خواړه

د یوه سالم روژه ماتي لپاره داسې چمتوالی ونیسئ

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

کله چې لمر ښکته شي او لږه تیاره خوره شي، د ملا اذان وشي، دا وخت د روژه ماتې دی، چې د کور ټول غړي د خوراک څښاک لپاره تلوسه لري، دا روژه لرونکو خلکو ته د الله تعالی له خوا تر ټولو غوره شیبه وي.

سږکال هم روژه بیاه د ګرمۍ په موسم کې ده چې ورځې تقریباُ ۱۶ ساعته اوږدې دي، د ګرمې هوا له امله د لوږې او تندې زغمل هم اسانه کار نه دی، خو که چیرې د روژه ماتې په وخت کې دا لارښوونې عملي کړئ، نو روژه به درباندې ښه تېره شي:

۱- روژه ماتی له دوه دانو خرماو سره پیل کړئ، په تیره کله چې سردرد یا هم له سر ګنګسۍ ځوریږئ، په ډېرو حالاتو کې دا ډول سردردي په بدن کې قندو له کمښت نه رامنځ ته کیږي.

۲- په روژه ماتي کې په دې ځان ډاډه کړئ چې کافي اوبه مو تیارې کړي، د میوو اوبه له خوړو مخکې وڅښئ. دا کار په بدن کې د اوبو له کمښت نه مخنیوی کوي، همدارنګه د راتلونکې ورځې لپاره مو د بدن اوبه هم پوره کوي.

۳- یوه کاسه سوپ تیار کړئ، په روژه کې سوپ تر ټولو غوره خواړه دي، چې ترې استفاده وشي، ځکه سوپ معده د اصلي خوړو د هضم لپاره تیاروي دغه راز د اوبو جذب لپاره زمینه برابروي.

۴- تازه ترکاري تیاره کړئ، ځکه ویټامین، معدنې مواد او فیبر لري.
په روژه ماتې کې چې هر څومره چې په دسترخوان تازه ترکاري وي هغومره د خوړو خوند ډېر وي.
د تازه ترکاري مصرف په روژه ماتې کې د دې لامل کیږي چې بدن ته د سبا لپاره انرژي ورکړي.

۵- ډېر خواړه مه خورئ، دا چې په روژه ماتې کې بېلاپیل خواړه پخیږي، نو روژه تي د ډېرې ولږې له امله هڅه کوي چې ډېر خواړه وخوري، دا کار د سبا روژې لپاره یې ګټه نه لري.

په روژه ماتې کې د ډېرو خوړو یو زیان دا دی چې په معده بوج راځي، د ناسم هضم تر څنګ د ناروغۍ لامل هم کیږي.
په روژه ماتي کې لږ خواړه وخورئ، خو داسې خوړه چې انرژي لرونکي وي.

۶- د خوړو تر منیځ انډول په پام کې ولرئ، کله چې د روژه ماتې پرمهال خواړه خورئ، داسې خواړه ډېر مه خورئ، چې یوازې خواږه وي یا هم یوازې ترخه، په یادو خوړو کې کې مالګه، غوړ او قندي مواد ډېر وي. ښه ده چې په دې وخت کې له خوږو او ترخو په یوه اندازه استفاده وشي.

سرچینه: beytoote.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي