روغه سټه

د روغو وېښتانو لپاره ۸ لار ښوونې چې ویل کیږي ګټورې تمامیږي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

انساني فطري غوښتنه دا ده چې د ښکلي مخ ترڅنګ د سر ویښنان یې هم ډېر وي.
ځکه ښکلي وېښتان د انسانانو د ښايست او جذابيت لپاره ډېر مهم بلل کيږي. راځئ د وېښتانود روغتيا لپاره ۸ وړاندېرونه عملي کړئ:

۱- متوازن خوراک وکړئ
د وېښتانو د ښه صحت لپاره متوازنه غذا ډېره مهمه ده. په بدن کې د مهمو مالګو او ويټامینونو کمښت پر وېښتانو هم منفي اغېز لري. سابه، کبان يا ماهي، ميوه او ورته ښه خوراک د ټول بدن او په همدې شان د وېښتانو د روغتیا لپاره ګټور وي.

۲- سپورټ او آرام وکړئ
دوامداره ذهني فشار په مستقيمه توګه پر وېښتانو اغیز کوي. څیړونکي وايي سپورټ او اړين ارام د ذهني فشار په کمولو کې مرسته کوي چې د نورو ګتو تر څنګ وېښتان هم روغ ساتي.

۳- د وېښتانو رنګول زیان لري
د وېښتانو رنګونه کيمياوي اجزا لري. تر ډېر وخت پورې د وېښتانو بدلوونکي رنګونه د وېښتانو تر بيخ پورې رسيږي او له همدې کبله زيانمن وي.

۵- ږومنځولو ته یې پام وکړئ
د وېښتانو د ږومنځولو لپاره د وېښتانو د ښه برس يا ږومنځې اهميت ډېر وي. هغه برسونه چې له طبعي موادو څخه جوړ شوي وي، زيات ګټور وي. د ښه ږومنځې په مرسته د سر د جلد غوړي په ښه توګه تقسيمېدلای شي. ږومنځ او د ورېښتانو برس بايد هميشه پاک وي.

۶- د کنډیشنر، کارول کې احتياط وکړئ
کنډيشنر شامپو ته ورته يو ډول هغه موادو ته ويل کيږي چې له شامپو وروسته وېښتان پرې وينځل کيږي. د کنډيشنر د استعمال وروسته لنده وېښتان په آسانه ږومنځيږي ولې چې دغه مواد پر وېښتانو يو ډول سطحه پرېږدي.

۷- وېښتان غوړ کړئ
د وېښتانو او د سر د جلد يا پوستکي غوړول یا مساژ کول ګټور ثابتېدلای شي. خو څوک خپل کنډيشنر يا د وېښتانو د غوړولو مواد پخپله هم جوړولای شي. که څوک د لمرګل یا افتابپرس څو قاچوغې غوړي او د ليمبو لږ اوبه يوځای کړئ نو ورڅخه وېښتانو ته ښه کنډيشنر جوړولای شي.

۷- ویښتان زر مه وچوئ
په ټوکر د لندو وېښتانو وچول يا پکې د وېښتانو پېچل د وېښتانو روغتيا ته زيان رسوي. همدارنګه په ډېره زياته ګرمه هوا کې هم د وېښتانو وچول هم ګټور نه وي. له همدې کبله په طبیعي توګه وېښتان پرېږدئ چې پخپله وچ شي.

۸- وېښتان سم ووينځئ
د وېښتانو د مينځلو له مخې د هغوی ږومنځول هم ګټور ثابتېدلای شي. د شامپو يا صابون لګولو وروسته بايد وېښتان په ښه توګه په اوبو ووېنځل شي چې صابون يا شامپو پکې پاته نه شي. په زياتو ګرمو اوبو وېنځل وېښتانو ته زيان اړوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي