پوتین د روسیي هوايي ځواک ته د تیارسۍ امر کړی

د روسیي ولسمشر ولادیمرپوتین د روسيي هوايي ځواک ته د جکړې لپاره د تابیا نیولو امر کړی.

د روسيي دفاع وزیر سرګي شویګو ویلي، چې د ولسمشر پوتین په امر دفاعي ځواک خپلې چورلکې او وسلې چیک او ازمايي او جګړې ته تیاری نیسي.

د نوموړي په وینا د ولسمشر په دې امر کې د جکړې ټول دفاعي او پوځي سیستمونه چیک او ازمایل کیږي، څو وګوري، چې څومره جګړې ته تیار دي. د شویګو په وینا چې د سیستمونه چټک سمبالښت او د جکړې لپاره تیاری په سرعت سره روان دی.

د روسيې ځینو چارواکو ویلي، چې دا تیاری لا له وړاندې پیل شوي دي.

دفاع وزیر وړاندې وايي، چې د جکړې پر وخت د خبرداري سیستمونه، هوايي دفاعي ځواک، هوايي ډلبندي، او د هوايي بریدونو په شاه تمبولو سیستمونه تر جدي مراقبت او اروزنې لاندې دي.

روسیه په داسې حال کې خپل هوايي ځواک ته جکړې ته د تابیا نیولو امر کړی، چې ددغه هیواد او نړیوالو قوتونو ترمینځ اړیکې د ترنګلتیا حالت ته روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې پوځي کمپاین غندلی؛ خو ټرمپ خپله هم پوتین سره د نژدې اړیکو لرلو له امله تر سختو انتقادونو لاندې دی.

روسیه خپله د ناټو د یو شمیر غړو هیوادونو سره جدي مشکل لري.

روسيې د شوري اتحاد له ړنګیدو وروسته تیره میاشت تر ټولو سخت نظامي تمرینات وکړل. د روسيې د پوځي چارواکو په وینا چې روسیه به په ۲۰۱۷ کال کې خپل پوځي تهجیزات – ټانکونه، چورلکې، او وسلې – ډیرې کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */