ټولنیز ژوند روغه سټه

څنګه روژې سره خپل وجود عیار کړو؟

لیکنه: صادق طارق

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

لکه څنګه چې ځمکه له یوه کرل کیدونکي تخم سره په اسانه او زر تطابق نه شي کولای او په کار ده چې وار د مخه ځینې امادګۍ د دغه تطابق لپاره ونیول شي؛ د انسان وجود هم له ځینو بدلونونو او له هغې ډلې روژې سره د توافق او عیاریدو په برخه کې عیناً ستونزه لري.

تاسې خپله به د یوه روژتي په حیث پخپل وجود کې د دغه مشکل نښې لیدلي وي، یا به د روژې له راتلو سره ناروغه شوي یئ، یا به مو خوراک ته زړه نه وي، یا به د خوب او کار له پلوه مشکل سره مخ شوي یاست او یا…
دلته به له دغو ستونزو د خلاصیدو ځینې لارې ـ چارې درسره شریکې شي.

خوب مو تنظیم کړئ!

د روژې لپاره د خوب یو ځانګړی پلان جوړ کړئ.
موږ دا کار ځکه نه شو کولای، یانې نه شو ویلی چې کله ویده او کله ویښ پاتې شئ، چې هرڅوک خپل روزګار او بوختیاوې لري.
تاسې خپلو دغو بوختیاوو ته په کتو سره داسې د خوب مهالوېش درته جوړ کړئ، چې د پېشنمي پاڅیدل، تراویح او نور عبادتونه مو د خوب کمیدو تشه بیرته پکې جبران کړي.

د اوبو څښاک ته تیاری

څېړنې ښيي، چې انسان د خوراکي توکیو له استعمال پرته څو اونۍ ژوند کولای شي، خو له اوبو پرته څو ورځې ژوند هم ورته ګران دی.
دې ته په کتو سره لازمه ده، چې په روژه کې هم تاسې د څلیرویشت ساعتونولپاره ځانته د دوه لیتره یا اته ګیلاسه اوبو د څښلو پلان برابر کړئ.
دا پلان د شپې په داسې وخت کې درته جوړ کړئ، چې تشناب ته بیا ـ بیا تګ لپاره ویښ اوسئ او د خوب مزاحمت مو ونه شي.

سوپ خوړل مه هېروئ

د ډېرو ډاکټرانو سپارښتنه دا ده، چې روژه کې هم د ماښام د روژه ماتي پروخت او هم د پیشنمي پر وخت خپل خوراک په سوپو پيل کړئ.
د دې کار ښیګڼه دا ده، چې معده مو په منظم ډول خوراک ته اماده کیږي او څه نه ورباندې بوج كیږي.
البته په افغانستان کې، چې د کور ټول کار معمولاً ښځینه کوي، دا ظلم مه کوئ چې سوپ هم پر هغو پاخه کړئ.
تاسې خپله هم کولای شئ له کاره تر وخته رخصتیدو وروسته هر مازیګر د سوپ تیاری خپله وکړئ.

ورو ـ ورو خوراک وکړئ

ورو ـ ورو خوراک هروخت، خاصتاً روژه کې ځکه ضرور دي چې معده مو تشه وي او یو ځل د زیاتو خوراکي موادو د ورتلو تاب پکې نه وي.
نو ښه ده چې غذا وروـ ورو وخورئ.

پروتین او کلسیم مه هېروئ

په روژه کې معمول ده، چې د ټولو وجود ته اړینو ویټامینونو او نورو اړتیاوو پوره کولو ته وخت او ځای نه وي، خو پروتین او کلسیم وجود ته ضرور دي او باید پام ورته وکړئ.
دا اړتیا د غوښې، لنبیاتو، حبوباتو او د چرګ د هګۍ په وسیله پوره کولای شئ.

درنې غذاوې مه کاروئ

ډاکټران وایي په روژه ماتي کې درنې غذاوې مه کاروئ، البته دا کار هروخت ښه ده، چې ورسره احتیاط وکړئ، خو روژه کې بیخي ضرور ده.
که بیا مو تاب نه کیده، روژه ماتي نه یو دوه ساعته وروسته د خپلې خوښې درانه خوراکونه هم وکړئ.

مالګه او اضافي دوا سره پام کوئ

په روژه کې مالګه استعمالول زیات ښه نه دي. همدا شان له اضافي دوا څخه هم ځان وساتئ، چې جانبي عوارض یې درته تاوان کوي او روژه ځپلی وجود یې نه شي برداشت کولای.

پیشنمی ضرور دی

ځینې یا د خوب په خاطر، یا په دې خاطر چې وزن یې کم شي، پېشمنی نه کوي.
خو دا درته تاوان کوي، تاسې دا کار مه کوئ.
په احتیاط سره د پېشنمني هغومره خوراک وکړئ، چې درته لازم دی.
د پېشنمي او روژې د غذایي رژیم په اړه د یاران په (خواړه) او ( روغتیا) برخه کې نور مطالب هم شته، ویې لولئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق