عمومي نړۍ

ریکس ټایلرسن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه لومړی تایید واخیست

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ریکس ټیلرسن ددې هیواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تایید کړ.

ټیلرسن چې د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت څوکۍ ته نومول شوی و، د هغو اندېښنو سربیره سناتورانو تایید کړ چې د روسیې سره دده د کاروبار په اړه موجودې دي.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې د ریکس ټیلرسن په اړه رایې د ګوندونو په حساب ویشلي وې، ددې کمیټې لس جمهوري غوښتونکو یې په پلوۍ او لس ډیموکراټانو یې پر خلاف رايې ورکړې. نوموړې ته به اوس بشپړې رایې د امریکا په سنا کې چې د جمهوري غوښتونکو اکثریت لري ورکول کیږي او د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې دې بریا ورته هلته د تایید لاره هواره کړه.

بل خوا د امریکا سنا ۳۲ مخالفو رایو په وړاندې په ۶۶ موافقو رایو مایک پامپیو د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې د مشر په توګه تایید کړ. ۵۲ کلن پامپیو پخواني پوځي ډګروال دی. نوموړې د ایران سره د اتومي موافقې یو له سر سختو مخالفانو څخه ګڼل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د د ډونالډ ټرمپ د کابینې او ادارې ګڼې مهمې څوکۍ دا مهال تشې دي او ددې دوو کسانو په تایید به لږ تر لږه دوه نوې مهم چارواکي چې دده د ملي امنیت د ډلې مهم غړي ګڼل کیږي ورزیات شي.

*******

*******

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */