خواړه روغه سټه وزش او تمرین

د روغتیا سربیره د مناسب اندام لرلو لارې چارې

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

هر څوک غواړي چې د ښې روغتیا سربیره ښکلې څیرې او ښه اندارم هم ولري. دا چې څنګه کولای شو د ښه صحت ترڅنګ ښکلې باډي ولرو نو دې لیکنه کې به پوه شئ.

۱- هغه خواړه چې روغتیا ته ګټه لري او اندام مناسب ساتي
– کېله: يوه عادي کيله تقريباً ۱۲۰ کالورياني لري. کیله د اندام په مناسب ساتلو کې رول لري، همدارنګه په دغه میوه کې موجود پوتاشيم د هضمې لپاره هم ګټور دي.

– وچه مېوه: په اکثرو وچو ميوو لکه بادام او کاجو کې په ۱۰۰ ګرامو کې تقريبا د ۵۰۰ او ۶۰۰ تر منځ کالوري موجوده وي. که هره ورځ يو موټی وچه مېوه وخورئ نو ډېره ګټوره ده.

– دال: هر ډول دال چې ستاسو خوښ وي، هغه وخورئ. یو کاسه پاخه دال د چرګ تر غوښې زيات پروټين لري، چې د روغ بدن لپاره خوړل یې مهم دي.

پنير: د ښه خوند تر څنګ په ۱۰۰ ګرامه پنیر کې تقريباً ۴۰۰ کالوري او په زیاته اندازه پروټين او کلسيم شتون لري.

کوچ: په مناسبه اندازه کوچ خوړل هم د روغتیا لپاره ښه دي.

مستې: يخې مستې تر شيريخ د روغتيا لپاره بهتر دی. په مستو کې پروټين او کلسيم موجود وي. که له تازه ترکارئ یا له سلات سره مکس وخوړل شي ګتې لا ډېریږي.

– شات: ګبین نه يوازې دا چې ښه خوند لري، بلکې له ناروغيو د بدن دفاع کوي.

– درې وخته ډوډۍ : هره ورځ درې وخته ډوډۍ وخورئ، سهارنۍ کيدای شي تر ماړه نسه وي. که کرار ډوډۍ وخورئ ژر د مړېدو احساس درته راځي. که غواړئ چې د ښه صحت لرونکي اوسئ له مړیدو مخکې ډوډۍ بس کړئ.

۲- د ښه صحت او ښه اندام لپاره دا کارونه هم مه هیروئ

خوب:
هڅه وکړئ چې په کافي اندازه خوب وکړئ، هغه کسان چې لږ خوب کوي، تر راپورته کېدو وروسته د لوږې احساس کوي. لږ خوب په بدن کې د لپتين هورمون چې په بدن کې د مړښت احساس توليدوي د کمېدو سبب کيږي او بدن ډېرو خوړو ته تیاره وي.

لامبل:
څیړنو ثابته کړې چې په يخو اوبو لامبل د بدن د وازګې ویلي کوي. په يخو اوبو کې لامبل د هغو وازګو ويلي کیدو لامل کیږي چې د ناروغیو سبب کيږي.

تشویش:
سترس یا تشویش مو هم روغتیا او هم اندام خرابه وي. تشویش د وزن په ډېرښت او کمښت کې مهم عنصر دی. هڅه وکړئ له بې ځایه اندیښنو ځان لرې وساتئ.

سپورت:
له ورزش پرته د ښې روغتیا او ښه اندام لرو تمه مه کوئ. قدم وهل او لامبو تر ټولو ښه ورزش دی.

نور بیلابیل ورزشونه هم، د صحت لپاره مثبتې اغېزې لري. هڅه وکړئ چې، اول خو هره ورځ ورزش وکړئ، کنه په اوونۍ کې خو لږ ترلږه درې ځلي او هر وار ۳۰ دقيقې هرومرو ورزش وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي