ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې

باتعلیمه ښځه د کور بله ډیوه

لیکنه: شپنه سلګۍ

انسان یو اجتماعي ژوندى موجود دی، په ټولنه کې انسانان یو بل ته اړ دي، دا اړتیا د ژوند په هره برخه کې ده لکه:

اقتصادي ، ساینسي ، فزیکي ، هنري اوداسې نور …

په افغاني ټولنه کې اکثره ښځه د نارینه په اوږو بار پاتې شوې. که څه هم اسلام ښځې ته د کار او کور دواړو حق ورکړی دی او ټوله نفقه يې پر سړي حق ګرځولې ده. ښځه په افغاني ټولنه کې محبوسه ده ، زنداني ده ، ژوند او فکر یې منحصر دی ….

زما له افغاني ټولنې څخه موخه زموږ د ولس اکثریت دی.له زندان او حبس نه مې موخه په کور د ښځې ناسته ده. اسلام هيڅکله نه دي ویلي چې تاسې مېرمنې په کور کینئ ! که يې ویلی وای ، نو بیا دا امر واجب و او ټولې مېرمنې باید په کور ناستې وای، خو میرمنو سوداګري کړې ده، میرمنو په جګړو کې یې برخه اخیستې چې تر ټولو سخت کار دی . د عمربن الخطاب په زمانه کې د الشفاء په نامه يوې مېرمنې په بازار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دنده پرغاړه لرله …

هغه کورنۍ چې خپلې لورګانې د بې سوادې په تیارو کې ساتي له هر پلوه هغو کورنیو څخه پاتې وي چې په خپلو لورګانو تعلیم کوي

ښځې په سیاسي چارو کې برخه اخیستې، حتی مشرکانو ته يې پناه ورکړې او ترې قبوله شوې هم ده، ښځې ته په اسلام کې تر ټولو عظیم درناوی شوی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دا و چې ښځه به نه وژنئ او د حنفیانو په مذهب که ښځه مرتده هم شي وژل يې روا نه دي.

خو په افغاني ټولنه کې بیا ښځې ته په بده سترګه کتل کیږي، دلته په کلیو کې اوس هم ځينې کسان وايي چې د ښځې لپاره يا ګور دی او یا کور. دا خبره نه خدای کړې نه يې پيغمبر( ص) کړې او نه کوم صحابي کړې، دا بې کتابه او بې دلیله خبره ده.

ښځه چې په کور ناسته ده او کار نه کوي، مېړه یې نفقه پرې کوي. که ښځه خپله کار وکړي نو د حنفي مذهب سره سم بیا ښځه پر مېړه د نفقې حق نه لري، یعني د ښځې دغه حبس او زندانیتوب د نفقې په به بدل کې دی. که د ښځې لپاره مصئون چاپيریال وي باید کار وکړي او خپله لاسه يې وخوري ، ځکه چې لوړ لاس له ټيټ لاس نه غوره دی او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم وینا ده.

په ښارونو کې دا ستونزه تر ډېره حل ده خو په کلیو ، بانډو او لرې پرتو سیمه کې ډېره جدي نیول شوې ده، حتی خپل لور باندې سبق هم نه وايي، وايي ښځې چې قلم لاس کې واخیست هغه لعنتي شوه.

زه د دې خلکو منطق ته حیرانه یم، په یوه سیرت کې مې لوستلي وي چې د عمر بن الخطاب لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم میرمن حفصه لیکواله وه، په مدینه کې ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه یهودي استاذه ونیوله چې خوش نویسي ورزده کړي، د قران یوه نسخه هم له دې سره ځکه امانت کېښودل شوه چې په لیک لوست پوهېدله.

هغه کورنۍ چې خپلې لورګانې د بې سوادې په تیارو کې ساتي له هر پلوه هغو کورنیو څخه پاتې وي چې په خپلو لورګانو تعلیم کوي، که غواړئ ، چې وطن مو پرمختګ وکړي!

که غواړئ! چې د نورو له منتونو خلاص شئ!

که غواړئ چې په هېواد کې مو امن راشي!

که غواړئ چې د بچو راتلونکی مو مصئون وي!

که غواړئ چې تاسې د نورو خلکو په ولو بار نه شئ!

نو په خپله هم علم ترلاسه کړئ ، په خپلو لورګانو او خویندو باندې هم زدکړه وکړئ او د دوي له سترګو د جهالت تور نقاب د همیش لپاره لرې کړئ!

ښځه د کور ښکلا ده ، کومو ښځو چې تعلیم کړی وي ، دوي نو د کور بلې ډيوې دي او همدوي کولای شي ، چې خپل اولادونه سم ورزوي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شپنه سلګۍ