سیاست

سولې هڅې او بریدونه؛ جنرال رازق ولې نښه شو؟

ارشاد رغاند

د سویل ختیځ زون ترټولو مقتدر پوځي او سیاسي څېره جنرال رازق نه یوازې د حکومت وسله والو مخالفینو؛ بلکې حکومت او سیاسي ډلو ته هم په ځینو برخو کې لوی حریف او سرخوږی و.

کندهار ته د ناټو د عمومي قومندان د سفر پرمهال هغه برید، چې مسولیت یې وسله والو طالبانو پرغاړه واخیست، له ظاهري اړخونو وراخوا نورې خواوې هم لري.

د هغو ټولو خواوو بحثول کافي اسنادو ته اړتیا لري، خو دلته د سولې د هڅو له چټکتیا سره هم مهاله د کندهار نننی برید، چې اصلي هدف یې له شک پرته د رازق له مخې لیرې کول و، بحث کوو.

د سولې د سوبتاژ بله هڅه

پاکستان، چې د افغانستان د نا امنه ساتلو د ترټولو لوی نقش لرونکي تور ورپورې دی، ډېروخت یې د سولې هڅو د نسبي پرمختګ پروخت یو داسې کار کړی چې د سولې هڅې یې ننګولي او په ټپه درولي.

طالبانو، له دغه هېواد سره د یوې ډېرې متعهدې ډلې په توګه همېش د دغو سبوتاژونکو هڅو پوره ملتیا کړې ده.

د سولې په برخه کې افغانستان او متحدین یې د وروستیو نسبتا لویو پرمختګونو ترڅنګ له لویو ننګونو سره هم مخ دي.

په لویو پرمختګونو کې د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي په حیث د امریکا د افغاني الاصله پیاوړي دیپلومات زلمی خلیلزاد د کار پیل او په قطر کې له طالب پلاوي سره یې هیله بښونکې لیدنه د پام وړ ده.

په ننګونو کې د سولې د دغو هڅو پر وړاندې د طالبانو د سیمه ییزو متحدینو(پاکستان، روسیې، ایران او چین) ښکاره او پټ مخالفتونه د هېرولو نه دي.

رازق او خوندي سیمه

جنرال رازق د طالبانو د یوه ترټولو ستر او بې رحمه دښمن باوجود له دغې ډلې سره د سولې په برخه کې له څو کلونو راهیسې منفردې او مستقلې هڅې هم پیل کړې وې.

هغه، چې د یوه مشهور جنګي قومندان ترڅنګ په سیاسي برخه کې هم چټک پرمخ روان و، په لومړي ځل یې په کندهار کې د یوې لویې غونډې له بللو سره اعلان وکړ چې د سولې د بریالیتوب لپاره پخپل ولایت کې د طالب مشرانو کورنیو ته د خوندي سیمې د برابرولو تدابیر نیسي.

د رازق دغه غوښتنه وروسته د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار او ځینو نورو هم تایید او د سولې د زمینه سازۍ لپاره مهمه وګڼله.

ګومان کیږي، چې د سولې د وروستیو هڅو له چټکتیا سره به کندهار ته د ناټو د عمومي قومندان د سفر یو اصلي هدف هم د دغې سیمې د برابرولو په اړه خبرې وې.

په داسې حالت کې د دغې زمینه سازۍ د خرابولو لپاره د جنرال رازق په نښه کول د سولې په نوم لوبه کوونکو طالبانو او بهرنیو طراحانو ته یې یو مهم لومړیتوب و.

د دې ترڅنګ، لکه چې وویل شول په دغه برید کې د نورو رازق ضدو لوریو لاس لرل هم له امکانه لیرې نه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.