د بدرنګۍ ښایسته کول؛ تکراري ژوند نه څنګه خوند واخلو؟

ژباره او زیاتونه: صادق طارق

ژوند داسې دی، چې د هیچا ورباندې سم زور نه رسي؛ کله خوندور وي، کله بې خونده او کله بدرنګه او کله ښایسته.
خو انسان مجبور دی، په هرحالت کې ځان ورسره خوشاله وساتي.

ډېر خلک د ژوند له تکراري توب او بې خوندۍ شکایت کوي، خو روان پوهان وایي له ګیلو تېر شئ، په هر حالت کې ژوند نه خوند واخلئ.
نو څنګه یې واخلو، لاره چاره یې څه ده؟
دلته به یې ځینې طریقې درسره شریکې کړو، که عملي مو کړل هم به مو ژوند ښایسته وي او هم به موږ ته دعاوې کوئ.

انګېزه در کې پیدا کړئ
د ژوند سړې تودې د انسان انګېزه یا مورال زیانمنوي؛ تاسې به هم حتماً د دې خبرې تجربه لرئ، چې ستونزو سره تر مخ کیدو وروسته مو انګېزه خرابه شوې وي او ژوند یا چارو ته یې منفي ګرا شوي اوسئ.

نو ښه خبره دا ده، چې مورال هیڅکله مه بایلئ، ژوند منډې ـ ترړې، لوړې ـژورې، سړې ـ تودې او ګڼ نور بدلونونه لري.

هڅه وکړئ، چې کلک او ثابت پاتې شئ او په سړوـ تودو بادونو ونه نړیږئ.

دا سخت کار نه دی، انسان که څومره نرم دی، هغومره کلک هم دی.

که وغواړئ هر ډول ستونزو ته د غره په شان دریدلای شئ، خو شرط دا دی چې مورال او انګېزه مه بایلئ؛ بلکې لا کلک یې کړئ.

وروـ ورو مخته ځئ
ځینې کارونه په اوله کې انسان ته ډېر سخت ښکاري، خو چې وروـ ورو ورسره د ځان بلدولو هڅه کوي، عیاریږي او بیا مني چې هغومره سخت نه و لکه فکر یې چې کاوه.

د سختو په مقابل کې مقاومت او استقامت هم په اوله کې ګران ښکاري، خو چې لږ ورسره عادي شئ، هیڅ خبره به نه وي.

نه یوازې ژوبلوي مو نه؛ بلکې پياوړي کوي مو او مورال مو لوړوي.

نو چورت مه خرابوئ، ژوند که هرڅنګه و، کلک اوسئ، وروـ ورو ورسره عادي کیږئ او په پولادي انسانانو بدلیږئ.

پر نتیجې نه، پر عمل تمرکز وکړئ
د انسان د سرګردانۍ او خپګان یو لوی دلیل دا وي، چې موخو ته په نه رسیدو زیات ځوریږي.

تاسې حق لرئ، چې موخو ته ورسیږئ او مطلوبه نتیجه لاسته راوړئ، خو پر دې فکر وکړئ چې تاسې د تضمین شوې نتیجې واک نه لرئ، یا څوک نه شي کولای په بشپړه توګه ګرنټي درکړي، چې دا هڅه به مو دغې پایلې ته رسیږي.

څه چې درته باید مهم وي، ستاسې خواري ده؛ که تاسې عمل یا خوارۍ کړې وي او پایله یې مطلوبه نه وي، ملامته نه یاست.

تاسې هغه وخت ملامته یئ، چې خواري مو نه وي کړې، نو خواري کوئ، که نتیجه په لاس درنغله، تجربه خو حتماً په لاس درځي.

دا کارونه مه کوئ
ـ پر راتلونکي تمرکز ولرئ، تاسې که د دې پوره ډاډ نه درلود، چې حتماً به په دغه وخت دغې پایلې ته رسیږئ، د دې ژمنه هم څوک نه شي کولای، چې په راتلونکي کې به دا موخې نه ترلاسه کوئ. هیله ده پر راتلونکي باور او هیله مندي ونه بایلئ.

ـ لټي او بې غوري مه کوئ، د نن کار سبا ته مه پریږدئ.

ـ مه پریږدئ، چې وېره او شک مو له پښو وغورځوي.

ـ ځان مه ملامتوئ، پرځای یې نوې ایډياوې او ورته د رسیدو امادګۍ ونیسئ.