روغه سټه

روژه کې څو روغتیايي سپارښتنې

ژباړه او لیکنه: شمیم اتل
1- هڅه وکړئ چې په شپه او ورځ کې لږ تر لږه اته ساعته خوب وکړئ. له دې سره به تاسو په کافي اندازه ذهني او فزیکي سکون ولرئ. کنه د روژې او بې خوبۍ دواړه فشارونه کې سره یو ځای شي، د ورځې په اوږدو کې به ځان ستړی او ډېر بې انژي احساسوئ.

2- له روژه ماتې تر سهاري لږ تر لږه اته ګیلاسه اوبه څښل ضرور دي، څو د ورځې په اوږدو کې د جودو د اوبو له کمي سره مخ نه شئ.

3- تر روژه ماتې مخکې یو څه قدم وهل یا بل یو سپک ورزش نه یوازې تاسو متحرک ساتي بلکې د روژې د اوږدې ورځې یوه برخه هم درباندې ښه تیریږي.

4- متوازن روژه ماتی وخورئ. خورما، سلاد، سوپ د ماښامنۍ له اصلي خوړو سره یوځای کړئ. هر څومره زیاته تازه میوه او ترکاري چې وخورئ صحت به مو ښه وي.

5- په ګڼو هیوادونو کې سږکال د روژې میاشت په توده هوا کې ده. هڅه وکړئ چې په د ورځې په اوږدو کې په یخ او ساړه ځای کې و اوسئ. که کار کوئ، هڅه وکړئ پر سر سیورې جوړ کړئ او د لمر له مستقیمو وړانګو ځان وساتئ. په سړو اوبو غسل، اودس او بیا بیا مخ و لاس وینځل هم تاسو سره مرسته کوي چې د ګرمۍ په وړاندې مقاوم و اوسئ.

6- که غواړئ د ورځې په اوږدو کې د عبادت او خپلو ورځنیو چارو لپاره کافي انرژي ولرئ نو پیشلمی مه قضا کوئ.

غیرې صحي عادتونه
7- په روژه ماتې کې پر یو وخت د ډیرو خوړو له خوراک ډه ډه وکړئ. ښه دا دی چې روژه په سپکو خوړو ماته کړئ او د ماښام تر لمانځه وروسته ورو ورو خواړه وخورئ.

8- له روژه ماتې او سهاري سمدستي وروسته مه ویده کیږئ. خپل وجود ته وخت ورکړئ چې خوړلې خواړه ښه هاضم کړی شي. د تراویح لمانځه اهتمام تر روژه ماتې وروسته پر ثوابونو سربیره روغتیا ته هم ډیره ګټه رسوي.

تنده څنګه راکمه کړئ؟

9- د روژه ماتې او سهاري ترمنځ په کافي اندازه اوبه وڅښئ څو مو د ورځې په بهیر کې وجود د اوبو له کمي یا ډیهایډریشن سره مخ نه شي.

10- د هغو خوړو خوارک کم کړئ چې سره شوي وي ، یا ډیره خوږه ولري یا ډیر غوړ ولري. که داسې وکړئ د ورځې په اوږدو کې مو تنده کمیږي.
11- له مالګینو خوړو ځان وساتئ. که د شپې ډیره مالګه لرونکي خواړه وخورئ د ورځې زر تږي کیږئ. مالګه په وجود کې د ډیرو اوبو د ضایع کیدو سبب کیږي. په ځانګړې توګه داسې وچې میوې د شپې له خوا مه خورئ چې مالګه ورسره ګډه شوي وي.

12- د مصنوعي جوسونو او شربتونو پر ځای چې رنګونه او خواږه لري، خپله تنده په ساده پاکو اوبو ماته کړئ. ځکه د شربتونه او نور غیرې طبیعي جوسونه قندي مواد لري چې که د شپې یې وڅښئ د ورځې مو د تندې د زیاتیدو سبب کیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */