روغه سټه کلتور او هنر

غېږ په غېږ کیدل دا جالبې ګټې لري

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

له دوستانو او ملګرو سره غېږ په غېږ کیدل، یانې په غېږ ستړي مه شي نه یوازې په اسلامي لحاظ د مینې او اخلاص زیاتیدو سبب کیږي؛ بلکې وروستۍ طبي او نورې څېړنې یې هم ګټورتوب څرګندوي.

په دې مطلب کې به د غېږ په غېږ کیدو یو شمېر مهمو ګټو ته اشاره وشي:

د بې خوبۍ او اضطراب په ورکیدو کې مرسته
د خوب کمښت د انسان د وجود سلامتۍ ته لوی تاوان کوي، دې نه علاوه د وجود پر نورو برخو هم بد تاثیر لري، تردې چې د زړه د ناروغیو سبب کیدای شي.

طبي څېړونکي وایي، که یو څوک داسې نیږدې ملګري او دوستان نه لري چې د غېږ په غېږ کیدو له لارې یې د خپلې بې خوبۍ او اضطراب کچه کمه کړي، کولای شي د خوب پر وخت له درنو پټو څخه ګټه واخلي.

د څېړونکو په باور، د وزن لرونکو پټوانو اغوستل د خوب پروخت انسان ته د غېږ په غېږ کیدو احساس او رواني ارامتیا ورکوي.

له مرګ څخه د وېرې کمول
مرګ طبیعي او حتمي دی، خو ځینې ترحده سخت ترې وېریږي او د رواني کشمکش له کبله خورا ډېر وېریږي چې زر به ومري.

د دې کشمکشونو یو دلیل د انسان یوازیتوب وي، د دې لپاره چې له دې کشمکشونو څخه خوندي اوسو، ښه ده چې دوستانو سره غېږ په غېږ ستړي مه شي وکړو او د یوازیتوب له احساس څخه ځان وژغورو.

له دوستانو سره په ستړي مه شي کې یو بل غېږ ته جوختول، لکه چې وویل شول یو اسلامي حکم هم دی.

د اشتها کموالی
ډېرځله، د ډوډۍ خوړلو پروخت موږ وږي نه یوو، خو له دې کبله ډېره ډوډۍ خورو چې هیجاني اوسوو. د دې لپاره چې اشتها مو کمه او د زیاتې اشتها له کبله د نورو ناروغیو مخه مو ونیسو، ښه ده چې دوستانو سره مخصلانه ستړي مه شي وکړو، رواني کشمکشونه او د اشتها زیاتوالی مو کنټرول کړو.

د اړیکو ټینګښت
د اړیکوکارپوه ډاکټر پام اسپار وایي، د غېږ په غېږ ستړي مه شې ساده حرکت د انسان د خوشالولو او د اړیکو د پياوړتیا لپاره ډېره ګټه لري.

د هغه په وینا، نه یوازې ملګري؛ بلکې د ژوند ملګري هم باید غېږ په غېږ کیدو ته زیاته پاملرنه وکړي.

دا ډول نیږدې والی عاطفي اړیکې خورا پياوړې کوي او یو بل ته د مینې او دوستۍ احساس لېږدوي.

پر ځان د ماشومانو باور زیاتوي
له ماشومانو سره غېږ په غېږ کیدل د دوی باور پر ځان زیاتوي. په خاص ډول کله یې چې پلرونه په غېږ كې نیسي، د ګرانښت او ارزښت یو ځانګړی احساس ورکوي.

نونه یوازې ملګري؛ بلکې خپلو ماشومانو او اولادونو سره هم د دوی د ځان باورۍ د پیاوړتیا لپاره ورسره غېږ په غېږ شئ.

د عضلاتو تمرین
د غېږ په غېږ کیدو پر وخت، معمولاً عضلاتو ته تمرین ورکول کیږي. یو بل ته کلکه غاړه ورکول ډېر ځله د عضلاتو د ماساژ سبب کیږي.

د دې لپاره هم یوبل په غېږ کې ونیسئ او په عامه اصطلاح د ملا ټکونه یې وباسئ.

د جنسي اړیکو ښه والی
هغه نارینه او ښځې یې چې یو بل په غېږ کې کلک نیسي، ښې جنسي اړیکې لري.
د دې لپاره، چې ګډ ژوند مو ښه وي، ښه ده چې د ژوند ملګری/ملګرې مو په غېږ کې ښه کلک ونیسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي