سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

په IPL کې د راشد خان تنخوا

اعلان

حېدراباد لوبډلې تېر کال د آې پي ایل لومړیو لوبوکې د جدول سر نیولی و او لومړي مقام کې وه، د دوی لوبډلمشر کېن ویلیمسن تر ټولو مخکښ منډې جوړوونکی لوبغاړی و.

دې لوبډلې په سیمې فاینل کې ماته وخوړه او له پایلوبې پاتې شوه.

سږ کال ډېوېډ وارنر هم دې لوبډلې سره یوځای کېږي او یو ځل بیا به لوبډلمشري واخلي.

حېدر اباد لوبډلې ټول هغه لوبغاړي چې غوره ول، رېټاین یا بیا ځلې واخېستل او له ځان سره وساتل.

شېکر دوان په بدل کې ویجی شنکر، شهباز ندیم او ابېشک شرما هغه لوبغاړي دي، حېدر اباد واخېستل.

جاني بېرسټو په ۲ اعشاریه ۲ کروړه یې واخېست او مارټېن ګوپټېل هم د یو کروړ هندي کلدارو په بدل کې له حېدر اباد لوبډلې سره یوځای شو.

د حېدراباد لوبډلې لوبغاړي او تنخواوې
کېن ویلیمسن درې کروړه، هندي کلدراې، منېش پانډی ۱۱ اعشاریه ۵ کروړه هندي کلدارې، مارټېن ګوپټېل یو کروړ هندي کلدارې.
ریکي بوی شل لکه هندي کلدارې، ډېوېډ وارنر ۱۲ کروړه هندي کلدارې، ډیپک هوډا ۳ اعشاریه ۶ کروړه هندي کلدارې، محمدنبي ۱ کروړ هندي کلدارې، یوسف پټان ۱ اعشاریه ۹ کروړه هندي کلدارې، شکېب الحسن بیا دوه کروړه هندي کلدارې، ابېشک شرما ۵۵ لکه هندي کلدارې، ویجی شنکر ۳ اعشاریه ۲ کروړه هندي کلدارې، شریواټس ګوسوامي یو کروړ، جاني بېرسټو ۲ اعشاریه دوه کروړه، ریډيمن ساحا یو اعشاریه دوه کروړه، سېدرت کول درې اعشاریه اته کروړه، خلیل احمد درې کروړه، بونېشور کومار اته اعشاریه ۵ کروړه، راشدخان ۹ کروړه، بېزل تمپي، ۹۵ لکه، بېلي سټنلیک، ۵۰ لکه، نترنجن ۴۰ لکه هندي کلدارې، سنديپ شرما ۳ کروړه او شهباز ندیم ۳ اعشاریه ۲ کروړه تنخواوې لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی