سینما او موسیقي

رتیهک روشن او ټائيګرشروف په یوه فلم کې کار کوي

اعلان

د هندي سینما د ایکشن ښکلي فلم ستوري رتیهک روشن او ټائيګر شروف به ډېر ژر سره یوځای په یوه فلم کې راښکاره شي.

مینوالو یې له ډېر وړاندې دا تمه او غوښتنه لرله چې ټائیګر او رتیهک روشن دې په یوه فلم کې جوړه وګوري.

دا دواړه فلم ستوري به له نندارې ډک په یوه فلم کې سره جوړه په سکرین راښکاره شي، د دغه فلم نوم فلم جوړونکي د یوه ښکلي ټیزر یا لنډي ویډیو سره خپور کړی.

د وار(WAR)  په نامه فلم په دغه لنډکۍ ويډیو کې ټائیکر او ریتهک دواړه ښکلي جنګي ننداره وړاندې کوي، عجیبه خو یې لا داده چې د یوه بل سره ملګري نه بلکې د یو بل په خلاف جنګ کوي.

د دواړو فلمي لوبغاړو د خپل فلم دغه لنډه ویډیو یا ټيزر په ټولنیزه رسنیو کې خپور کړی او یو بل ته یې پيغامونه هم خپاره کړي.

ټايئګر په خپل اکونټ باندې ددغه ویډیو سره لیکلي؛ ریتهک ستا جنګ طریقه، یو څه زړه شوې، راشه له ما یې زده کړه چې څنګه وجنګیږي.

ریتهک یې په ځواب کې لیکلي چې په کومه نړۍ کې ته اوس پيل کوي په هغې یې له پخوا ماسټري تر لاسه کړې.

په ټولینزو رسنیو کې د دغه فلم ټيزر د خلکو د خوښي وړ ګرځېدلی او د فلم مینوال د دغه نندارې د لیدو لپاره په بې صبرۍ انتظار باسي.

د فلم وار لارښود سدهارت انند دی چې تر دې وړاندې یې د رتیهک روشن کامیاب فلم (بینګ بینګ) هم ډایریکټ کړی وه.

په دغه فلم کې د ټائیګر شروف او رتیهک تر څنګ واني کپور هم مهم رول لري.

اټکل دی چې دغه فلم د روان کال د اکټوبر د میاشتې په دویمه نېټه پر سینما ګانو باندې نندارې ته وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی