سپورټ فوټبال

د رونالډو تازه مرکه؛ وايي، ریال ماډریډ ته ځي، خو خپل تجارت به کوي

اعلان

ژباړه: فضل الله فضلي

کریسټیانو رونالډو د هسپانوۍ مجلې (ایکون) سره تازه مرکه کړې او ډېر نوي څه یې ویلي دي.

په مرکه کي رونالډو د خپل فوټبال نوي دوران په اړه خبرې کړي، چي داسي بریښي نوموړی به لا ډېر کلونه په فوټبال کي پاته سي.

رونالډو وايي:

«زه نوي کلب ته په تګ سره د خپل ځان ثابتول غواړم، څوک چي په یو مسلک اخته وي او دی نور صرف نظر کړي او ځان لوړ وښيي، نو خپل ارزښت به له لاسه ورکړي. نور خلک به هغه ته د مشر په توګه ونه ګوري. که څه هم هغه یو مشر و اوسي، خو څوک به په رښتني ډول کار ورسره ونه کړي.»

هغه زیاتوي:

«انسان باید همېشه نرم و اوسي، یو ښه ورزشکار همېشه خپل ورزش ته فکر او تمرکز کوي. زه په جیونټوس کي ښه یم او خلک وايي چي رونالډو کولای سي، خان ثابت کړي. ماد لته وښودل چي ما ولي او څنګه د سرو زرو پنځه بوټونه ګټلي دي.»

د رونالډو په وینا؛ د فوټبال په دور کې ډېر زیات فشارونه پرځان وړي، همدا لامل وو چي یې په منچسټر یونایټیډ کي په ۲۳ کلنۍ کي لومړی د سرو زرو توپ ترلاسه کړ.
په خبره یې دی د فوټبال د تاریخ هغه وخت ګران بیه لوبغاړی شو، چي ریال ماډریډ ته راغلو.

نوموړی زیاتوي:

«ریال ماډریډ ته ځم، خو د خپل تجارت لپاره. زه د ریال ماډریډ کلب سره مشکلات لرم، خو نور په ریال ماډریډ ښار کي مالي سوداګري ترسره کوم. ما د ریال ماډریډ کلب سره ډېر ویاړونه ترلاسه کړي او هسپانیویانو ماته ډېره مینه راکړې ده.»

رونالډو د خپل عمر په اړه:

«زه به فوټبال تر هغه وخت جاري ساتم، کله چي وغواړم پای ته یې ورسوم. زه شاوخوا د ۳۵ کالو یم، خو ختم نه یم، زه غواړم خلک حیران کړم او ځان ثابت کړم.»

رونالډو له فوټبال وروسته د خپلي اخري دندۍ په اړه په ځواب کې وویل چې دی به د فوټبال وروسته ددې لوبي یو روزونکی اوسي.

رونالډو اوس مهال د نړۍ د فوټبال یو تر ټولو مشهورترین لوبغاړی دی.

نوموړی د پرتګال هیواد دی، خو د فوټبال ډېر دوران یې د هسپانوي کلب ریال ماډریډ سره تېر کړی دی.

هغه تر دې دمه د اروپا د اتلانو لیګ ۴ جامونه، د لالیګا په سطحه دوه جامونه او همدارنګه د ریال ماډریډ تر ټولو غوره ګول وهونکی راغلی دی.

رونالډو تېر کال د ریال کلب څخه د ۱۱۷ میلیونه یورو په بیه د جیونټوس کلب سره یوځای سو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې