روغه سټه لوبې

”یوه ساعت منډه وهل اوه ساعته اضافي وخت درکوي. “

په امریکا کې د ایوا سټیټ پوهنتون ساینس پوهانو ادعا کړې چې یو ساعت منډه وهل په ژوند کې اوه ساعته اضافي وخت درکولی شي.

په ایوا پوهنتون کې دا نوې څیړنه اصلا د هغې بلې څیړنې تعقیب دی چې په ۲۰۱۴ م کال کې د امریکا د کارډیالوژي د کالج په ژورنال کې خپره شوې وه.

په دې څیړنه کې موندل شوې وه چې د ورځې ان له پنځو تر لس دقیقو منډه وهل هم د زړه او رګونو له ناروغیو څخه د مړینو خطر تر ډیره راکمولی شي.

په څیړنه کې د ورزش د یو انسیتیوت له خوا راټول شوي معلومات څیړل شوي وو.

اوس د ایوا سټیټ پوهنتون څیړونکو د منډې او ورزش د ګټو په اړه همدا څیړنه نوره هم پراخه کړې ده.

ددې خپرې شوې څیړنې لیکوال د همدې پوهنتون استاد ډوک چل لي دی.

لي او څیړونکې ډلې یې د پخوانیو مطالعاتو پر بنسټ نوې مطالعات هم ورسره یو ځای کړي او په نتیجه کې یې وايي د دوی مطالعات ښيي چې منظمه منډه وهل، د بیلا بیلو ناروغیو له کبله په ځوانۍ کې د مړینې خطر په سلو کې څلوېښت راکمولی شي.

دوی وايي مهمه نه ده چې یو کس څومره منډه وهي خو که منظمه او پرلپسې منډه ووهي په ځوانۍ کې په وژونکو نارغیو د اخته کیدو چانس یې د پام وړ راکمیږي.

په دې اړه د ۲۰۱۴ م کال په تحقیقاتو کې او په اوسنیو هغو دواړو کې تمرکز پر دې شوی چې منظمه منډه وهل د یو کس د عمر له اوږدوالي سره څومره مرسته کولی شي.

څیړنه وايي، هغوی چې په دې څیړنه کې یې برخه اخیستي، که منظمې ورځنۍ منډې ته دوام ورکړې، په ځوانۍ کې د وژونکو ناروغیو خطر په کې په ډیره اندازه راکمیږي.

د څیړنې لیکوال لي وايي، دې کې هیڅ شک نه شته چې منډه وهل تاسو له مرګه نه شي ژغورلی، خو دا بیخي ډاډمنه ده چې منظمه منډه د بې وخته مرګ او د اوسني عصر د زیاتیدونکو ناروغیو لکه سرطانونو او د زړه د ناروغیو په وړاندې تاسو ته د مبارزې وسایل درکولی شي او ددې وژنکو ناروغیو په وړاندې مو وجود مقاوم کولی شي.

نوموړی وايي، د دوی د موندنو پر بنسټ یو ساعت منظمه منډه ستاسو په ژوند کې اوه باکیفیته ساعتونه زیاتولی شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */