خواړه روغه سټه

هغوی چې روژه نیسي، زر نه زړیږي

 

روژه د الله تعالی له خوا د برکتونومیاشت ده او د مسلمانانولپاره د بخښنې ورځې دي.

د روژې په مبارکې میاشت کې د الله تعالی کتاب نازل شوی دی، په قرآن کریم کې د الله تعالی خبرې دي او دغه سپيڅلی کتاب قرآن کريم په اشرف الانبيامحمدصلی الله عليه وسلم نازل شوی دی اورسالت او نبوت پرې پای ته رسیدلی دی نوځکه د روژې میاشت ته د قران میاشت هم وایي.

درسول الله صلی الله عليه وسلم حدیث دی. ژباړه: روژه ونيسئ، روغتيا به ومومئ.

روژه برسيره پردې چې انسان الله تعالی ته نژدې کوي، جسمايې هم روزي. دا میاشت داسې روزنه ورکوي چې بل هیڅ عبادت اوياکومه بله کړنه داسې روزنه نشي ورکولای.

په دې میاشت کې وګړي یوډول انساني مسؤليت احساسوي اوپه ټولنېز ډول پکې همدردي، محبت او ريښتينولي پيداکېږي، د مریض صحت رغوي او له رنځونویې ساتي، غريب کې صبرپېداکوي، او مالداره غريب سره د مرستې او لاسنيوي درد پېدا کوي.

داحکمت نن ساينس ثابت کړ چې روژه د انسان بدن او صحت ته ډېره ګټه لري خوداسلام مبارک دين د نن نه په سلهاووکلونومخکې د دې میاشتې په ګټوپوره بحث کړی دی.

جدانسان بدن روژې ته ډېره اړتيا لري، روژه د انسان د هاضمې جهاز منظموي، او معده يې فعاله ساتي، حجرات يې ژوندي اوځوان ساتي.

ډاکټران وايې: مسلمانان بايدروژه ونيسي چې جسم کې یې زاړه حجرات له مينځه لاړشي، او اضافي موادو وتلو ته لار برابره کړي اوحجرات خپلې بيولوژيکې دندې په سم ډول ترسره کړي.

د ځېنوخلکو هغه خبرې سمې نه دي کوم چې وايې: روژه انسان کمزوری کوي، که چېرې روژه په معقوله طريقه لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم نيولې وه، ونيول شي، لکه: يوې مياشتې پورې په مسلسل ډول ديوې ورځې په انداز د جماع، خوارک، څښاک او نورپرېښودل شي نودانسان روغتيايې حالت کې به له مخکې حالته ډېر مثبت بدلونونه راولي، دغه ډول روژې نيول ډاکتران له ډېروپرلپسې ازموينو وروسته دې پايلې ته رسولي چې د شکر، وزن کمول، د بندونو درد،د ژر بوډا توب مخنيوی، جلدي ناروغیومخنیوی او هاضمې جهاز منظم او پياوړي ساتلولپاره يو بنسټيز او اغېزناک علاج دی.

روژه د شکرمرض مخنيوی په وقايوي او هم معالجوي ډول سرته رسوي.

روژه د پانکراس غدې ته ارام ورکوي، پانکراس هغه غده ده کومه چې معده کې د خوږو موادو د هضم لپاره انسولين افرازوي، ترڅويې په نشوي موادو بدل او نسجونوکې ذخیره کړي خو کله چې معده کې خواړه زيات شي د پانکراس غده يوډول ستړې کېږي او د خپلې دندې سرته رسولوکې سستيږي تر دې چې دخپلې دندې سرته رسولوکې پاتې راځي، بيا خواږه مواد له وينو سره يوځای کېږي، وينه کې خواږه مواد زیاتېږي، تردې چې د شکرې ناروغۍ اثارپه انسان کې پیداکېږي.

ځېنې ډاکټران د شکرې ناروغۍ درملنه د کيمياوې دواګانو پرځای پر روژه باندې کوي. ناروغ ته هره ورځ د لسونه زيات اوشلونه کم ساعتوپورې د نه خوراک اوڅښاک توصيه کوي او دا بايد تر درې اونيو پورې دوام وکړي او هره ورځ د خپلې روژې پای کې لږ لږ سپک خوراک باندې پیل وکړي، چې دې ازموينې د شکری ناروغی اخته باندې مثبتې اغېزې کړي.
روژه وزن کمولو لپاره يو ارزانه او مؤثره درملنه ده، خو په دې شرط چې ځينې اصول او لارښودنې په پام کې ونيول شي.

اول: د روژه ماتي وخت له ډېر خوراک نه ځان وساتل شي، او معده ډېره ډکه نه شي.
دويم: د روژه ماتي وخت کې بايدله غوښې، ډودۍ، او ترکارۍ او ورته درندو غذاګانو څخه ځان وژغورل شي، ځکه داپه معده باندې فشار واردوي.

روژه د انسان د وينې کلسټرول کموي، دا هغه ماده ده چې د انسان په وينه کې وي او زياتېدل يې د وينې په شيريانونو کې د رسوب سبب ګرځي، بالاخره رګونه تنګيږي او د وينو جريان کې خلل واقع کېږي،که د زړه رګونوکې واقع شو د زړه سکته اوکه عصبي رګونو کې واقع شوعصبي سکته پيښېږي.

هغه وګړي چې عمرونه يې د پنځوسواو ديرشوکلونوترمینځ وي، کله کله د پښواولاسونوبندونوکې پړوسوب او درد پیداکېږي، چې لاتر اوسه طب ورته کوم ځانکړی علاج نه دی پيداکړی.
د دې ناروغۍ علاج لپاره هم روژه بهترینه درملنه ده. که چېرې په يادې ناروغۍاخته ناروغان تر درې اونيو په پرلپسې ډول روژه ونيسي نوجسم به يې له هغو ناپاکواوزهري موادو څخه پاک شي، کوم چې ددې مرض سبب ګرځيدلی.

د زړه د اطمینان او ذهن د اراموالي لپاره روژه غوره درملنه ده، او همدارنګه روژه زیاتې ناروغۍ له مینځه وړي.

ډاکټر (الکیسس کارل) د روژې د ګټوپه هکله وایي: که څه هم د روژې نیولو په حالت کې انسان د لوږې احساس کوي او د ناتوانۍ اسباب یې برابریږي خو د وجود په دننه کې فعالیت رامینځ ته کېږي چې د وجود لپاره یې ګټه زیاته ده، په دې وخت کې دځیګرقندي مواد په حرکت راځي او هغه غوړچې د وجود په ځینو برخوکې زیرمه شوي وي، د وجود له ډېرو غدواتو تقویه کېږي.

ساینسپوهانواوطب څېړونکيوثابته کړې ده چې اسلامي روژه د ژغورنې او معافیت یا دبدن د مقاومت یو ډول دی چې د رنګارنګ ناروغیومخنیوی کوي، روژه ممکن د هغه بې درملنې ناروغیولپاره یواځینی علاج وي چې طب یې له علاج څخه عاجز وي لکه: د معدې سخت التهاب، په امیدوارۍ کې زړه تنګي، پرلپسې کانګې، د شکرې ناروغیو ځېنې ډولونه، د وینې لوړ فشار، د پښتورګو ناروغي، زړه ته د اکسېجن نه رسیدل، د هاضمې سیستم پرلپسې التهاب، د تریخې تیږه او داسې نور.

الله تعالی د روژې په میاشت کې د مسلمانانو لپاره څومره زیاتې ګټې ایښي دي اوپه روغتیایي لحاظ څومره له برکته ډکه میاشت ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */