سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

راشدخان په زړه پورې هېلې کوپټر شاټ وهي

لیکنه: ياران

راشدخان تر دې دمه په ۲۰۱۸ م کال کې په دوو بهرنیو لیګونوکې دوه داسې شاټونه وهلي دي، چې د هېلې کوپټر شاټ مخترع یا بنسټګریې ننګولی دی.

یوې ورزشي وېب پاڼې د راشدخان د هغه د هیلې کوپټر یا چورلکیز شاټ ویډیو خپره کړې. چې نوموړي د سهیلي افریقا په مزانسي کرکټ لیګ کې د ډېسمبر په ۱۲ مه نېټه په ۳۰ مه لوبه کې د چهارشنبې په ماخستن د سهیلي افریقا په چټک توپ اچوونکي اېن ګېډي وواهه.

نوموړي ته بالر بال کوي په بېک فوټ یا شاته ورته ځي او بال په هیلې کوپټر یا چورلکیز شاټ سره له پولې د شپږیزې لپاره اړوي.

نوموړي له دې وړاندې د عربو په لس اوریز سوداګریز کرکټ لیګ کې هم همداسې یو شاټ وهلی و.

وېب پاڼې لیکلي راشدخان نه یواځې دا چې خطرناک بالر دی، بلکې دې سره سره یو ښه ترین توپ وهونکی هم دی.

دا وېب پاڼه وایي د افغانستان سپېن لېګ برېک بالر راشدخان د کرکټ په نړۍ کې یو توپان رامنځته کړی او د هغه توپ اچونه یې یو جادو بللی دی.

وېب پاڼې د راشدخان د ډېر توصیف په ترڅ کې ویلي، چې هغه د نړۍ په مختلفو لیګونو کې د توپ اچونې په وسیله توپ وهونکي تر پوزې راوستي او هم یې په توپ وهنه کې خپله وړتیا ثابته کړې ده.


د راشد خان د توپ وهنې یادونه

کرېک ټرېکر وېب پاڼې په آې پي ایل سیالیوکې په ۱۰ توپونو د هغه ۳۴ ناسوځېدلو منډو ته په اشارې ویلي، چې هغه په مهمه لوبه کې د کلکتې لوبډلې خلاف ښه لوبه وکړه او لوبډله یې سیمې فاینل یا نیمه پایلوبې ته ورسوله.

راشدخان د چهارشنبې په ماخستن د ټي شوېن سپرټن لوبډلې پر وړاندې هیلې کوپټر شاټ ولوباوه او ۶ منډې یې په ۳ توپونو وکړې.

راشدخان په شپاړسم اور کې کریز یا توپ وهنې ته راغی او د اېن ګېډي توپ یې په داسې حال کې د چورلکیز شاټ پرمټ له پولې واړاوه، چې لوبډله یې د هدف د پوره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ وه. وېب پاڼه لیکي، که څه هم دا شاټ ډوني اختراع کړی؛ خو راشدخان یې له ډوني څخه په زړه پورې لوبوي.

راشدخان په ډېرې اسانۍ او چټکۍ سره خپل ځان دغه شاټ ته جوړوي او توپ د مېډ وېکټ او یا هم ډيپ سکوېر لېګ پر لور د شپږو منډو لپاره بهر کوي.

راشدخان په ټي ټېن لیګ کې د پښتون لوبډلې خلاف همداسې یو شاټ ولوباوه، چې خلک یې حېران کړل.

نوموړي د پاکستاني چټک توپ اچوونکي محمد عرفان د نهم اور پنځم توپ د شپږیزې لپاره اوچت کړ او د شارجه لوبغالي په بامونویې ور واړاوه.

د هیلې کوپټر شاټ اصلي مخترع څوک دی؟

ویکي پېډیا کې لیکل شوي چې دا شاټ هندي پخواني توپ وهونکي سچېن ټېنډولکر په ۲۰۰۲ م کال کې د انګلستان خلاف دورهم سیمه کې وهلی و.

خو وروسته بیا دا شاټ د ډوني په وسیله ډېر ولوبول شو او د هغه په نوم مشهور شو.

خو د دغه شاټ اصلي مخترع نه ډوني او نه هم ټېنډولکر دی، بلکې د دغه شاټ اصلي مخترع یا بنسټګر د ډوني د کوچنیتوب یو ملګری دی، چې هغه سانتوش لال نومېږي؛ هغه د هندوستان لپاره یواځې فرسټ کلاس سیالۍ کولې؛ نوموړی د ډوني د کوچنیوالي ملګری و او ډوني ته یې د داسې یو شاټ وهلو مفکوره ورکړه او د لومړي ځل لپاره لال دغه شاټ لوبولی هم و.

هیلې کوپټر څه ډول شاټ دی؟

هیلې کوپټر شاټ اکثر وخت د یارکر توپ لوبولو لپاره مناسب دی، کله چې توپ یارکر وي، توپ وهونکي مخکې اف سټمپ وېکټې ته ځي او بال په لېګ سایډ یا لېګ لوري اوچتوي او بال په ښه ډول لوبېږي.

د توپ له لوبولو وروسته بېټ د سر خواته په نیم دایروي ډول اوچتېږي، دغه شاټ لوبولوکې توپ وهونکی له خپلو مړوندو ډېر کار اخلي او په لاسونوکې بېټ په چټکۍ سره تاوه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران