خواړه روغه سټه

د وریجو اوبه نور لرې مه اچوئ؛ د سرطان ضد ګټور رول لري

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

د ورجو اوبه نه یوازې دا چې ښه خوند لري بلکې ډيرې ګټې هم لري. د ورجو جوش اوبه یا (سرسر) څښل د سرطان ضد دي، ویښتان قوي کوي او د جلدي ناروغیو لپاره ګتور تمامیدی شي.

دا چې د وریجو جوش شوې اوبه نورې څه ګتې لري په دې لیکنه کې به یې اړه پوه شئ:

۱- د وریجو اوبه د ویټامینونو او معدني مواد غوره منبع ده
روغتیا پالان وايي د وریجو اوبه د معداني موادو او ویټامینونو فوق العاده مبنع ده، د وریجو له اوبو نه استفاده کول د روغتیا لپاره تر ټولو ارزانه او اسانه لار ده.

کافي ده چې د وریجو جوش شوې اوبه په یو ښيښه یي لوښي کې واچوئ او دارچین هم ورسره اضافه کړئ، په دې سره به مو ځان ته یو مزه داره څښاک تیار کړی وي. په دې اوبو کې د ویټامین سربیره کلسیم هم موندلی شئ چې د بدن لپاره پوره ګټه رسوي.

۲- د وریجو اوبه مو له زر زړښت ژغوري
ډاکټران وايي چې د وریجو اوبه د «اینوزیتول» مواد لري، اینوزیتول د ویټامین B د کورنۍ څخه ګتور او ځانګړی مواد دي، دا مواد د حجرو په ژوندي ساتلو کې کومک کوي، چې په نتیجه کې زړښت مو له وجود نه لرې کوي. د دې سربیره اینوزیتول په رګونو کې د وینې جریان تېزوي. په یاد ولرئ چې د وریجو د اوبو په څښلو سره کولای شئ د بدن دفاغي سیستم پیاوړی کړئ.

۳- د وریجو اوبه بدن ته انرژي ورکوي
د ورجو په اوبه په کافي اندازه انرژي لرونکي دي. دا څښاک د هغو کسانو لپاره ډېره ګټه لري، کوم چې په ورځني ژوند کې د بې انرژۍ او بې ا شتهايۍ احساس کوي.

د دې لپاره چې له انرژي ډک فعالیت ولرئ، نو هڅه وکړئ چې د ورځې دوه ګیلاسه د وریجو اوبه وڅښئ، په یاد ولرئ، چې دا اوبه عمر خوړلو کسانو او ماشومانو ته ډېره فایده لري. همدا رنګه ډاکټران د هغو میرمنو لپاره د یاد اوبو توصیه کوي، کوم چې ماشوم ته شېدې ورکوي، ځکه د مور شېدې ډېره وي.

۴- د وریجو اوبو د هاضمې سیستم ښه کوي
د وریجو اوبو د خوړو په هضم کې مرسته کوي. همدارنګه د کولمو په پاکولو او روغتیا ښه اغیزه لري، د نس او د معدې ګاز په کموالي کې رول لري. یادې اوبه د اسهال ناروغانو لپاره غوره درمل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي