سپورټ نړیوال کرکټ

هغه نړیوال لوبغاړي چې په ۲۰۱۸ کال کې یې کرکټ پریښود

په ۲۰۱۸ کال کې د هندوستان شپږو، د جنوبي افریقا دوو، د انګلینډ دوو، اسټرلیا، ویسټ انډیز او د پاکستان یو یو لوبغاړي او عربي اماراتو او ایرلینډ په شمول د ځينو هېوادونو هم په دغه کال کې نړیوال کرکټ څخه استعفاء وکړه.

لا د ۲۰۱۹ کال کې د پیل لپاره څو ورځې پاتې دي خو که یو طرف په ۲۰۱۸ کال ځینو لوبغاړو د کرکټ نړۍ ته قدم کېښوده بل لورته یې ځینو لوبغاړو کرکټ سره د تل لپاره مخه وکړه چې د کرکټ زیات مینوالو ته ځینې پرېکړې مایوسه کوونکي هم وي.

ځینو لوبغاړو د ډېر عمر تېرولو له امله له کرکټ استفعاء وکړه، ځينو بیا کارکردګي نه لرله او ځینو سره ښې کارکردګۍ او ښه کرکټ عمر بیا هم کرکټ پرېښود خو ځینې نورو بیا ځوانانو د موقع ورکولو په خاطر کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

که چېرته ۲۰۱۸ کال د کرکټ د لوبغاړو د ریټائرمنټ کال ونوموو نو غلط به نه یو ځکه په دغه کال کې د څلورو ښځینه لوبغاړو په شمول شاوخوا ۱۹ لوبغاړو د کرکټ سره مخه ښه وکړه:

مورني مورکل:


جنوبي افریقي تیز توپ اچوونکي مورني مورکل د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په میاشت کې نړیوال کرکټ د پرېښودو فیصله وکړه، ۳۴ کلن مورکل په ډربن کې د اسټرلیا سره د څلورو ټسټ سیالیو په سریز کې له لوبېدو وروسته د کرکټ څخه څنګ ته کېدل غوره کړل.

نوموړي په ۲۰۰۶ کال کې خپل لومړی ټسټ ولوبو، دا د ډیل سټین تر څنګ د جنوبي افریقا یو مهم بالر وه، د جنوبي افریقا په لوبډله کې تر ټولو د زیاتو ویکټو د اخیستو په نوملړ کې پنځم ځای لري.

دغه توپ اچوونکي د مارچ په میاشت کې د اسټرلیا خلاف په دریم ټسټ سیالۍ کې د ۳۰۰ ویکټو پوره کولو ویاړ تر لاسه کړ او دا لوبه یې وروسته لوبه هم شوه ځکه نوموړي نور نړیوال کرکټ پرېښودو.

مورني مورکل ۸۳ ټسټ، ۱۱۷ یو ورځنۍ او ۴۴ شل اوریزه سیالیو کې د جنوبي افریقا نمائنده ګي کړي او په ټول کې په مجموعې ډول سره ۵۲۹ لوبغاړي سوځولي دي.

ای بي ډي ویلیئرز:


له مورني مورکل وروسته د جنوبي افریقا د ملا تیر او تکړه توپ وهوونکي ډي ویلیئرز هم د کرکټ د پرېښودو پرېکړه وکړه، چې د نوموړي په دغه پرېکړه د کرکټ د نړۍ زیات مینوال حیران شوه، ځکه دغه لوبغاړي د ښه کارکردګۍ سره سره بیا هم د نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.

پخواني لوبډلمشر ای بي ډي ویلئیرز په یو ورځني کرکټ کې چټکه سلیزه هم په خپل نوم لري، نوموړي په ۲۰۱۵ کال کې د ویسټ انډيز په خلاف په ۱۶ توپونو د چټکه نېمه سلیزه هم جوړه کړه، په دغه نیمه سلیزه کې پنځه شپږیزې او درې څلوریزې شاملې وې، چې ترې وروسته یې په ۳۱ توپونو ۱۰۴ څلور منډې وکړې او د نړۍ د چټکې سلیزې ریکارډ یې جوړ کړ.

۳۴ کلن ډي ویلیئرز په ښي لاس توپ وهنه وکوله، په خپل لوبیز ژوند کې یې ۱۱۴ ټیسټ، ۲۲۸ یو ورځنۍ او ۷۸ شل اوریزه سیالۍ يې ولوبولې او ترې وروسته یې د نړیوال کرکټ څخه د څنګ ته کېدو اعلان وکړ، نوموړي په ۲۰۰۴ کال کې د انګلینډ هېواد خلاف د کرکټ لومړۍ سیالي تر سره کړه، ای بي ټسټ کرکټ کې ۸۷۶۵ منډي لري چې ۲۲ سلیزي او ۴۶ نیمه سلیزې په کې شاملې دي، په یو ورځنۍ سیالیو کې ۹۵۷۷ منډې او په شل اوریزه کې بیا ۱۶۷۲ منډې لري.

هندي توپ اچوونکی ظهیر خان:


هندوستاني تیز توپ اچوونکي ظهیر خان په ۲۰۱۸ کال د جون په میاشت کې د نړیوال کرکټ او فرسټ کلاس کرکټ سره خدای پاماني وکړه، له کپل دیو وروسته د هندوستان په لوبډله کې مهم او تکړه بالر و.

کپل دیو تر ټولو د زیاتو د ۴۳۴ ویکټو لرونکی هندوستان توپ اچوونکی دی په داسې حال کې چې ظهیر خان په ۳۱۱ ویکټو سره په دویم نمبر کې ځای لري.

۴۰ کلن ظهیر خان په کیڼ لاس توپ اچوونه کوي، په ۲۰۰۰ کال کې یې د بنګله دېش خلاف ټیسټ سیالۍ څخه خپل لوبیز ژوند پيل کړ، خان په ۲۰۰۳، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ کال کې د کرکټ په نړیوال جام کې هندوستان د لوبډلې برخه وه، په وروستي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د نیوزلینډ خلاف راښکاره شوه.
ظهیر خان ۹۲ټیسټ، ۲۰۰ یو ورځنۍ او ۱۷ شل اوریزه سیالیو کې د هندوستان نمایند ګي کړې چې ۳۱۱ لوبغاړي یې سوځولي.

محمد کیف:


له هندوستاني ظهیر خان وروسته محمد کیف هم په دغه کال کې د کرکټ سره مخه ښه وکړه، کیف په ۲۰۰۰ کال کې په ټیسټ کرکټ کې خپل لومړۍ سیالۍ تر سره کړې وه، د محمد کیف په شتون سره هندوستان په ۲۰۰۰ کال کې د ځوانانو ورلډ کپ ګټلی وه، چې وروسته د غوراوي ډلې کیف د جنوبي افریقا خلاف په ټیسټ سیالۍ کې هم ولوبو.

۳۷ کلن دغه لوبغاړي په خپل ۶ کلن کرئیر کې ۱۳ ټیسټ وکړه چې ۶۲۴ او ۱۲۵ یو ورځنۍ سیالیو کې یې ۲۷۵۳ منډې جوړې کړې، نوموړي په ۲۰۰۲ کال کې په لارډز میدان کې د نیټ ویسټ جام په ګټلو کې اهم رول ولوبوو، نوموړي د انګلینډ په خلاف سیالۍ کې ۸۷ منډې وکړې چې نه منونکی ماتې یې ورکړه، نوموړي په ۲۰۰۶ کال کې د جنوبي افریقا خلاف خپله وروسته سیالۍ ولوبوله، دغه هندوستاني توپ وهوونکي په ۲۰۱۷ کال کې د مرستیال روزونکی په ډول سره د ګجرات لائنز سره په IPL کې برخه واخیسته.

ارپي سنګهـ:


د هندوستان کرکټ لوبډلې لوبغاړي آر پي سنګهـ هم د کرکټ له هر ډول فارمټ څخه ریتائرمنټ اعلان کړ، ۳۲ کلن چپ لاسي د منځنۍ کچي تیز توپ اچوونکي وروستی ځل په ۲۰۱۱ کال کې د انګلینډ خلاف یو ورځنۍ سیالۍ کې راښکاره شو.

نوموړي د خپل لوبیز ژوند پای یوازې په ۱۲۴ لوبغاړو سوځولو سره وکړ، ۲۰۰۷ کال کې نړیوال شل اوریزه جام کې د هندوستان د لوبډلې برخه وه، چې په ۷ سیالیو کې یې ۱۲ ویکټې اخیستې وې، سنګهـ په ۲۰۰۹ کال کې د هندوستان د کرکټ غوره لیګ په سیالیو کې یو له مهمو لوبغاړو څخه وه، په دغه سیالیو کې يې ۲۳ لوبغاړي له میدان بهر کړي وه، ۲۰۰۵ څخه ۲۰۱۱ کال پورې لوبیز ژوند لري او په دغه جریان کې یې ۱۴ ټیسټ، ۵۸ یو ورځنۍ او ۱۰ شل اوریزې سیالۍ وکړې.

السټر کک:


د انګلینډ د کرکټ لوبډلې پخوانی لوبډلمشر السټر کک هم د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر په میاشت کې د کرکټ سره مخه ښه وکړه، دغه پرېکړه یې هغه وخت وکړه چې انګینډ لوبډلې په څلور پر یو په تیسټ کرکټ کې هندوستان لوبډله په یوه سیریز کې ماته کړه، کک په ۲۰۰۶ کال کې د هندوستان سره د ټیسټ کرکټ څخه د خپل کيرئیر پیل وکړ او پای یې هم هندوستان پر وړاندې په وروستۍ سیالۍ وشو.

عجیبه خبره خو داده چې نوموړي نه یوازې په خپل لومړي ټیسټ کرکټ کې په لومړۍ پاڼۍ کې ۶۰ منډې وکړې او په دویمه پاڼۍ کې یې په خپل ۱۴۰ منډو باندې نه منونکي ماتې مقابل ټیم ته ورکړې وه بلکې په خپل ۱۲ کلن لوبیز ژوند په اخري سیالۍ کې یې هم یو یادګار اننګز وکړ او هندوستان خلاف یې په لومړۍ پاڼۍ کې ۷۱ او په دویمه پاڼۍ کې هم ۱۴۷ منډې جوړې کړې او مخالفه لوبډله یې ماته کړه، د انګلینډ یو له غوره لوبډلمشرانو څخه یو و.

دغه لوبغاړي د پخوانی لوبډلمشر اینډریو اسټراف د ریټایرمنټ څخه وروسته د خپلې لوبډلې مشري په غاړه واخیسته، نوموړي د ۵۹ ټیسټ سیالیو کې د خپلې لوبډلې برخه وه او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کال کې یې د اسټرلیا خلاف خپلې لوبډلې ته په ای شیز سریز هم وګاټه، دغه لوبډلمشر په ۲۰۱۶ کال کې د خپلې لوبډلې په ۱۷ ټیسټ سیالیو څخه د اتو سیالیو کې په ماتې خوړولو څخه وروسته له کپټنسۍ څخه لاس په سر شو.

نوموړي د لوبډلمشر په حیث له ټاکل کېدو وروسته په پنځو سیالیو کې سلیزه ووهله، په ټیسټ کرکټ کې یې ۱۰ زره منډې پوره کړي او په نوملړ کې په پنځم مقام کې ځای لري.

السټر کک په ۲۰۰۶ کال کې دکرکټ نړۍ ته قدم کېښوده، ۱۶۱ ټیسټ سیالیو کې یې ۱۲۴۷۲ منډې جوړې کړي، په ۹۲ یو ورځنیو نړیوال سیالیو کې یې هم برخه اخیستې چې ۳۲۰۴ منډې یې کړي خو یوازې ۴ شل اوریزه سیالۍ یې کړي، نوموړي په مسلسل ډول په ټیسټ کرکټ کې ولوبېده او او ایلن بارډر ریکارډ یې مات کړ.

عبدالرحمن:


د پاکستانۍ لوبډلې لیګ بریکر سلو توپ اچوونکی عبدالرحمن چې د ملي لوبډلې د غوراوي ډلې لخوا په دوامداره ډول له پامه وغورځول شوه نو وروسته یې د ملي لوبډلې له لوبېدو څخه استعفاء وکړه، خو ترې وروسته په داخلي کرکټ راښکاره شوه، نوموړی په ټيم کې د نه غوره کېدو له امله زیات ناهیلی او مایوسه شو.

نوموړي په وروستي ځل په ۲۰۱۴ کال کې د سریلانکا خلاف سیالۍ وکړه، ۳۸ کلن عبدالرحمن په اول د اکټوبر په ۲۰۰۷ کال په لاهور کې د جنوبي افریقا خلاف ټیسټ کرکټ څخه خپل لوبیز ژوند پيل وکړ او ۸ لوبغاړي یې وسوځول.

د یادولو ده چې نوموړي په ۲۰۱۲ کال کې دخپلي کرئیر بهترینه کارکردګي وکړه او د انګلینډ هېواد خلاف یې يه وه ټیسټ سیالۍ کې ۱۹ لوبغاړي وسوځول خو بیا هم ترې پخواني پاکستانی سلو بالر سعید اجمل د ۲۴ لوبغاړو په سوځولو مخکې وه.

په هغه وخت کې پاکستان د سلو توپ اچوونکو پر مټ انګلینډ په پاکستان کې په ټیسټ سیالیو کې وائټ واش کړ، نوموړي په ۲۲ ټیسټ سیالیو کې ۹۹، ۳۱ یو ورځینو سیالیو کې ۳۰ او په ۱۱ شل اوریزه سیالیو کې ۸ لوبغاړي وسوځول.

پروین کمار:


پروین کمار په ۲۰۰۷ څخه نیولې او تر ۲۰۱۲ کاله پورې یې د هندوستان د کرکټ لوبډلې نمائنده ګي کړې ده، نوموړي په ۳۲ کالو په عمر د ټولو فارمټونو څخه استعفاء وکړه، پخواني هندوستاني او د اتراپردیش تیز توپ اچوونکي پروین کمار د ښه لاین او لینت سره سره په دوو طریقو سره توپ سوئنګ کولو وړتیا لره، نوموړي ۶ ټيسټ، ۶۸ ون ډی او ۱۰ ټي ټونټي سیالۍ لوبولي او ۱۱۲ ویکټې يې اخیستي.
په وروستي ځل یې په ۲۰۱۲ کال کې په وروستي ځل د جنوبي افریقا خلاف شل اوریزه سیالۍ کې برخه واخیسته.

نک کامپټن:

د انګلیستان کرکټ ټيم توپ وهونکي نک کامپټن د یوه لنډې مودې لپاره د انګلینډ په ټيم کې ولوبېده او نور یې له کرکټ سره مخه ښه وکړه، ښي لاسی توپ وهوونکی ټاپ ارډر کې لوبېده په ۲۰۱۲ کال کې یې نړیوال کرکټ پيل کړ، د انګلیستان د پخواني بهترینه لوبغاړي ډینس کامپټن ۳۵ کلن ځوی ۱۶ ټیسټ سیالیو کې د انګلینډ هېواد استازيتوب وکړ او ۷۷۵ منډې یې جوړې کړې، د جنوبي افریقایې نژاد لرونکي انګلینډي لوبغاړي په فرسټ کلاس کې ۴۰،۴۲ منډو په اوسط سره ۱۲ زره منډې جوړې کړي چې په کې ۲۷ سلیزې شاملي دی.
په وروستي ځل دوه کال وړاندې د سریلانکا خلاف په سیالۍ کې ولیدل شو.

ډیون براؤ:


په شل اوریزه کرکټ کې ویسټ انډیز دوه ځل نړیوال جام د دغه ال رونډر لوبغاړي ډیوین براؤ په ښې کارکردګۍ ګټلی، نوموړی د کرکټ بورډ له سلوکه تنګ شوه او بلاخره یې د نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

د ده پ رمټ ویسټ انډیز لوبډلې دوه ځل ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کې نړیوال شل اوریز جام وګاټه نوموړي په خپله لوبډله کې ښه توپ اچوونه او ښه توپ وهنه کوله، په ۲۰۱۶ کال کې يې په شل اوریزه سیالیو نړیوال جام کې په ۹ سیالیو کې ۶ لوبغاړی وسوځول.

د دې نه غیر ویسټ انډیز په ۲۰۰۴ کال کې چمپیئنز ټرافي وګټله او ډیوین پراؤ د دغه لوبډلې برخه وه، د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۴۰ ټیسټ سیالۍ ولوبولې چې یې په کې درې سلیزې او ۱۳ نیمه سلیزې جوړې کړې او ۲۲۰۰ منډې یې وکړې په ۴۰ اوسط سره او په توپ اچونه کې یې ۸۶ لوبغاړي له میدان بهر کړل.

نوموړي همدارنګه په ۱۶۴ نړیوال یو ورځنیو سیالیو کې د ویسټ انډیز لوبډلې استازيتوب کړی او ۲۳۶۸ منډيې په کې د دوو سلیزو پر مټ پوره کړي دي، په داسې حال کې چې ۱۹۹ لوبغاړي یې هم اوټ کړي دي، په ۲۰ اوریزه سیالیو کې څلور نیمه سلیزې پوره کړي او ټولې یې ۱۱۴۲ منډي دي خو په همدې فارمټ کې بیا ۵۲ لوبغاړي هم سوځولي دي.

مناف پټيل:


په ۲۰۱۱م کال کې د نړیوال جام د قهرمانې لوبډلې تیز توپ اچوونکي مناف پټیل هم د کرکټ له هر فارمټ څخه استعفاء وکړه، په هندوستاني توپ اچوونکو کې د زیاتو ویکټو اخیستلو په نوملړکې په دریم نمبر کې دی.
په وروستي ځل په ۲۰۱۱ کال کې د انګلینډ خلاف یو ورځنۍ سیالیو راښکاره شو، نوموړي په ۶ کلن لوبیز ژوند کې ۱۳ ټیسټ ، ۷۰ یو ورځنۍ او درې ټي ټونټي سیالۍ لوبولي.
۳۵ کلن تیز توپ اچوونکي په ۲۰۰۶ کال کې د نړیوال کرکټ ته قدم ایښی وه.

جان هیسټنګز:


د اسټرلیا تیز توپ اچوونکي جان هیسټنګز له یوه دوامداره ناروغۍ څخه په تنګ شو او بلاخره یې کرکټ میدان څخه رخصت کېدو ته مجبور کړ.
نوموړی د یوې ناروغۍ له امله مجبور شو چې د نړیوال کرکټ هر فارمټ سره مخه ښه وکړي، ۳۳ کلن بالر د اوږدې مودې راهیسې د ناروغۍ سره لاس ګریوان دی .
دغه لوبغاړي یوه ټیسټ، ۲۹ یو ورځنۍ او ۹ شل اوریزه سیالۍ وکړي، نوموړی تیر کال په وروستي ځل د نیوزلینډ خلاف په یو ورځنۍ سیالۍ کې راښکاره شو.

ګاتم ګمبیر:


په ۲۰۱۱ کال کې د کرکټ د نړیوال جام د ګټوونکي هندوستانۍ لوبډلې غوره توپ وهونکي ګوتم ګمبیر هم د کرکټ بورډ د ناسمې رویې له امله ناهیلی شو او د کرکټ د ټولو فارمټونو څخه استعفاء وکړه، نوموړي په خپل ۱۵ کلن لوبیز ژوند کې خپل ملي ټیم ته کلیدي رول لوبولی دی او زیاتې بریاوې ورپه برخه کړي دي.

نوموړي څو ځل د خپلې لوبډلې ستونزې رابرسېره کړي دي او ګټې یو څنګ ته کړي دي، په وروستي ځل یې په ۲۰۱۶ کال کې د انګلینډ لوبډلې خلاف د خپلې لوبډلې استازيتوب وکړ خو د کرکټ سره د خدای پامانۍ اعلان یې په ۲۰۱۸ کال کې وکړ.

ګوتم ګمبیر دوه کاله د هندوستان کرکټ بورډ څخه د خدای پامانۍ د ورکړې سیالۍ ته په تمه پاتې شو خو د هغوې زړه پرې سوخت ونه کړ او د بورډ د ناسمې رویې له امله یې انتظار ختم نه شو، نوموړي په ۵۸ ټیسټ سیالیو کې ۴۱۵۴ منډې جوړې کړي دي او څو یادګاري شېبې په کرکټ کې پرېښودې او له رخصت یې واخیسته.

نوموړي په ۲۰۰۴ کال کې ټیسټ کرکټ کې خپله لومړۍ سیالي وکړه، ۱۴۷ یو ورځنۍ سیالیو کې یې ۵۲۳۸ منډې وکړې او په ۳۷ شل اوریزه سیالیو کې یې ۹۳۲ منډي جوړې کړي دي.

د ایرلینډ لوبډلې څلور ښځينه کرکټ لوبغاړې:


د ايرلینډ د لوبډلې څلورو ښځينه لوبغاړو هم په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ سره مخه ښه وکړه چې په کې کلارک شیلنګټن، جوړه خویندې اسوبیل جوائس او سیلیا جوائس او کائره میټ کلفي شاملې وه، دوې د ۲۰۱۸ کال د نړیوال جام وروسته د نړیوال کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

ال روانډر سوبیل جوائس په ۱۹۹۹ کال کې د هندوستان خلاف نړیوال کرکټ ته راغله، ۷۹ سیالۍ یې وکړي او ۹۹۵ منډې یې جوړې کړي او ورسره یې ۶۶ لوبغاړي هم وسوځول.

په شل اوریزه کرکټ کې یې ۵۵ سیالیو په کولو سره ۳۳ لوبغاړې وسوځولې او ۹۴۴ منډې یې برابرې کړي، په ۲۰۰۰ کال کې په یوازیني ټیسټ کې د پاکستان خلاف ولوبیده، د سوبیل جوائس جوړه خور سیلیا جوائس ۵۷ ټیسټ سیالیو کې ۱۱۷۲ منډې، په ۴۳ شل اوریزه سیالیو کې یې ۶۵۹ منډې جوړې کړې، د ايرلینډ په کرکټ لیګ کې لوبیدونکي سلو توپ اچوونکې کائره میټ کلفي هم په ۲۰۰۰ کال کې د پاکستان خلاف په یوازیني ټیسټ کې ګډون کړی ؤ، نوموړې په ۵۳ یو ورځنۍ سیالیو او ۲۵ شل اوریزه لوبو کې په مجموعي ډول سره ۸۷ ویکټې اخیستې وې.
له دې ورها خوا یو شمېر نورو لوبغاړو لکه ائرلینډي آي ډي جوائس، امجد جاوید او نورو هم روان کال د کرکټ سره خدای پاماني وکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی