وزش او تمرین

رومن رائینز د ریسلینګ سره مخه ښه کوي

د ریسلینګ مشهور، ښکلی او قويترین ریسلر رومن رائينز خبر ورکړی چې له ریسلینګ سره خدای پاماني کوي.

دغه خبره خپله رومن رائنز په یوه مرکه کې کړې ده او ویلي یې دي چې په راتلونکو دوه کالو کې ځان له ریسلینګ څخه لرې وباسي، چې په خبره یې ریسلینګ سره تر خدای پامانۍ وروسته به یې ټول پام پر نورو پروژو او فلمونو وي.

باید وویل چې په هالیوډ کې د رومن رائینز لومړی فلم هوبس اینډ شا به د اکسټ د میاشتې په دوېمه ریلیز شي، په وروستیو کې په فلمي نړۍ کې د رومن پرمختګ هم حیرانونکی دی.

رومن ویلي چې په اوس وخت کې یې ټول فکر په ډبلیو ډبلیو آي باندې دی او غواړي ښه کارکردګي وکړي خو زیاتوي د کورنۍ حالت د غوره والي په خاطر غواړي په تدریجی ډول سره ځان له ریسلینګ وباسي او پر نورو کارونو ځان مصروف وساتي.

رائینز زیاته کړې چې په جسمی ډول ورته ځان بیخي صحتمند معلومیږي او راتلوونکو دوه کالو کې به خپل د WWE  کرئير نور هم پورته یوسي او پرمختګ به وکړي.

دی زیاتوي چې کمپنۍ او په بندخونو کې شته نورو ریسلرانو ته به د امکان تر حده یو څه ورکړي.

نوموړي ویلي که چېرته ورته په فلمونو کې کار کولو وړاندیز وشي نو په هغې کې به هم کار وکړي. ده زیاته کړې چې WWE په ریسلینګ کې ورته سخت مهالویش ورکړل شوی او د دغه بوج څخه نشی وتلی نو په همدې خاطر غواړي په راتلونکي کې ځان په نور څه بوخت کړي.

هغه وړاندې وايي په فلمونو کې کار کول ورته اسانه دي، که څه هم په دغه برخه کې لوستی نه دی خو په خبره یې د فلم جادو کشش لري نو په همدې خاطر به نوموړی د څه مودې وروسته د ریسلینګ دروازې بندې کړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی