ټولنیز ژوند

د ټولنیز چلند او خلکو سره د روغبړ څو ښه عادتونه

لیکنه: غازي عابد

 

لیکنه: جیمز هافورلارین
ژباړه: غازي عابد

له خلکو سره خبرې او چلند هم خپل مهارتونه لري. هر څوک کوښښ کوي چې ښه چلند او په ښه ډول خبرې وکړي، خو زیات وخت نه بریالي کیږي، اما که څوک یې وغواړي کولی شي.

دلته دا څو خبرې درسره ددې لپاره هم زده کړئ چې کله له نورو سره مخ کیږئ، باید ورته پام مو وي:

۱- هر شخص سره په مسکا مخ شئ.

۲- د خلکو په اړه قضاوتونه او منفي نظر مه کوه.

۳- د خلکو نومونه زده کړئ او هغه وکاروئ. کله چې یوه نوي بلد شوي ته څوک نوم اخلي خوشحالیږي او ډاډ ترلاسه کوي.

۴- له هغو سره چې ژوند کې یې فکر نه دی پراخه شوی، زده کړې یې نه دي کړي (کم فکره، بې سواده یا کم سواده…) خلکو سره خبرې وکړئ. چې کارونه او چارې یې څنګه دي. ژوند پرې څنګه تیریږي او د همداسې نورو شیانو په اړه ورسره خبرې وکړئ.

۵- له پوهو، غټو، ناکامو او هوښيارو خلکو سره خبرې وکړئ؛ چې هغوی څنګه انګیزه لري، څه کوي او ولې یې کوي، څه ډول فکر کوي او کله چې له یو څه سره مینه ولري، څرنګه یې کوي، ولې بریالي دي…

۶- نورو ته ځان داسې وښيئ چې تاسې ورته ډیر احترام او لیوالتیا لرئ او د هغوی خبرې او کیسې په ډیر خوند اورئ.

۷- نورو خلکو ته ښې او سمې مشورې ورکړئ چې څو سمې پایلې ترلاسه کړئ.

۸- کله چې نور خلک درسره ستړي مشي کوي، بې اهمیته چلند ورسره مه کوئ، بلکې ارزښت ورکړئ، تاسې نور هم نرم شئ، مسکی شئ او نرمې خبرې او کیسې مو ورسره شریکې کړئ.

۹- ځیني خندونکي فلمونه او ټوکې هم وګورئ او ووایئ. په دې ځان پوه کړئ چې د نورو ټوکو ته باید څرنګه خندا وکړئ. بې تکلفه اوسئ خو دومره هم نه چې چوکاټونه مات کړئ.

۱۰- له خلکو سره بې ځایه بحثونه او مناظرې مه کوئ.

۱۱- له کوره بهر ووځئ. سفرونه وکړئ او چکر ووهئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد