افغانستان عمومي

ملګري ملتونه: افغانستان کې هر دریم کس بشري مرستې ته اړتیا لري

رویټرز ته د ملګرو ملتونو یو چارواکي ویلي، چې نړیوالې مرستندویه ډلې سږ کال ۵۵۰ میلونه ډالرو ته اړتیا لري، څو په افغانستان کې اړمنو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د شمیرونو له مخې سږ ۲۰۱۷ کال ۹.۳ میلونه خلک چې د افغانستان د نفوس نژدۍ دریمه برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري. دا اړتیاوې د تیر ۲۰۱۶ کال په نسبت سږ کال ۱۳ سلنه لوړې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی، مارک باوډن وايي، تمه دی ده چې سږ کال له پاکستان او ایران څخه ګڼې کورنۍ بیرته هیواد ته راستنې شي.

د باوډن په وینا همدا اوس په افغانستان تر ۱۵۰۰ کورنۍ د جګړو له امله بیځایه شوې دي.

ښاغلي باډون چهارشنبه کابل کې رويټرز سره په مرکه کې وویل: ((اکثره خلک غریب راستانه کیږي. … ډیر څه يې له لاسه ورکړي.))

د افغنستان لپاره د بشري اړیتاو د پوره کولو پلان تیره شنبه ترتیب شو، چې پکې د څه کم ۶ میلونو سختو اړمنو کورنیو لپاره ۵۵۰ میلونه ډالره مرستې ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ویلي، چې دا مرستې به د اړمنو خلکو یوه اندازه ستونزې حل کړي؛ ولې په افغانستان کې خلک ډیرو بشري مرستو ته اړتیا لري.

جګړه، ناامني، او په ادارو کې مالي فساد هغه څه دي، چې د افغانستان زیات شمیر خلک يې د پولۍ ټک ته کینول.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */