ټولنیز ژوند روغه سټه

د روغو خلکو ځانګړنې؛ دا ډول خلک ډاکټر ته هیڅ اړتیا نه لري

لیکنه: صادق طارق

اوسنۍ نړۍ له ناروغیو ډکه ده؛ ډېر خلک یو څه چې په یوه وخت مختلفې ناروغۍ لري.

له دې سره داسې خلک به هم وي، چې هیڅ ناروغي نه لري او هیڅ یې ډاکټر ته اړتیا نه پیدا کیږي.

دا خلک څوک دي، څه ځانګړنې لري او ډاکټر ته یې د اړتیا نه پیدا کیدو دلایل څه دي؟

دلته به په همدې اړه وپوهیږئ.

ـ هغه ښځینه تر ډېره ډاکټر ته د تګ اړتیا نه لري، چې میاشتینۍ ناروغۍ، ولادت او نور یې په نورماله بڼه وي او کوم مشکل پکې ونه لري.

ـ هغه کسان چې ګڼ ویښتان او کلک نوکان لري، دوی هم ډاکټرانو ته د زیات تګ اړتیا نه پيدا کوي.

ـ هغه خلک به هم ډاکټر ته کم ځي، چې انرژي یې زیاته وي. هر سهار له پوره انرژۍ سره ویښیږي، ورزش کوي، تحرک لري او د وجود ویټامینونه یې پوره وي.

ـ هغه خلک، چې په رواني لحاظ خپل احساسات د نورو له احساساتو سره همغږي کولای شي، ښې ټولنیزې اړیکې، متقابل درناوی او آرامه ذهن لري. دوی هم ډاکټرانو ته د تلو زیاته اړتیا نه پیدا کوي.

ـ د کومو کسانو، چې سر نه خوږیږي او سترس نه لري، دوی هم ډاکټر ته په تګ دومره نه مجبوریږي.

ـ د غوره تنفس لرل هم د نه ناروغیدو او ډاکټر ته د نه تګ یوه نښه ده.

ـ د وینې د جریان ښه والی هم له هغو دلایلو دی، چې ډاکټرانو ته ستاسې د نه تګ اړتیا ختموي. که د وینې جریان سم نه وي، وجود به مو یو ډول سوزیږي، نارامه به یاست او د بې حسۍ او کمزورۍ احساس به لرئ.

ـ د ناروغو خلکو ساه یو ډول توند بوی لري، که ستاسې ساه داسې نه وه، په ناروغانو او ډاکټر ته په ورتلونکو مراجعینو کې زیات نه حسابیږئ.

ـ روغ کسان همدا چې سهار پاڅیږي، تر ماښامه ارام او پرانرژي وي. د ناروغو بیا تر غرمې لږ وضعیت ښه وي، نور ستړی او بې دمه شي.

ـ د روغو خلکو یو خاصیت دا وي، چې پوستکی یې تازه او جذاب وي. دا کار هم ارثي عوامل لري، هم چاپېریالي او هم ستاسې د وجود له نورو برخو سره تړلې موضوع ده.

ـ د روغو خلکو سترګې ځلیږي، د ستړیا او خوبولتوب نښې نه لري.

ـ د روغو کسانو د وینې غوړ هم نورمال وي او له دې اړخه نه ځوریږي.

ـ هغوی چې زړه یې نه بدیږي او د زړه بداوي احساس نه لري، دوی هم له ناروغیو زیات خوندي دي.

ـ ډاکټر ته له تګه بېزاره خلک منظم ورزش کوي، خپله د ځان ډاکټري او حفاظت ترسره کوي.

ـ داسې خلک خپلې تغذیې ته هم خاص ارزښت ورکوي.

ـ روغ خلک کافي استراحت کوي.

ـ دوی د مهالوېش له مخې ژوند کوي او کولای شي حتا نیږدې دوستانو ته هم ځینې وخت( نه ) ووایي څو د کار او پلان مزاحمت یې ونه شي.

ـ روغ خلک سپین ـ سپین غږیږي، د زړه خبرې خولې ته راولي.

ـ نورو ډاکټرانو ته د تګ او درمل خوړلو پرځای د خپلو ستونزو رواني عوامل لټوي او وخت په وخت رواني ډاکټرانو سره کیني.

ـ د ژوند ښکلی او په زړه پورې سبک لري.

ـ نورو سره مرسته کوي او نورو نه مرسته غواړي. ستونزو ته په یوازې ځان نه غاړې وځي.

ـ موسیقي اوري او ښه ذوق لري.

ـ خوب او تفریح یې منظمه وي.

ـ ترخه خوراکونه کوي.

ـ له منفي خلکو لیرې ګرخي.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق