سپورټ نړیوال کرکټ

د ویسټ انډیز پیاوړی الراونډر، هند سره له شل اوریزه لوبو بهر شو

انډري رسل چې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې خطرناک او نامتو الراونډردی او په منځنۍ برخه کې توپاني توپ وهنه نندارې ته وړاندې کوي، د هندوستان خلاف په شل اوریزه لوبلړۍ کې نه دی اخېستل شوی.
رسل د ټپ له امله په دغو لوبوکې نه لوبېږي.

اوس مهال کارلوس برېتوېټ په شل اوریزه لوبوکې ویسټ انډیزۍ لوبډله رهبري کوي او لوبډلمشري یې کوي.

تر دې وړاندې هندوستانۍ لوبدلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبولړۍ له ویسټ انډیز څخه وګټله او لومړۍ شل اوریزه لوبه چې د نومبر په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه هم، هندوستان په ۵ وېکټو وګټله.

د ویسټ انډیزۍ لوبډلې چېئرمېن یا مشر کورټني براون ویلي، چې رسل اوسمهال ټپي دی او نه شي کولی چې ولوبېږي.

رسل د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې د ننګرهار لیوپېرډز لوبډلې پېرلی و، چې یواځې یوه لوبه یې وکړه او بیا د اکټوبر په ۹ مه نېټه د خپل هېواد د لوبو د پیل لپاره ویسټ انډیز ته ستون شو او غوښتل یې چې له هندوستان سره لوبلړۍ پیل کړي؛ خو په دغو لوبوکې رسل ونه لوبېد.

رسل په خپل انسټګرام خپاره کړي وو، چې نوموړی د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ څخه د زنګون یا پښې د ټپ له امله بهر شو.

شی هوپ د هندوستان خلاف په یو ورځنیو او ټېسټ سیالیوکې د ویسټ انډیز لپاره رغوونکې توپ وهنه وکړه، چې دریمه یو ورځنۍ لوبه یې د همده د ښې توپ وهنې له امله په ۴۴ منډو ویسټ انډیز وګټله.

رسل چې د یو هېټر او بې رحمه ال راونډر په توګه په نړۍ کې شهرت لري د نړۍ مختلف کرکټ لیګونه د ده په توپ وهنه د کرېس ګېل په څېر ګرم وي.

نوموړی په آې پي ایل یا د هندوستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې د شاه رخ خان یا کلکتې لوبډلې سره لوبېږي، چې تل یې لوبډله په بې رحمه توپ وهنې د بریا تر کرښو رسولې ده.

نوموړي د ۲۰۱۸ م کال آې پي ایل سیالیوکې د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې پر وړاندې په ناک اوټ یا کواټرفاینل سیالیوکې بې رحمه توپ وهنه پیل کړې وه، چې راشدخان بیا د خپل ګوګلي توپ ښکار کړ او بولډ یې کړ.

اوس رسل د هندوستان خلاف سیریز کې وجود نه لري او تر ډېره پورې ویسټ انډیزۍ لوبډله له ستونزو سره مخ ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې