سپورټ نړیوال کرکټ

د نړۍ په کچه مالداره کرکټ بورډونه

هندوستان
د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره یا د هندوستان کرکټ بورډ په نړۍ کې تر ټولو بډایه یا مالداره کرکټ بورډ دی؟
دا بورډ په ۱۹۲۸ م کال کې تاسیس شوی دی، مرکزي دفتر د هندوستان په ممبيي کې دی (سی کی کانا) یې اوسنی مشر دی.

کله چې هندوستان په ۱۹۸۳ م کال کې د لومړي ځل لپاره نړیوال پنځوس اوریز جام وګاټه؛ نو کرکټ په هندوستان کې د پرمختګ پر لور روان شو.

د هندوستان کرکټ بورډ د کرکټ د لا پرمختګ لپاره آې پي ایل کرکټ لیګ تاسیس کړ او اوس په هندوستان کې د کرکټ مینه وال تر نورې نړۍ زیات دي.

دا کرکټ بورډ د شخصي کمپنیو له خوا هم سپانسر کېږي، چې د اپو په نامه د برِښنایي توکو شرکت،
پی ټي ایم شرکت، نایک په نامه صنعتي شرکت، پېپسي شرکت، هایونډی موټرکمپني او جنالکشمي مالیاتي خدماتو شرکت یې لوی مالي ملاتړي دي.

هندی کرکټ بورډ اوسمهال د نړۍ په کچه بډایه کرکټ بورډ دی، دا بورډ اوسني وخت کې ۲۹۵ ملیونه ډالره بودیجه لري.

سُهیلي افریقا
د سهیلي افریقا کرکټ بورډ هم یو دولتي کرکټ بورډ دی، دا بورډ په ۱۹۹۱ م کال کې د سهیلي افریقا د متحده کرکټ بورډ په نامه تاسیس شو، چې وروسته یې بیا نوم کرکټ ساوت افریقا ته بدل شو.

د سهیلي افریقا کرکټ بورډ اوسمهال په نړۍ دوهم بډایه یا غني کرکټ بورډ دی، دا بورډ ۷۹ ملیونه ډالر بودیجه لري.

د سهیلي افریقا ډېری لوبغالي د کرکټ د لوبو د نشر حقوق او اجازه لري.

د سهیلي افریقا کرکټ بورډ هم زیات مالي ملاتړي یا سپانسرز لري، د افریقا معیاري بانک، سنف ائيل سیریز، کی ایف سي، نیو بېلېنس اټلېټېکس، کېسټل لېګر، رام کوریئرز، پاورېډ، د بایډ وېسټ ګروپ او ځېنې نور شرکتونه یې مالي ملاتړي دي.

انګلستان
د انګلستان کرکټ بورډ په ۱۹۹۷ م کال کې د انګلستان او ویلز په نامه تاسیس شوی دی، ویلز د اسټرالیا یوه سیمه ده، چې غالبا د انګلستان مستعمره وه.

دې بورډ په ۲۰۰۸ م کال کې د بلاسټ په نوم کورنۍ سوداګریزې سیالۍ هم رامنځته کړي دي.

د انګلستان کرکټ بورډ ټوله ۵۹ ملیونه ډالر بودیجه لري او په نړۍ کې دریم بډایه کرکټ بورډ دی.

د هندوستان کرکټ بورډ شا او خوا ۱۷ سپانسرز یا مالي ملاتړي لري.

پاکستان
په ۱۹۴۸ کال کې د پاکستان د کرکټ د کنټرول په نامه تاسیس شو او ۱۹۵۲ م کال کې یې نوم د پاکستان کرکټ بورډ ته واوښت.

دا بورډ په نړۍ کې څلورم بډایه کرکټ بورډ دی، نوموړی بورډ ۵۵ ملیونه امریکایي ډالر بودیجه لري.

شا او خوا پنځه سترې سوداګریزې کمپنۍ یې مالي حمایت کوي.

بنګله دېش
دا کرکټ بورډ په ۱۹۷۲ م کال کې جوړ شوی دی، د بنګله دېش کرکټ بورډ له ۲۰۰۰ کال څخه په بشپړ ډول د کرکټ نړیوالې شورا غړی دی، چې وخت نا وخت د ځېنو نړیوالو جامونو او اسیا جامونو کوربتوب هم کوي.

دا په نړۍ کې پنځم غني کرکټ بورډ، چې ۵۱ ملیونه امریکايي ډالر بودیجه لري.

شا او خوا ۷ ستر مالي ملاتړي لري.

زِمبابوې
د زِمبابوې کرکټ بورډ په ۱۹۹۲ م کال کې تاسیس شوی دی، د دې بورډ مرکزي دفتر په هراری سیمه کې دی، ۲۰۰۴ م کال کې د زِمبابوې لوبډلې سریلانکا ته په سیریز کې ماته ورکړه.

زِمبابوې ۲۰۰۵ کال کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.

دا په نړۍ کې شپږم مالداره کرکټ بورډ، چې ۳۸ ملیونه ډالر بودیجه ورسره ده.

۷ صنعتي او کاروباري شرکتونه یې مالي ملاتړ کوي.

اسټرالیا
دا کرکټ بورډ په ۱۹۰۵ م کال کې تاسیس شوی دی، دا بورډ د کرکټ اسټرالیا په نامه یادېږي، په ۲۰۱۱ کال کې یې د بېګ باش په نامه لیګ هم تاسیس کړ.

د اسټرالیا کرکټ بورډ ۲۴ ملیونه بودیجه لري او په نړۍ کې اووم بډایه کرکټ بورډ دی.

۱۶ شرکتونه یې مالي ملاتړ کوي.

سریلانکا


د سریلانکا کرکټ بورډ په ۱۹۸۱ کال کې تاسیس شوی دی، دا بورډ په نړۍ کې اتم مالداره یا بډایه کرکټ بورډ دی.

شل ملیونه امریکايي ډالر بودیجه لري او شپږ شرکتونه یې مالي ملاتړ کوي.

ویسټ انډیز


دا کرکټ بورډ په ۱۹۲۰ م کال کې تاسیس شوی دی.

۱۵ ملیونه امریکایي ډالره بودیجه لري او پنځه مالي ملاتړي لري.

نیوزیلېنډ


نیوزیلېنډ کرکټ په نړۍ کې لسم کرکټ بورډ دی، دا کرکټ بورډ ۹ ملیونه ډالر بودیجه لري

د تاسیس کال یې هم نه دی په ډاګه شوی.

۱۳ مالي ملاتړي لري.

دا نړۍ په کچه بډایه کرکټ بورډونه دي، چې معلومات مو پکې ترلاسه کړل؛ خو دا چې افغان کرکټ بورډ به څومره بودیجه لري، په اړه یې تر اوسه افغان کرکټ بورډ رسنیو ته معلومات نه دي وړاندې کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی