سپورټ نړیوال کرکټ

بلاخره روهېت شرما د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ

کلونه وروسته د هندوستان پېلوونکي لوبغاړي روهېت شرما په یو ورځنیو لوبوکې د مسلمان الراونډور شاهد افریدي ریکارډ مات کړ.

روهېت شرما په ۱۸۷ یو ورځنیو لوبوکې توپ وهنه کړې، چې پکې یې ۲۰۰ شپږیزې پوره کړې.

روهېت شرما د ویسټ انډیزخلاف پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې، چې د نومبر په لومړۍ نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، شپږیزې ووهلې، چې خپلې شپږیزې یې تر ۲۰۲ پورې ورسولې.

تر روهېت وړاندې شاهد افریدي مخکښ و، هغه په ۱۹۵ پاڼیوکې په یو ورځنیو لوبوکې ۲۰۰ شپږیزې وهلې وې، چې روهېت شرما په ۱۸۷ پاڼیو کې ریکارډ مات کړ او د نوملړ په سرکې یې ځای ونیو.

روهېت شرما په منځني یا اوسط ډ‌ول په هره پاڼۍ کې ۱ اعشاره صفر اته شپږیزې وهلي دي.

په نوملړکې شاهد افریدي پسې دریم نوم د سهیلي افریقا د خطرناک توپ وهونکي ای بي ډیویلیرس دی، نوموړي په ۲۱۴ پاڼیو کې ۲۰۰ شپږیزې وهلي دي.

څلورم نوم بیا د نیوزیلېنډي برېنډن مکالم دی، هغه په ۲۲۸ پاڼیو کې ۲۰۰ شپږیزې پوره کړي دي.

پنځم نمبر بیا کرېس ګېل دی، هغه په ۲۴۱ پاڼیوکې ۲ سوه شپږیزې جوړې کړي دي.

ایم ایس ډوني بیا ۲۴۸ پاڼیوکې ۲ سوه شپږیزې وهلي دي او سریلانکایي سېنېت جایاسوریا بیا په ۳۴۳ پاڼیوکې ۲ سوه شپږیزې پوره کړي دي.

چې روهېت شرما تر ټولو چټک دی او له ټولو لوبغاړو یې نمبر وړی دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې