روسیه وايي، د فرانسې په انتخاباتو مو کار نشته

روسيې هغه اداعاوې بې بنسټه بللي، چې ګنې روسیې دې د فرانسې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د نوماند ایمانول ماکرون پر ضد رسنیز او انټرنیټي بریدونه کړي وي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن سه شنبه رسنیو ته وویل، چې په روسیي چارواکو د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین کې د لاسوهنې تور بیځایه او بې بنسټه دی.

نظر پوښتنې ښيي، چې مارکون اوس د انتخاباتو دوهم مخکښ نوماند دی. میرمن لي پین بیا تر ټولو مخکښه ده. اغلې لي پین د اروپايي ټولنې سرسخته منتقده ده او د اوکراین لپاره د روسیې له پالیسې څخه ملاتړ کوي.

اټکل دی، چې ښاغلی ایمانویل ماکرون به وتوانیږي، چې اغلې لي پین څخه د مې د اوومې نیټې د دوهم پړاو ټاکنې وګټي.

د ماکرون د ډلي منشي ریچارډ فیرنیډ د فبروري په ۱۲ مه په روسیې تور پورې کړ، چې یو شمیر روسیې رسنۍ لکه ار ټي او سپوټنیک په ښاغلي ماکرون پسې ناسم خبرونه خپروي.

د نوموړي په باور روسیه دا کار ځکه کوي، چې ښاغلی ماکرون د اروپايي ټولنې ملاتړی دی.

فیرنیډ ادعا کوي، چې روسیه د میرمن لي پین او فرانکویس فیلن پالیسانې خوښوي او په همدې اساس د هغوې ملاتړ کوي.

نوموړي د فرانسې له حکومت څخه وغوښتل څو د اپریل د ۲۳ مې نیټې په ټاکنو کې د بهرنۍ لاس وهنې مخ ونیسي.

په روسیې د متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په پلوۍ د لاس وهنې تورونه هم لګیدلي دي. روسیې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هم خپل هر ډول دخالت رد کړی دی.

د کریملین ویاند پاسکوف زیاته کړې، چې دوې د نورو هیوادونو په کورنیو او انتخاباتي مسایلو کې لاس وهنه نه کوي او نه هم ددې کار اراده لري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */