روغه سټه

د روماتیزم له ناروغۍ ځان ژغورل او درملنه

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

۱- روماتېزم څه ډول ناروغي ده؟
روماتېزم يوه دوامداره او خطرناکه التهابي ناروغي ده، چې د بدن پر کوچنيو بندونو يا مفصلونو حمله کوي.

۲- روماتېزم نښې نښانې
د طبي څېړونو په اساس د دې ناروغۍ نښې نښانې زياتره د لاس او پښو د ګوتو په بندونو کې ليدل کېږي. د دې ترڅنګ يې نښې نښانې مړوند، ښنګرو او زنګنو په بندونو کې هم ترسترګو کېږي. تبه، د ستړيا احساس، د وزن کمېدو او د یادې ناروغۍ تر ټولو غټې نښې دي.

همدارنګه روماتېزم په ۴۰ سلنه خلکو کې د بندونو ترڅنګ د بدن نور غړي او سيستمونه هم تر اغيز لاندې راولي لکه؛ پوستکي، سترګې، سږي، پښتورګي، زړه او رګونه.

۳- انسان څنګه په روماتېزم اخته کیږي
د روماتېزم د ناروغۍ تر اوسه پورې اصلي لامل نه دى څرګند، خو ډاکتران وايي د روماتېزم ناروغي هغه وخت منځته راځي چې زموږ د بدن دفاعي سيستم د بدن حجرو او نسجونو په مقابل کې په غلطۍ سره انتي باډي جوړه کړي او زموږ بدن تر حملو لاندې راولي، چې دغه حالت تهAutoimmune Reaction) ويل كېږي.

همدارنګه جنټيکي لامل يعنې د کورنيو په غړو کې روماتېزم او هغې ته ورته ناروغۍ. ځينې ويروسي او باکتريايي ناروغۍ چې د روماتيزم سبب ګرځي.

۴- له روماتېزم څه ډول ځان ژغورئ
ډاکټران لارښوونه کوي چې په روماتېزم اخته ناروغان دې له مستو، اچار، شړومبو، ډېرو سړو اوبو، رومي بانجانو او زياتو غوړیو له خوړلو ډډه وکړي.

۵ د روماتېزم درملنه
روماتېزم يوه تخريبي ناروغي ده، چې د درملنې امکان يې د ناروغۍ په پرمختللي حالت کې ناممکن دى، خو که چېرې د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو سره د دوو مياشتو په موده کې تشخيص او درملنه يې ترسره شي، نو د ناروغۍ څخه د ښه کېدو امکان يې ډېر زيات دي.

خو که چېرې تاسې يا ستاسو د کورنۍ په غړو کې پورتنۍ نښې نښانې ولېدل شوې، نو ژر تر ژره د روماتولوژۍ يا د بندونو د ناروغيو متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي