رسنۍ

راشدخان غواړي چې یو ځل بیا بېګ باش کې د ټورنمنټ غوره بالر شي!

لیکنه: ياران

د اسټرالیا سوداګریز کرکټ لیګ بېګ باش د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ شا او خوا ماسپښین یوه بجه د اته لوبډلو په ګډون پیل شو.

د دغه لیګ پرانېسته د اډیلایډ سټرایکرز چې له افغانستان څخه پکې راشدخان ارمان لوبېږي، له برېسبېن هیټ لوبډلې، چې مجیب ځدران ورسره لوبېږي، په لوبه وشوه.

لوبه د برېسبېن هیټ لوبډلې په هوم ګراونډ یا کورني لوبغالي ګابا کې ترسره شوه، د لوبې پچه اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

برېسبېن لوبډلې لپاره راشدخان له لومړي سره خطرناک تمام شو، راشدخان د دوی پیلوونکی لوبغاړی مکس بریانټ په ۲۲ منډو په کېچ سره له مېدانه بیرون کړ او د دې لوبډلې پیل یې وننګاوه.

له دې وروسته راشدخان د دوی بل پیاوړی توپ وهونکی او د اسټرالیا الراونډر لوبغاړی بېن کټېنګ په کېچ اوټ سره له لوبغالي بهر کړ.

او دریم لوبغاړی مارک سټيکېټي و، چې راشدخان بولډ کړ او په صفر یې دمه ځای ته رخصت کړ.

د راشدخان توپ اچونه

راشدخان په څلورو اورونوکې ۱۹ منډې ورکړې او درې ویکټې یې واخېستې؛ ایکانومي یا هر اور کې یې ورکړې منډې ۴ اعشاریه ۷۵ وې، چې په شل اوریزو سوداګریزو سیالیوکې بې جوړې توپ اچونه ده.

راشدخان په دغو څلورو اورونوکې هیڅ وایډ یا پراخ او نو توپ ونه کړ؛ مقابلې لوبډلې ته یې د ایکسټرا یا اضافي منډو هیڅ موقع په لاس ور نه کړه.

تېر کال بي بي ایل لیګ او راشدخان

راشدخان تېر کال د سېډني سېکسرز لوبډلې توپ وهونکی سام بېلېنګ بولډ کړی و، ورپسې یې د همدې لوبډلې بل لوبغاړی بوتا بولډ کړ.

د برېسبېن هیټ لوبډلې لوبډلمشر کریس لیين یې په کېچ سره له مېدانه بیرون کړی و.

راشدخان تېر کال په ټولو لوبوکې ۱۷ وېکټې اخېستې وې او د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړی اعلان شوی و.

سږ کال بیا راشدخان غواړي چې د ډېرو وېکټو په اخېستلو سره د ټول بېګ باش لیګ غوره لوبغاړی شي.

نوموړي په لومړۍ لوبه کې درې وېکټې واخېستې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم تر لاسه کړه.

د دوی لوبډلې تېر کال اتلولي هم ګټلې وه او سږ کال له اتلولۍ دفاع کوي.

مقابله لوبډله کې مجیب ځدران و

مجیب ځدران برېسبېن هیټ لوبډلې سره لومړۍ لوبه کې ولوبېد؛ په توپ وهنه کې یې په ۲۲ توپونو ۲۷ منډې وکړې، چې درې څلوریزې پکې شاملې وې.

په توپ اچونه کې یې په ۴ اورونوکې ۲۶ منډې ورکړې؛ خو وېکټ یې وانخېستلی شوه.

مجیب ځدران په ۲۴ توپونوکې یوه اضافي منډه هم نه ده ورکړې، نه یې وایډ کړی او نه هم نو بال.

په شپږ نیم ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

د راشدخان دوی بله لوبه د یکشنبې په ورځ د ډېسمبر په ۲۳ مه نېټه له محمدنبي عیسی خېل دوی سره ده؛ اډیلایډ لوبډله د مېلبورن رېنېګېډز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

سبا د ډېسمبر په شلمه نېټه مېلبورن رېنېګېډز لوبډله چې محمدنبي ورسره هم لوبېږي، له پېرت سکارچرز لوبډلې سره مخ کېږي؛ لوبه به شا او خوا ماسپښین یوه بجه پیل شي.

بېګ باش لیګ د فبروري تر ۱۷ مې نېټې پورې دوام کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران