له نړۍ

تصويري: روهنګايي کډوال بيا ځل کډوال کړای شول

لیکنه: زیرک فهیم

 Zirak Faheem / Akrati bhatia 
AJK.MCRC JMI

د هند پلازمينه نوي ډهلي کې د روهنګيايي ګډوالو يوه کمپ کې اورلګېدنې د شاوخوا ۵۰ کډوالو کورنيو د کور سامانونه او توګي سوزيدلي خو ځاني زيان نه دی ور اوښتی.

د شاوخوا ۲۰۰ په شمېر دا وکړي، د پېښې سيمې ته څېرمه خوندي ځای ته انتقال شوی او په بې سرپناه کډوال کې اړمنې شپې ورځې سبا کوي.

تېر کال د مينمار په روهنګينا کې د رسنيو د راپورونو پر بنسټ د مذهبي تاوتريخوالي له امله لسګونه روهنګيايي مسلمانان هند ته راکډه شول، چې ډېر يې په ډهلي کې مېشت شول.

له دې ډلې شاوخوا ۵۰ کورنۍ د ډهلي ختيځ “مدن پور کادر” سیمه کې اوسېږي، چې وړمه شپه يې د اوسېدو کمپ کې اور ولګیده.

د ځايي پولیسو يوه افسر هيرندر چهوری وايي د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي

چهوري وويل دغو کورنيو ته د مرستو لړۍ پيل شوې ده.

بلخوا يوه کډواله نوربېګم وايې چې د اورلګېدنې له امله د ټولو کډوالو د کاله سامانونه او توکي سوزېدلي او دوی اوس په يو کډواله ځای کې اوسېږي.

نوموړې وويل: (( موږ اوس هيڅ نه لرو، هر ډول مرستې ته اړتيا لرو. نه د خوارک څه لرو او نه د کاله نور سامانونه.))
يوې بلې کډوالې هجرې وويل: ((د ډهلي هوا ګرمه ده، که موږ وړ توکي ترلاسه نه کړو ماشومان به مو په ناروغيو اخته شي. ))

د نوموړې په وينا يو شمېر مرسته رسوونکو ورته نن لپاره خواړه راوړي و خو دوی دوامدارې مرستې ته اړتيا لري.

د هند پلازمينه ډهلي کې د روهنګيا ګډوالو لسګونه نور کورنۍ د شاهين باغ په سيمه کې مېشت دي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

زیرک فهیم