عمومي نړۍ

کرملین وايي، امریکا په ”کوډو پسې ګرځي“

کرملین د امریکا هغه ادعاوې رد کړې چې چې ګوندې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې امر ورکړی و. د کرملین ویاند، دا د امریکا له خوا ” د ګوډو ایستل “بللي دي.

د کرملین ویاند ډیمیټر پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، ولسمشر ویلایمیر پوتین خبر دی چې د امریکا استخباراتي ادارو په وروستي روسیه ددې هیواد په انتخاباتو کې په لاس لرلو تورنه کړې، خو دده په وینا دا راپور د یادونې وړ کوم مهم ټکی نه لري.

د امریکا استخباراتي ادارو په یو وروستي راپور کې شخصا د روسیې ولسمشر ویلایمیر پوتین تورن کړی چې دامریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر مهال یې د ډیمواکراټانو د ملي کمیټې د ایمیلونو په رسوا کولو سربیره د ډونالډ ټرمپ په پلوۍ د ناسمو معلوماتو د خپراوي د کمپاین امر هم ورکړی و.

خو د کرملین ویاند ډیمیټري پیسکوف د مسخرو په بڼه ویلي، امریکایان په خپل تاریخ کې وخت ناوخت داسې په ” کوډو پسې “ ګرځیدلي دي.

نوموړې وویل دا ادعاوې چې روسیې او بیا د روسیې ولسمشر دې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاس وهنه کړې وي ګردسره بې بنسټه دي. د روسیې د ولسمشر ویاند زیاته کړې: دا ادعاوې په اماتوره کچه هم نه دي بلکې تر ډیره احساساتي دي.

د امریکا د اوسني ډیموکراټ ولسمشر بارک اوباما په مشرۍ د امریکا مشرتابه په دې باور دی چې د روسیې حکومت د جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ په پلوۍ د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لورې د بدلولو هڅه کړې. د ډیموکراټانو ایمیلونه یې هک کړي او رسوا کړي او په اینټرنیټ کې یې ناسم معلومات خپاره کړي.

ټرمپ په ښکاره د پوتین ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې خپله ولسمشرۍ کې به له امریکا سره اړیکې بهترې کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */