سپورټ نړیوال کرکټ

نن درې واړه افغان ستوري په بلاسټ سیالیو کې لوبې لري

اعلان

د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې درې افغان کرکټ ستوري په درې مختلفو لوبډلو کې لوبېږي، د جنوبي ګروپ د جدول د سر درې واړه لوبډلې د افغانانو وې؛ خو اوس د مجیب دې لوبډله په جدول کې څلورم شوه.

په تېر کې محمدنبي عیسی خېل دې لوبډلې کېنټ د محمدنبي په شتون کې د مُجیب الرحمن دې لوبډلې مېډل سېکس ته ماته ورکړه؛ خو راشدخان بیا وړمه ورځ د مجیب الرحمن غچ له محمدنبي واخېست او سسېکس لوبډلې چې راشدخان ورسره لوبېږي، د محمدنبي دې لوبډلې کېنټ ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

نن یو ځل بیا درې واړه افغان لوبغاړي له مختلفو لوبډلو سره لوبې لري.

د مجیب دې لوبه مازیګر مهال له سمرسېټ لوبډلې سره ده، د راشدخان دې لوبه له ګلوسېسټرشایر لوبډلې سره ده او محمدنبي دې بیا له همپشایر لوبډلې سره لوبه لري.

3.jpg

محمدنبي، راشدخان او مجیب په روانو سوداګریزو سیالیو کې د خپلو لوبډلو لپاره سل په سلو کې مثبت رول ادا کړی دی، راشدخان په یوه لوبه کې په ۷ توپونو ۲۲ منډې وکړې، په توپ اچونه کې هم د نړیوال جام په پرتله خورا ښه دی، زیاتره وخت په ۴ اورونوکې تر ۳۰ کمې منډې ورکوي او ایکانومي یې تر شپږو لوړه نه ده؛ خو نړیوال جام کې په همدغو لوبغالو راشدخان سخت وټکېده او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یې هغه د یو ورځنیو لوبو په بالرانو کې ۹ مقام ته ورساوه.

محمدنبي عیسی خېل بیا دوه ځلې دري څلوېښت، درې څلوېښت منډې کړي دي او په توپ اچونه کې هم تر مجیب او راشدخان ښه دی، ځکه محمدنبي په هره لوبه کې وېکټ اخلي؛ خو مجیب په درې لوبوکې وېکټ نه ده اخېستې؛ خو ایکانومي کې بیا مجیب الرحمن تر محمدنبي او راشدخان زیات ښه دی.

خو محمدنبي عیسی خېل بیا د افغانستان لپاره په نړیوال جام دومره مثبت نه و؛ لکه څنګه چې اوس د سواګریزو سیالیو په جریان کې پیاوړی او ډاډه ښکاري.

که نن د افغان لوبغاړو لوبډلې لوبې وګټي؛ نو بېرته درې واړه لوبډلې په ترتیب د نومرو د جدول ټاپ ځایونه کابو کولای شي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی