم په صبر سره وشي.(ایرانی متل)

نن صبر وکړه، سبا بریالی کېږې. (بالزاک)

هېڅ داسې ځوان نشته چې صابر وي او هېڅ بوډا نشته چې عجله کوونکی وي.(لئون تولستوي)

صبر له ونو زده کړئ چې د مني او ژمي ټول غمونه زغمي، کله پسرلی شي بیا وغوړېږي. (دانته)

دا سمه ده چې صبر د بریالیتوب لامل ګرځي، مګر دا بریالیتوب دعمر پر بیه تمامېږي. (بتهوون)

چې صبر ناک نه شې، نو پر ارزښت يې نه شې پوهېدای.(ګالیله)
د بې وزله صبر له شتمنیو ډېر دی.(مارک تواین)

صبر د بېړې دښمن دی او بېړه د ماتې سبب ګرځيدونکې ده.(الفرد نوبل)

دوه تنه دوو تنو ته صبر نه کوي، مین خپلې مینې ته او مور خپل زوی ته.
(شکسپیر)

ارامتیا
د پلار مټې او د مور غېږه د ټولو لپاره تر ټولو لوی او ارام ځای دی.
(ایډم سیمت)

یو نا ارامه روح کولی شي، په زرګونه جسمونه له ځانه سره نا ارامه کړي.
(سموئل ادامس)

انسان د دې نړۍ په نا ارامۍ او چیغو کې زېږي او د هغې نړۍ ارامتیا او سکون ته ځان سپاري.(ماکسیم ګورکي)

رښتینې ارامتیا د مور په غېږ کې د ماشوم خوب دی. (لارډ بایرن)

دا انسانانو د نا ارامتیا لوی علت د هغوی ډېرې غوښتنې دي.(کارلایل)

جسمي او رواني ارامتیا د یو بل پوره کوونکي دي، ډاډه اوسئ که چېرې لومړی یې راغی دوهم یې خپله راځي. (الکساندر پوشکین)

ارامتیا باید رښتینې او باطني وي، ځکه ظاهري ارامتیا فریب دی.
(دافنه دوموریه)

له هرچا سره په ارامۍ چلند کاوه، چې ترې وېره ونه لرې.(چارلز دیکنز)

پوره ارامتیا د طبیعت په لمن کې شونې ده.(پابلو پیکاسو)

د ارامتیا پسې مې ټوله نړۍ ولټوله؛ خو هغه مې په خپل کور کې وموندله.
(کنفوسیوس)

هغه ارامتیا چې په سختۍ یې ترلاسه کوې په اسانۍ یې له لاسه مه ورکوه.
(شاندورپتوفي)

له ناارامتیا پرته ارامتیا مانا نه لري.(بوریس پاسترناک)

ټول ارامتیا غواړي او بیا هم نا ارامیو ته لمن وهي.(چرچیل)

هغه ارامتیا چې د نورو د ناارامۍ سبب ګرځي ګناه ده.(موتزارت)

هېڅوک هغه ارامتیا ته چې دی یې غوښتونکی دی نه رسېږي، ځکه د ژوند مانا د تل لپاره هڅه ده.(چارلز داروین)

کله چې دخپل وجدان ارامه کړ، ارامتیا دې وموندله. (پال روبینز)

ارامتیا د سکون او ارامۍ په مانا نه ده یوازې یو خیال دی.(لینکلن)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران