ټولنیز ژوند روغه سټه

روژه او کمخوني

لیکنه: ياران

ژباړه: نسیمه محمدي

کمخوني یو له هغو ستونزو څخه ده چې ډېری خلک ورسره لاس او ګرېوان دي. دې مطلب کې غواړو پوه شو چې آیا کمخونه خلک کولای شي روژه ونیسي!
کمخوني او روژه یوبل پورې تړاو نلري. ځکه ډېری کمخونۍ د اوسپنې د کمښت له امله وي او هغه کسان چې دا ډول کمخوني لري کولای شي روژه ونیسي.

روژه نيول او کمخوني
لکه څنګه چې پوهېږو زیاتره کمخوني د اوسپنې د کمبود له امله وي، چې روژه نیول کومه ستونزه نه پيدا کوي.

د تهران د طبي علومو د انستېتیوت متخصصه ډاکټره سیما صدرای د دې مطلب په بیان چې د اوسپنې د کمښت له امله کمخونه خلک کولای شي روژه ونيسي، بیانوي:
باید پاملرنه وکړو نشو کولای ټولو هغو ناروغانو ته چې په یو ډول ناروغۍ اخته دي، د روژې په اړه یو ډول لارښوونه وکړای شو؛ ځکه چې هر فرد د عمر، جنسیت او د ناروغۍ د زیاتولي له اړخه د نورو سره توپیر کوي.

د اوسپنې د کمښت له امله کمخون ناروغان کولای شي د اوسپنې( تابلېت،شربت یا کپسول)په پېشنمي او روژه ماتې کې وخوري او روژه ونیسي او دا د روژې سره کومه ستونزه نلري.

البته هغه ناروغان چې د اوسپنې ذخیره یې ډېره ټيټه او مدام ضعف اوسست وي او د زړه ضربان یې ډېر وي، د روژې نیولو په اړه باید د روغتیا پال سره مشوره وکړي؛ ځکه دا ډول ناروغان د تلسمیا د ناروغانو بر عکس ورته توصیه کېږي چې د غوښې سره له ترش لیمو څخه په روژه ماتې کې ګټه واخلي.

د کمخونۍ لامل باید له ریښې تشخیص او هورموني تداوي شي.

ډېری کسان له روژه ماتې وروسته سمدستي یا له روژه ماتې سره چای څښي چې دا کړنه د کمخونۍ د ډېرېدو لامل ګرځي.

د رفلکس ټراپي سره په درملنه کې په ټول بدن کې یو ټکې په پام کې نیسي او په دې ټکي د مالش او فشار په واسطه نارامي له منځه وړلو هڅه کېږي چې د لاس د ورغوي او څلورو ګوتو د منځ په واسطه فشار په مېرمنو کې د رحم د عضلې د تقویه کېدو او د خونرېزۍ د کمښت لامل ګرځي.

همدارنګه مخکې له خوب څخه د ګیاهي غوړیو سره د پښو تلي غوړول د ورځې په جریان کې د وينې د چټک دوران لامل ګرځي او د روژې په میاشت کې د کمخونۍ له امله د سردردیو څخه مخنیوی کوي.

د سالم او وینه جوړونکي خوراکي رژیم درلودل د روژې په میاشت کې ډېر ارزښت لري. ډېری کسان له روژه ماتې وروسته سمدلاسه یا له روژه ماتې سره چای څښي چې کمخوني لا ډېروي.

ښه ده چې د چای د مصرف پر ځای چې د اوسپنې د جذب مخنیوی کوي، ګرمې اوبه د هیل یا دارچین سره وڅښئ.

اړین ټکي چې باید په روژه کې په پام کې ونیول شي:

–ډېری کمخونۍ د هغې تغذیې له امله دی چې په راس کې کمخوني د اوسپنې د کمښت ( په وینه کې د سرو کرویاتو جوړلو لپاره شتون لري) دي. دا کسان که په پېشنمي یا روژه ماتې کې د کمخونۍ دوا کاروي په روژه کې به ستونزه ونلري.

–د وینې د کمښت سره مخ کسان باید د اوسپنې څخه غني او د اوسپنې جذبوونکي خوړو څخه په بدن کې، ګټه واخلي. همدارنګه د چای له مصرف څخه یو ساعت مخکې او دوه ساعته وروسته له ډو‌ډۍ، کلکه ډډه وکړي.

–د اوسپنې د کمښت له امله کمخونه ناروغان باید، د سرې غوښې، ځيګر او حبوباتو څخه استفاده وکړي.

باید پاملرنه وکړئ که د سرې غوښې او حیواني خوړو کې موجوده ( اوسپنه) په ډېره آسانۍ سره د هضمي سیستم له لارې جذبېږي، مګر په بوټو او حبوباتو کې شته اوسپنه لږه بدن کې جذبېږي.

حللارې:

مستیاره، ډېر ګټور طبي بوټی دی چې هم په وحشي توګه او هم کرل کېږي، په آسانۍ کولای شئ له یوناني دوکانونو یې تر لاسه کړئ. ۵ تر ۶ ګرامه د دې بوټي پاڼې په یو لیتر جوش اوبو کې اضافه کړئ څو دقیقې جوش او وروسته یې پرېږدئ چې اوبه يې سړې شي.

اوبه یې صافې او د شاتو سره یې خوږې کړئ د سهار او ماښام څخه مخکې یو یو ګېلاس وڅښئ. دا جوشانده د کمخونۍ او ډنګروالي لپاره، ډېره ګټوره ده. انګور د اوسپنې، منګنیز په درلودلو سره د کمخونۍ لپاره ګټه لري؛ البته باید انګور خواږه او نازک پوستکې ولري.

روزانه د ۳ تر ۵ ګيلاسونو پورې د بارتنګ شربت کمخوني له منځه وړي.

۲۰ ګرامه تره د شاتو سره ګډ او روزانه ۲ تر۳ ګېلاسونو وڅښئ چې بشپړه او ښه درملنه ده.

۲۰ ګرامه اوربشې له پوستکي پرته په یو ليتر یخو اوبو کې ګډې او جوش کړئ اول ځل یې اوبه لرې توی کړئ، بیا ځلي یو لیتر اوبه ورزیاتې کړئ او ۱۵ دقیقې جوش او وروسته یې صاف کړئ او دوه وخته له ډوډۍ خوړلو وروسته یې یو یو ګېلاس وڅښئ.

هغه کسان چې کمخوني لري یوه ورځ تر منځ له ډوډۍ خوړلو وروسته دې ۵ تر ۶ عدده خام فندق وخوري.

د شین او بنفش خام کرم د سلاد په ډول مخکې له هر ځل ډوډۍ خوړلو وخورئ. د کرم پاڼې د کلسیم او ګوګرد درلودونکي دي چې د کمخونۍ لپاره ډېر ګټور دي.

د چهار مغزو د پاڼو یا پوستکي جوشانده د کمخونۍ لپاره غوره درمل دي.

سالم او مناسبو خوړو سره طبي بوټي کولای شي ډېری ناروغۍ معالجه او له ریښې له منځه یوسي، نو د دې معجزې څخه مه غافله کېږئ.

سرچینه: ٱسان طب

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران