بریا او پرمختګ

موخو ته د رسېدو اراده

ژباړه: عطا محمد میاخېل

ډېری وخت موږ نه شو کولای، چې هغه اوږد مهالي پروګرام ته د عمل جام ور واغوندو، کوم چې جوړ کړی مو دی او په پایله کې خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې پاتې راځو. د یوې څېړنې پر بنسټ، ۸ سلنه خلک کولای شي، چې په خپلو موخو باندې ټینګار وکړي او په خپلو تصمیمونو باندې ودرېږي. د دې لیکنې په دوام تاسو ته دا در زده کوو، چې څنګه اراده لرونکي واوسئ او اراده لرونکي پاتې شئ.

۱۵ دقیقې سکوت

هره ورځ ۱۵ دقیقې سکوت وکړئ او د هغې لارې به اړه فکر وکړئ، چې د وهلو (طی کولو) په حال کې یې یاست، د خپلو پروګرامونو مهال وېش ته وګورئ، که سمون او اصلاح ته اړتیا لري، نو سمون پکې رامنځته کړئ، دا کار تاسو ته انګېزه درکوي.

په هره اوونۍ کې د یوه سخت کار ترسره کول

آیا خوښېږي مو، چې د یوې ژبې د زده کړې او یا هم د عکاسۍ په یوه کورس کې نوم لیکنه وکړئ؟ که مو خوښېږي، نو پیل یې کړئ، د ماتې خوړولو او منفي ټکو په اړه فکر مه کوئ او یوازې پیل یې کړئ. مهمه ده، چې له خپلې خوندې سیمې څخه بهر شئ او زړه مو غټ کړئ.

شکر کوونکي واوسئ

هره ورځ درې نوي څیزونه پیدا کړئ، چې کولای شئ لپاره یې شکر وکړئ او د لرلو له امله یې د الله (ج) شکرونه پرځای کوئ. دا کار په خوب کې مو ښه والی رامنځته کوي او ورځنی اروایي فشار (سټرس) او پرېښاني مو له منځه وړي، دا کار به ستاسو ډېر وخت ضایع نه کړي، خو په ژوند کې به مو ډېر زیات اغېز ولري.

د ژوند ښه ډول ولرئ

مهمه ده، چې تاسو د ژوند ښه ډول او سالمه تغذیه ولرئ. که غواړئ، چې ډنګر شئ، نو موخه ډنګروالی او د خېټې کوچني کول مه ګرځوئ، بلکې موخه مو باید د روغ او ځواکمن بدن لرل وي.

په ځان باندې مهربان واوسئ

په ځان باندې مهربان واوسئ او دنننۍ خبرې اترې په داسې لوري مخته یوسئ، چې دوستانه او له هر ډول کلامي تاوتریخوالي څخه لرې وي. خپل ځان ګرم مه ګڼئ او د خپلو ورځینو کارونو مثبت ټکي هم ووینئ.

خپل احساسات وستایئ

د خپلو ورځنیو احساساتو د ستاینې او درک لپاره وخت په پام کې ونیسئ، په دې باندې چې (زړه تنګی یم) یا ( کینه لرم )  بسنه مه کوئ، د خپلو احساساتو د ریښې او دلیل په لټه کې واوسئ، په خپلو احساساتو باندې نوم کېږدئ او وګورئ، چې په بېلابېلو شرایطو کې، څنګه باید هغوی کنټرول کړئ.

مهال وېش ولرئ

ډېری کسان وایي، چې غواړم په راتلونکې کې د پیانو د زده کړې صنف ته لاړشم یا غواړم، چې په راتلونکې کې یوه بهرنۍ ژبه زده کړم، چې اصلاً معلومه نه ده، چې څه وخت به دا کار ترسره کوي، په دې شرایطو کې باید د ځان لپاره مهال وېش جوړ کړئ او هغه له ځانه سره وساتئ، حتا که د دې فرصت نه ترلاسه کوئ، چې د خپلې خوښې په صنف کې ګډون وکړئ، خپلې موخې ته د رسېدو لپاره، د مهارتونو په زده کړه کې هڅه وکړئ. مهمه داده، چې دا څرخ ونه دروئ.

له خپلو دوستانو سره وخت تېر کړئ

ډېره زیاته مهمه ده، چې هرومرو باید په ورځ کې د خپلې کورنۍ له غړو او یا له هغو کسانو سره، چې ورسره مینه لرئ، یو څه وخت تېر کړئ، دا کار ستاسو د دنننۍ آرامتیا سبب ګرځي او مرسته کوي، چې په ځان ډېر اعتماد ولرئ او په یوې ښې روحیې سره د خپلو موخو په لور ځغلنده ګامونه پورته کړئ.

بد عادتونه پرېږدئ

پر ځای د دې، چې ځان اړ کړئ، چې هره ورځ ترکاري وخورئ، د چپسو او خوږو څیزونو خوړل ودروئ. د بدو عادتونو پرېښودل، له تاسو سره مرسته کوي، چې اراده لرونکی شخصیت ولرئ او په ځان باندې لا ډېر باور وکړئ.          

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل