د نړۍ د هېټرېک کوونکو بالرانو لیست؛ راشد خان هم په کې دی

شل اوریزې لوبې په ۲۰۰۷ م کال کې تاسیس شوي دي، له هغې راهیسې تر اوسه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې یواځې شپږ بالرانو هېټرېک کړی و؛ خو راشدخان بیا اووم نمبر بالر شو، چې شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هېټرېک کوي.

راشدخان دا هېټرېک په ۲۰۱۹ م کال کې د فبروري په ۲۴ مه نېټه د هندوستان په اوتراکند ایالت کې په راجیف ګاندي نړیوال لوبغالي کې ترسره کړ، هغه د ایرلېنډ درې لوبغاړي وسوځول.

راشدخان او شپږ نور هېټرېک کوونکي بالران
د اووه بالرانو په نوملړ کې لومړی نوم د اسټرالیایي پخواني چټک توپ اچوونکي برېټلي دی، هغه په ۲۰۰۷ م کال کې په لومړي پړاو شل اوریز جام کې، چې سهیلي افریقاکې تر سره شو دا هېټرېک په بنګله دېش وکړ، لوبه کپټاون ښارکې روانه وه، هغه شکېب الحسن، ورپسې مشرفی مرتضی او بیا
الوک کپالي وسوځول، دا لومړی هېټرېک و چې برېټلي د اسټرالیا لپاره ثبت کړ او د برېټلي لپاره د یو ریکارډ بنسټ شو.

جېکوب اورم


د هېټرېک کوونکو بالرانو په نوملړ کې دوهم نوم د نیوزیلېنډي جېکوب اورم دی، هغه د نیوزیلېنډ پخوانی الراونډر دی، اوس هغه ۴۰ کاله عمر لري.
نوموړي په ۲۰۰۹ م کال کې د سریلانکا په مرکز کولمبو کې په یوه لوبه کې درې سریلانکایان وسوځول، هغه انجیلیو متیوز، بانډارا او (نو ون کولېسېکرا) له مخې پورته کړل او دوهم بالر شو، چې هېټرېک یې ترسره کړ.

ټېم سوتي


ټېم سوتي د نیوزیلېنډ برحاله چټک توپ اچوونکی دی، هغه په ۲۰۱۰ م کال کې د پاکستان پر وړاندې په درې پرله پسې توپونو درې وېکټې وغورځولې.
هغه لومړی یونس خان وسوځاوه، بیا یې محمدحفیظ له مخې پورته کړ او دریم لوبغاړی یې عمر اکمل رخصت کړ.
دا لوبه د نیوزیلېنډ په اکلېنډ سیمه کې ترسره شوه.

تېسارا پرېرا


تېسارا پرېرا د سریلانکا الراونډر لوبغاړی دی، هغه په ۲۰۱۵ م کال کې د هندوستان خلاف هېټرېک وکړ، هغه هارډېک پانډیا، سورېش رېنا او یوراج سېنګ په درې بالونو پرله پسې وسوځول.

لسېت ملېنګا


لسېت ملېنګا د بنکله دېش خلاف په ۲۰۱۶ م کال کې د سریلانکا په کولمبو ښارکې هېټرېک وکړ، نوموړي مشفق الرحیم، مشرفی مرتضی او مهدي حسن مېراز وسوځول.

فهیم اشرف


فهیم اشرف د پاکستان الراونډر لوبغاړی دی، هغه په ۲۰۱۷ م کال کې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ ښارکې د سریلانکا خلاف هېټرېک وکړ.
اشرف ، اېسورو اوډانا، اوډاواټ او شانکه وسوځول.

راشدخان ارمان


راشدخان ارمان چې د افغانستان سپېن لېګ برېک توپ اچوونکی دی، د نړۍ په کچه اووم بالر شو، چې د ایرلېنډ خلاف یې هېټرېک وکړ، هغه کیوین اوبراین، جورج ډوکرل او شېن ګېټ کېټ له مخې پورته کړل او په دې ډول یې هېټرېک کې ځان ثبت کړ.