د ایشوا ری پلار کریشنراج مړ شو

د هند سینما ګڼو لوبغاړو له ایشوا رۍ سره د هغې د پلار په مړینه غمرازي څرګنده کړې.

د هندي سینما د وتلې ستورې ایشواراۍ پلار کریشنراج راۍ د شنبې په ورځ د هندوستان په یو روغتون کې مړ شو.

هغه د څو اونیو راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له کبله په دې روغتون کې تر درملنې لاندې و .

راۍ له څه مودې راهیسې په ناوړه روغتیايي وضیعت کې و او لور یې ایشوا راۍ له همدې کبله نیویارک ته خپل سفر نیمګړی پرېښود څو په هند کې له خپل ناروغ پلار سره و اوسي.

ویل کیږي چې د ایشوارۍ خاوند ابیشک بچن هم چې نیویارک ته تللی و بیرته هندوستان ته ستون شوی دی.

تر دې مخکې د امتیاب بچن کورنۍ ویلي و، د خپلې ننګور ایشواراۍ د پلار د سختې ناروغۍ له کبله دوی سږ کال د هولي جشن کې ګډون نه کوي.

ایشواری د هالیوډ او بالیوډ سینماګانو د کار کولو له کبله په نړیواله سطحه یوه پېژندل شوې سینمايي ستورې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */