سیاست له نړۍ مخکښان

با نفوده مسلمان مشران؛ اردوغان یې ولې په سرکې راغی؟

لیکنه: بشر درویش

بشر دروېش

د ترکیې “صباح” ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ستراتیژیکو څېړنو اسلامي مرکز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۱۸ کال تر ټولو بانفوذه اسلامي مشر اعلان کړی.

د نظرپوښتنې جزیات

سرچینه وایي، چې دا ټاکنه د نظرپوښتنې او یو لړ معیارونو پر بنسټ شوې ده.

د اردوغان د دغې ټاکنې دلیل د سوریې او افریقا په اړه د ده د اقداماتو ښه ارزول کیدل ښودل شوي.

په یاده نظرپوښتنه او څېړنه کې اردوغان د بانفوذه مسلمانانو د ۵۰۰ کسیزې ډلې له منځه د ټولو په سرکې ځای نیولی.

نور بانفوذه مشران

په یاده څېړنه کې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز دویم، د اردن پاچا ملک عبدالله درېیم او د ایران مذهبي رهبر آیت الله خامنه یي څلورم مقام ګټلی.

اردوغان ولې په سرکې دی؟

د اردوغان د محبوببت لوی دلیل دا یاد شوی، چې په نړیواله کچه د مسلمانانو د حقونو په دفاع کې تر ټولو رهبرانو زیات مخکې و.

ده هم د سوریې د مسلمانانو په لاسنیوي کې ونډه لرله، هم یې د فلسطین په قضیه کې د هغه مظلوم ملت خوا ونیوله او هم یې په افریقا کې د مسلمانانو بده ورځ هېره نه کړه.

اردوغان د استانبول په یوه څنډه کې زیږیدلی، پلار یې ساحلي ساتونکی و. اردوغان په ځوانۍ کې له فوټبال سره بې کچې مینه لرله او د استانبول د برېښنايي بسونو د ټیم لپاره لوبیده. نوموړی هڅه کوله چې پروفیشنل فوټبالر شي.

د هغه ستراتيژیک مرکز مسولینو، چې اردوغان د بانفوذه مسلمانو مشرانو په سرکې یاد کړی، د خپل دغه انتخاب یو بل دلیل له هغه څخه تر ۳ دورې صدراعظمۍ وروسته په ولسمشریزو ټاکنو کې د ترکي ملت غوڅ ملاتړ ښودلی.

رجب طیب اردوغان په 1978 کې د ایمن ګلباران سره واده وکړ او خپلو کې څلور اولادونه لري. دوه لوڼې او دوه یې زامن دي.

نیوکې

پر اردوغان جدي نیوکې هم شته، منتقدین یې هغه په استبدادي خواصو، د واک په انحصار او ډېرې ځان ښودنې تورنوي.

دوی باور لري، چې اردوغان د خپل واک د ټینګښت لپاره خپل اکثره منتقدین په مختلفو بڼو خاموشه کړي.

پر اردوغان تور دی، چې زیات مخالف خبریالان او روښانفکران یې زنداني کړي او د بیان ازادي یې محدوده کړې ده.

هغه د واک په انحصار هم تورن دی او ویل شوي، چې د ترکیې ټولې واګې یې په لاس کې نیولي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي